جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد راشد خټک او بصیر الحق عادل شعرونه

د راشد خټک او بصیر الحق عادل شعرونه

راشید خټک

دا زړه او د مستۍ دغه غورځنګ سبحان الله
په ورانه هدیره کې د ژوند رنګ سبحان الله
دا یو ثواب مو ډیر دی چې سهار لمانځه لپاره
ملا راپاڅوو د جام په کړنګ سبحان الله
په یو نظر باچا کړي د مودو مودو ملنګ
په بل نظر باچا کاندي ملنګ سبحان الله
دا جنج د شوخو شوخو ښاپیرو په لار تیریږي
که اورمه د چا دبنګړو شرنګ سبحان الله
خبرشوې ستا له مرګه ده وفا دلار شهیده
چې حورې شوې په خپلو کې په جنګ سبحان الله
زما دسر قاتل، زمونږ قاضي، دښار ساتونکی
ټول ناست وو په محفل کې څنګ په څنګ سبحان الله
دبل کلي دخان په ډاډ زمونږ دکلي چڼړي
اوس غواړي د خیرات په ځای قلنګ سبحان الله
خټکه په دروغو به يې څنګه باور نکړم
داشونډې، دا خبرې، دا آهنګ سبحان الله
راشد خټک

 

=====================

غزل

بصیرالحق عادل

کله نا کله يو څو ښکلي مې سلام ته راځي

یو څوک له ډېره وخته زړه ته راځي پام ته راځي

هغې به چېرته په ښېرا کې هم یاد کړی نه یم

خو ماته یاده ده شېبه په شېبه ګام ته راځي

چې چېرته کومه بدبختي په دې نړۍ پیدا شي

خدایه دا ولې دومره ژر د پښتون قام ته راځي

اوف ، د لونګو شپه یې بیا په بغاوت تېره کړه

هغه ترې ستړی دی ، هغه دشونډو جام ته راځي

سهار له کوره چې هغه شي مزدورۍ ته روان

ستړی ستومانه زنګېدلی بیا ماښام ته راځي

دا ځوانیمرګ عادل چې کله په کوڅه تيریږي

د کلي نجونې یې هم سیال کوي او بام ته راځي

هلمند ـ ۱۳۹۲ ـ ۳ ـ ۲۶

5 COMMENTS

  1. سبحان الله ددغه دو ښلکو غزلو دمطالعه لپاره به حتمی لوستونکی تاند ته راځی

  2. د راشد خټک د دغه غزل کمال دا دی، چې ردیف یې نوی دی، دغه مضاف او مضاف علیه ( سبحان الله) د زاتي مانا ترڅنګ هم تبلیغي د چا سترګو ته دروي او هم د جومات ملا او چڼی.
    د دې غزل په ځینو بیتونو کې لکه په مقطع کې د پښتون ژوند انځور شوی دی، دا د پښتون زړه دی چې په ځوانه ځواني کې هدیره ترې جوړه شوې.
    د راشدخټک شاعري ته چې ګورم نو دا مې زړه ته لویږي چې دخوشال بابا دعا مستجابه شوې ده( دا د غره خټک به واړه شاعران شي)

  3. دواړه ښه شعرونه دي . د راشد خټک ټاکثره شعرونه اوچت دي خو په دې یوه کې یې کمال کړی دی. عمر مو ډېر شه

  4. د راشید خټک او بصیرالحق عادل دواړو غزلونه ډېر له معناوو ډك او په زړه پورې دي. متل دی، چې وایي: ((د نر غږ په وروړی کې معلومېږي)) الله(ج) دې د دواړو د ژوند پای په بشپړ ایمان سره وکړي، سره زما او د تاند ویبپاڼې د چلوونکو او کتونکو. آمین. خټک د خپل غزل پیل ډېر ښه کړی دی، چې ویلي یې دي(د زړه او د مستۍ دغه غورځنګ، سبحان الله= په ورانه هدېره کې د ژوند رنګ، سبحان الله)) او ورپسې بیت(( دا یو ثواب مو ډېر دی، چې سهار لمانځه لپاره= ملا راپاڅوو، د جام په کړنګ، سبحان الله)) غوره او له معناوو ډك بیتونه دي. رښتیا هم د زړه نېلي چې یو ځلې په غورځنګ راغلل، نو ودان جهان ورته وران او وران ورته بیا ودان ښکارېږي. او بله خبره د دوېم بیت ده، چې په رښتیا هم! ځېنې ملایان شته، چې ځانونو ته د دین او مذهب ټېکه داران او لارښوونکي وایي، خو د کار پر مهال بیا د اتي(فیل) په غوږ کې ویده یي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب