جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبادبیات؛ علم که هنر دی؟ | شاه محمد بشیر

ادبیات؛ علم که هنر دی؟ | شاه محمد بشیر

په دې اړه په لسګونو ادبپوهانو او هنرپوهانو بحثونه کړي، چې ادبیات علم که هنر ده؛ خو هیڅ یو یې کومې مشخصې پیلې ته نه ده رسېدلی او علت یې هم د دغو دواړو کلیمو ترمنځ نږدې والی او هغه ځانګړنې چې په ادبیاتو کې شامل دي، په دواړو پورې اړوندیږي، ځکه څوک په زغرده نشي ویلی، چې ادبیات علم که هنر دی.

په سر کې به  د علم او هنر لپاره یو لنډ تعریف وکړو،چې تر یو حد پورې راته د دواړو توپیر څه نا څه شوی وي.

علم: له هغې پوهې څخه عبارت ده، چې پر تجربه، منطق، پیاوړي استدلال او عیني واقیعتونو ولاړ وي او هر خبره یې په منطق او استدلال باندې ثابتوي. 

هنر: عبارت له هغه څخه ده، چې استدلال او عیني واقیعتونو ته اړتیا نلري.  تخلیق کوونکي پورې اړه لري، چې څنګه یې بیانوي. که چېرې یو پېښه حقیقت ونلري؛ نو لوستونکی او اورېدونکی پوښتنه نه کوي او د درواغو اطلاق هم پرې نکوي، چې دا خبره د ادبیاتو هم ده.

موږ د ادبیاتو په بېلابېلو ژانرونو کې داسې موضوعات او مطالب وینو او لولو، چې په منطقي او عقلي لحاظ محض درواغ دي؛ خو بیا هم لوستونکی او اورېدونکی ورته ګوته نه نیسي، چې ووایي دا خو درواغ دي. لکه تشبهاتو کې چې راغلي: د یو چا قد چنار غوندې کول، یو څوک له  سپوږمۍ سره ورته کول، چې د دواړو ترمنځ یې وجه شبه ښایست ده… داسې نورې خبرې، چې حقیقت نلري؛ خو بیا هم څوک پرې نیوکه نه کوي. یا پخوانۍافسانې، چې انسان به له یو ځای نه بل ځای ته والوت. په تلویزوني ډرامو کې لسګونه داسې پیښې، چې حقیقت ته نږدې نه وي. که چېرې ووایو، غزل هغه ادبي ژانر ده، چې د بیتونو شمېر یې څلور وي او موضوع په بشپړه ډول نشي بیانولی. دغه وخت کې ټول نیوکه کوي او وایي، چې دا خبره دراوغ ده، ځکه هر ادبپوه ته معلومه ده او ثابته شوې، چې غزل له پنځو بیتونو نیولې تر پنځلسو پورې او یوه موضوع کولای شي، چې په ښه ډول بیان کړي.

د ادبیاتو په وېشنه کې بیا موږ ویلي، چې ادبیات د محتوا له مخې په دوه ډوله دي، تخلیقي ادبیات او تحقیقي ادبیات

تخلیقي ادبیات هغه ادبیاتو ته وایي، چې د لیکوال او شاعر له لورې تخیلق کېږي، چې د هغه په ادبي تخلیق او هنر پورې اړه لري.

تحقیقي بیا له هغو ادبیاتو څخه عبارت دي، چې د تخلیق شوو ادبیاتو په اړه بحث او څېړنه کوي. دغه بحث او څېړنه یې باید د منطق او استدلال په اساس وي.  په ادبیاتو کې موږ ادب تیوري، ادب تاریخ او ادبي کره کتنه مطالعه کوو، چې هر یو یې علمي موضوعات دي. هر تیوري او تعریف باید په منطق، استدلال او عقل پورې اړه ولري او لوستونکو ته قناعت ورکړي.

په پایله کې؛ که څه هم د هنر او ادبیاتو جامع او کامل تعریف نشته، همدارنګه ادبیات او ټولنیز علوم هر وخت د تغیر په حال کې دي؛ نو ځکه ورته د وخت اړیتاوو په اساس تعریفونه کېږي. خو دومره ویلی شو، چې تخیلقي ادبیات هنر او تحقیقي ادبیات علم ده. ادبیات د علم او هنر مجموعه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب