تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۶ مه) د افغانستان د شل اوره لوبډلې کیپتان راشد خان د شنبې په ورځ د پاکستان پر هوایي برید سخت انتقاد وکړ .
د راپورونو له مخې، د جمعې په شپه د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالي کې ترسره شو او لږ تر لږه اته تنه یې ووژل، چې درې تنه ځوان کرکټران هم پکې شامل وو. په برید کې اووه تنه نور ټپیان شوي دي.
راشد خان د افغانستان د کرکټ بورډ (ACB) پرېکړه وستایله، چې د راتلونکې درېاړخیزې شل اوره نړیوالې سیالۍ څخه یې،چې پاکستان هم پکې ګډون درلود او ټاکل شوې وه د نومبر په میاشت کې ترسره شي، خپله لوبډله وباسي.
هغه په خپل بیان کې لیکلي:
“زه د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د هغو ځوانو لوبغاړو د وژل کېدو له امله ژور خواشینی یم. د ملکي تاسیساتو هدف ګرځول یو غیر انساني او وحشیانه عمل دی. دا ظالمانه او ناقانونه بریدونه د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده او باید بېځوابه پاتې نه شي.”
انالله واناالیه راجعون
د ظالمانو لخوا د ملکي وګړو او زموږ د کورني کرکټ لوبغاړو شهیدانېدل یو ستر نه بښونکی جنایت دی، شهیدانو ته دې لوی خدای جنت فردوس نصیب کړي او ظالمان دې خدای ج ذلیل او په خپل قهر ګرفتار کړي.
د لوبغاړو او ملکي وګړو شهیدانول افتخار نه بلکه د بیغرتۍ آخري
حد دی!…— fazalhaq farooqi (@fazalfarooqi10) October 17, 2025
د افغانستان د پخواني کپتان محمد نبي په وینا، دا پېښه “نه یوازې د پکتیکا لپاره یو تاورین دی، بلکې د ټول افغان کرکټ کورنۍ او د ملت لپاره یو ستر غم دی.”
د ملي لوبډلې چټک توپاچونکي فضلالحق فاروقي هم د پاکستان پر برید توند غبرګون وښود او هغه یې “یو ظالمانه او نهبخښونکی جنایت” وباله.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، درې وژل شوي لوبغاړي — کبیر، صبغتالله او هارون، د یوې دوستانه سیالۍ لپاره د پکتیکا ولایت مرکز شرنې ته تللي وو او له لوبې وروسته د اورګون ولسوالۍ په یوه راټولېدنه کې په نښه شول.