Homeخبرونه‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې د لوبو...

‏د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې د لوبو د لغوه کېدو ملاتړ کړی

تاند (شنبه د تلې ـ میزان ۲۶مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو د افغانستان کرکټ بورډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی چې، له پاکستان سره یې راتلونکې درې اړخیزه لوبلړۍ لغوه کړې ده.

ملي لوبغاړي، راشد خان په پکتیکا کې پر ملکي وګړو د تېرې شپې برید ته د غبرګون ښودلو ترڅنګ ویلي، د کرکټ بورډ د دغې پرېکړې هرکلی کوي او زیاتوي چې ملي حیثیت او عزت باید تر هرڅه لومړی وي.

اخوا د محمد نبي عیسی خیل او ګلبدین نایب په ګډون نورو لوبغاړو هم په پکتیکا کې پر ملکيانو د پاکستان پوځي رژیم د برید پر وړاندې غبرګون ښودلی او پر قربانیانو یې خواشیني څرګنده کړې ده.

‏امنیتي سرچینو د لومړنیو مالوماتو په توګه ویلي، تېره شپه شاوخوا ۸ نیمې بجې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په خاندارو کلي کې د پاکستاني جېټ الوتکو برید کې ۱۷ تنه ملکيان ووژل.

په وژل شوو او ټپیانو کې د پکتیکا د کورني کرکټ لوبغاړي هم شامل دي.

په دغه هوايي برید کې چې پر یوه کور شوی، ۱۶ تنه نور پکې ټپیان دي. سرچینې زیاتوي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...