دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبزما اخترونه ـ ایمل مړوند

زما اخترونه ـ ایمل مړوند

د کور لویه دروازه کلکه بنده ده. په کور کې هیڅ څراغ روښانه نشته. یوه درنه خاموشي خوره ده. تیارې ټوله سیمه پوښلې. زه د کوټې کړکۍ خواته ناست یم. د کوټې کړکۍ د انګړ خواته حلاصیږي. له همدې ځایه بهر ګورم. لکه د چا راتلو ته چې په تمه یم. سترګې مې دروازه کې ښخې کړي دي. خو دروازه کلکه تړل شوې. یوې درنې خاموشۍ او تنهايۍ په غیږ کې نیولی یم. نن شپه د کور د دیوالونو ترمنځ خاموشي راج چلوي. خو کله کله د بهر نه راتلونکي اوازونه دا چوپتیا ماتوي. زه له کړکۍ بهر ګورم.

د کوڅې نه د ماشومانو شور پورته کیږي. د کلي اسمان نن شپه تر نورو شپو بدل دی. شینې او سرې رڼا ګانې يې په غېږ کې اټن کوي . د پټاکیو اوازونه هم د کوڅې نه زما د کور د خاموشه دیوالونو وجود لړزوي. په کوڅه کې ماشومان منډې وهي. د هر کور دروازه بېرته ده، د کلي دوکانونه هم پرانیستي دي. ماشومان منډې رامنډې وهي. لویان هم خوښ ښکاري. نن شپه د ټول کلي بڼه بدله ده.

زه لا هم له کړکۍ بهر ګورم. اوس مې پام په کوڅه کې شور ماشور ته دی. د کلي ملا مسجد کې اعلان وکړ، سبا اته بجې به د لوی نیکمرغه اختر لمونځ په همدې جومات کې ادا کیږي.

هو سبا اختر دی. ریښتیا اختر دی. په هر یو چا اختر دی.‍ خو زه لا هم د اختر نه یم خبر. لا هم د اختر احساس نه کوم. په خپل وجود کې د اختر او نورو شپو تر منځ هیڅ کوم توپیر نه احساسوم. فکر کوم خلک دروغ وايي؛ اختر کومه دی…؟ زه خو نه یمه خبر…! بهر اوس هم ماشومان چغې وهي، ډزې کوي ، په هر کور کې د نګریزو رنګونه جوړیږي.

شپه شیبه شیبه پخیږي. زه له کړکۍ بهر ګورم. په زړه د یو دروند درد احساس کوم. کله مې د ماشومانو شور په مخ کړي او کله هم نور خیالونه.

بهر ټول خلک وايي سبا اختر دی. خلک لګیا دي د سبا ورځې لپاره تیاري نیسي. د ګاونډي مېرمن خپل زوی ته نارې وهي. وايي جامې مې درته اوتو کړي دي. وختي ویده شه. سهار به وختي پورته کیږي.

نن شپه ټول مالت خوشالیو نیولی. نن شپه د اختر شپه ده. نن شپه د نکریزو شپه ده. ممکن اوس یو څوک پر خپل ورغوی د کوم چا نامه لیکي. ممکن کوم څوک د خپل یار د وصل شیبې شماري. او ممکن کوم بل څوک هم زما په شان د اختر ناخبره وي. ممکن کوم بل څوک هم زما په شان یوازې وي. ممکن یو بل څوک هم زما په شان د کوم چا انتظار کوي.

نن شپه تر نورو بدله شپه ده. خو زما د کور دیوالونه او زه اوس هم یوې درندې خاموشۍ پسې اخیستي یو.

بهر ټول خلک وايي چې سبا اختر دی. ماشومان لا هم ویده شوي نه دي او شور يې ټول مالت لړزوي. ما د خپل کور دروازه کلکه تړلې ده. نکریزې هم راسره نشته دی. جامې مې هم نه دي کړي. او شمعې مې هم نه دې روښانه کړي. زه د خپلې کوټې د کړکۍ خواته ناست یم.

له کړکۍ بیرون په تیاره کې ګورم، له ځان سره وایم خلک دروغ وایي، اختر کومه دی…؟ زه ولې د اختر احساس نه کوم…؟ ولې مې نوې جامې نه دې جوړې کړي…؟ دوی دروغ وايي اختر نشته دی .اختر خو داسې نه وي .

شپه نیمه شوې، خو زه اوس هم ستا د راتلو په تمه یمه. سترګې مې دروازه کې ګنډلې دي. خیالونه مې ستا خواته دروړي. راته ښکاره شې . زما خواته راروانه وې. لاس کې دې نکریزې هم وي. زه درمنډه کړم. تر دروازې درشم. خو رانه ورکه شې.

ځان ته مې پام شي له کړکۍ بهر ګورم. خو ډاډه یم چې ضرور به راځې، ماته به لکه ماشوم نکریزې لګوي. راته به وايي ویده شه سبا اختر دی کنه، بیا به لمانځه ته ځې. له پلار سره به دې قرباني کوې. خو لاهم نه یې راغلې.

اخ مورې! کلونه کیږي چې زه په هر اختر کې همداسې ستا د راتلو انتظار کوم او کلونه کیږي چې هر اختر همداسې ناخبره تېروم.

مورې!!! ته به کله راځې…؟

زما اختر به بیا راشي کنه…؟

ایمل مړوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب