Homeخبرونه«د بمونو مور» څه شی دی او ایا د ایران په غرونو...

«د بمونو مور» څه شی دی او ایا د ایران په غرونو کې دننه اتومي تاسیسات له منځه وړلی شي؟

تاند (شنبه، د تلې/ میزان ۲۳ مه) د ایران د اتومي تاسیساتو پر ضد د امریکا له لوري د « بمونو مور» په نوم د یوه ځواکمن غیر اتومي بم د احتمالي کارولو په اړه تازه راپورونو یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو ځواکمنو غیر اتومي وسلو په اړه بحثونه پارولي دي.

دا بم د چاودنې ډېر لوړ ځواک لري، خو په دې اړه د پوځي کارپوهانو په منځ کې اختلاف شته چې ایا کولای شي د غرونو په ژورو کې جوړ شوي تاسیسات هم له منځه یوسي که نه.

سي‌اېن‌اېن د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، راپور ورکړی چې د امریکا پوځ د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه، د ایران پر اتومي تاسیساتو او د انرژۍ پر زیربناوو د احتمالي برید لپاره نوي انتخابونه چمتو کړي دي. په دغو انتخابونو کې د GBU-43/B په نوم د یوه ستر بم کارول هم شامل دي چې د «بمونو مور» په نوم مشهور دی.

ټرمپ هم د پنجشنبې په ماښام له نیوزمکس تلوېزیون سره په مرکه کې د دغه بم د کارولو احتمال رد نه کړ او ویې ویل چې دا خورا ځواکمنه وسله ده او د هغه په وینا، «د یوه کوچني اتومي بم» په څېر ده. خو هغه ټینګار وکړ چې دا اتومي وسله نه ده او امریکا نه غواړي د ایران پر ضد اتومي بم وکاروي.

د سي‌اېن‌اېن په راپور کې د احتمالي هدفونو له ډلې د نطنز اتومي تاسیساتو ته نژدې د «کلنګ‌ګزلا غره» په نوم تر ځمکې لاندې یوه مجموعه یاده شوې ده. امریکا او اسرائیل په دې مجموعه کې د احتمالي اتومي فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

خو «د بمونو مور» په حقیقت کې څه شی دی، څومره تخریبي ځواک لري او ایا د غرونو په ژورو کې جوړ شوي تاسیسات له منځه وړلی شي؟

«د بمونو مور» څه شی دی؟

د دې وسلې رسمي نوم GBU-43/B Massive Ordnance Air Blast دی چې په لنډه توګه MOAB بلل کېږي. د دې غیر رسمي نوم، Mother of All Bombs یا «د ټولو بمونو مور»، هم له همدې لنډیز سره تړاو لري.

دا بم شاوخوا ۹ زره او ۸۰۰ کیلوګرامه وزن او له نهو مترو څخه ډېر اوږدوالی لري. دا اتومي بم نه دی او د وزن ډېره برخه یې له دودیزو چاودېدونکو موادو ډکه جنګي برخه جوړوي.

MOAB د سپوږمکۍ د موقعیت معلومولو سیستم په مرسته هدایت کېږي. د عادي بمونو برعکس چې له جنګي الوتکو یا بم‌اچوونکو الوتکو غورځول کېږي، دغه بم د خپل ډېر وزن او لویې اندازې له امله له پوځي ترانسپورتي الوتکو څخه د غورځولو لپاره جوړ شوی دی.

دا وسله په ۲۰۰۳ کال کې، پر عراق د امریکا د بریدونو له پیل مخکې، جوړه شوه. د دې بم د جوړولو له موخو څخه د پراخ تخریب ترڅنګ د دښمن پر ځواکونو د یوې سترې چاودنې له لارې د رواني فشار راوستل هم وو.

لومړنیو ازموینو وښوده چې د دې بم چاودنه د لوګي او دوړو یوه لویه ورېځ رامنځته کولی شي چې له لرې واټن څخه هم لیدل کېږي.

د دې بم تخریبي ځواک څومره دی؟

د بمونو مور د ځمکې پر سطحه یا هغې ته نژدې د یوې ډېرې پیاوړې چاودنې د څپې د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې ده.

د هغو بمونو برعکس چې د پیاوړو پناه‌ځایونو د له منځه وړلو لپاره ځمکې ته ننوځي، دغه بم د خپلې چاودنې ډېره انرژي د فشار د څپې او پراخې چاودنې په بڼه خپروي.

دا ډول چاودنه ودانۍ، پوځي تجهیزات، د ځمکې پر مخ کلک سنګرونه او زیان‌ګالي تاسیسات په پراخه سیمه کې ویجاړولی شي.

سي‌اېن‌اېن په خپل راپور کې د دغه بم پراخ تخریبي ځواک ته اشاره کړې ده. خو د چاودنې له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو کچه یې د چاودنې له ځای څخه پر واټن، د ځمکې پر جوړښت، طبیعي خنډونو او د ودانیو په پیاوړتیا پورې تړلې بللې ده. له همدې امله، د بشپړ تخریب لپاره یو ثابت واټن نه شي ټاکل کېدای.

ایا امریکا مخکې هم دغه بم کارولی دی؟

هو. امریکا په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په میاشت کې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې دغه بم وکاراوه.

دا عملیات د ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د ننګرهار ولایت په ختیځ کې (توره بوړه) د داعش ډلې پر ضد ترسره شول. د امریکا پوځ د داعش د وسله‌والو پر هغو غارونو او تونلونو د MOAB بم وغورځاوه چې د دې ډلې له خوا کارېدل.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي وو چې دغه برید تر ځمکې لاندې د تونلونو د شبکې ځینې برخې ویجاړې کړې دي. افغان چارواکو هم د داعش د لسګونو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د وروستیو راپورونو تر خپرېدو مخکې، دا د « بمونو مور» د جنګي کارونې یوازینۍ پېژندل شوې پېښه وه.

خو په افغانستان کې د غارونو او تونلونو پر ضد د دې بم د یوه برید نسبي بریالیتوب په دې معنا نه دی چې دغه وسله به د غرونو په ژورو کې جوړ شوي کلک اتومي تاسیسات هم له منځه یوسي.

د «بمونو مور» او د پناه‌ځایونو د ویجاړولو د بم ترمنځ توپیر څه دی؟

د MOAB په اړه یو مهم ټکی دا دی چې باید له GBU-57 بم سره ګډ نه شي. دغه بم د پیاوړو او ژورو ځمکنیو پناه‌ځایونو د ویجاړولو لپاره جوړ شوی دی.

د GBU-57 وزن شاوخوا ۱۳ زره او ۶۰۰ کیلوګرامه دی او تر ځمکې لاندې د ژورو او کلکو تاسیساتو پر ضد د کارولو لپاره طرحه شوی دی.

د دغو دوو وسلو اساسي توپیر د تخریب په طریقه کې دی.

د بمونو مور د ځمکې پر سطحه د چاودنې له لارې د فشار ډېره پیاوړې څپه رامنځته کوي. خو GBU-57 د دې لپاره جوړ شوی چې د خاورې، ډبرو یا کلکو ودانیو له طبقو څخه تېر شي او له ننوتلو وروسته وچوي.

له همدې امله، د یوه بم د چاودنې د پراخوالي معنا دا نه ده چې هغه به تر ځمکې لاندې هدفونو په ویجاړولو کې هم ډېر اغېزناک وي.

امریکا تر دې مخکې د ایران پر اتومي تاسیساتو په خپلو بریدونو کې د GBU-57 بمونه کارولي وو.

همدا توپیر د کلنګ‌ګزلا د احتمالي برید په اړه د کارپوهانو د بحثونو یوه مهمه برخه ده.

ایا «د بمونو مور» کلنګ‌ګزلا ویجاړولی شي؟

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، ان د امریکا د پوځي چارواکو او کارپوهانو ترمنځ هم د ژورو ځمکنیو تاسیساتو پر ضد د دې بم د اغېزمنتیا په اړه شکونه شته.

دا مجموعه د نطنز اتومي تاسیساتو ته نژدې په یوه غرنۍ سیمه کې موقعیت لري او داسې اټکل کېږي چې د هغې تر ځمکې لاندې برخې د کلکو ډبرو په منځ کې جوړې شوې دي.

د امریکا د پوځي پلان جوړونې د یوې سرچینې په وینا، MOAB د ځمکې ژورو ته د ننوتلو لپاره نه دی جوړ شوی او ښايي د دې مجموعې تر ځمکې لاندې تالارونه او تجهیزات ویجاړ نه کړای شي.

د دغو سرچینو په وینا، د «بمونو مور» کارول ښايي تر ډېره د ځمکې پر سطحه پراخ تخریب رامنځته کړي، خو دا به روښانه نه کړي چې د غره په ژورو کې د تاسیساتو اصلي برخې څومره زیانمنې شوې دي.

خو ټول کارپوهان له دې ارزونې سره موافق نه دي.

د نړیوال اتومي ساینس او امنیتي مطالعاتو د انستیتیوت مشر او د ایران د اتومي پروګرام پېژندل شوي کارپوه ډیویډ البرایټ پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې پر کلنګ‌ګزلا د MOAB د احتمالي کارونې امکان باید په اسانه رد نه شي.

هغه څرګنده کړې چې د دې بم د چاودنې د څپې ډېر لوړ ځواک ښايي د تونلونو په دروازو کې د چاودنې د فشار د مهارولو لپاره جوړ شوي محافظتي خنډونه له منځه یوسي.

د البرایټ په اند، د داسې برید هدف ښايي تر ځمکې لاندې د اصلي تالارونو بشپړ ویجاړول نه وي، بلکې د مجموعې د لاسرسي د پېژندل شویو لارو بندول وي.

د هغه په وینا، ان که تر ځمکې لاندې د تالارونو وضعیت هم روښانه نه شي، د لاسرسي د لارو بندېدل د دې مجموعې د احتمالي فعالیتونو د څارنې له پلوه اهمیت لرلی شي.

البرایټ د کلنګ‌ګزلا احتمالي وضعیت د نطنز او اصفهان تر غرنۍ ځمکې لاندې مجموعو له وضعیت سره پرتله کړی دی. د هغه په وینا، د دغو تاسیساتو د لاسرسي پېژندل شوې لارې له څه مودې راهیسې تړل شوې دي او د هغوی د دننه فعالیتونو په اړه کره معلومات نشته.

ولې د دې بم کارول مطرح شوي دي؟

موضوع یوازې د دې وسلې پوځي وړتیا نه ده. سي‌اېن‌اېن د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ د ادارې ځینې چارواکي د داسې پوځي انتخاب په لټه کې دي چې د پراخو ځمکنیو عملیاتو له پیلولو پرته د پام وړ پایله ولري او د خلکو پر وړاندې د پام وړ بریا وښودل شي.

د دغو سرچینو په وینا، په نویو پوځي پلانونو کې یو له مطرح شویو انتخابونو څخه دا دی چې محدود بریدونه ترسره شي او وروسته د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو د پای اعلان وشي.

په داسې وضعیت کې، د « بمونو مور» د چاودنې ځواک او رواني اغېز هم د پوځي انتخابونو په ارزونه کې اهمیت لرلی شي.

خو د داسې ځواکمنې وسلې کارول، په ځانګړي ډول استوګن سیمو یا ملکي تاسیساتو ته نژدې، د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او پراخ تخریب خطر رامنځته کوي.

که څه هم البرایټ باور لري چې د کلنګ‌ګزلا نسبتاً لیرې موقعیت د شاوخوا استوګنو سیمو د زیانمنېدو احتمال کموي، خو دا ارزونه په دې معنا نه ده چې د برید په سیمه یا شاوخوا کې د خلکو د زیانمنېدو خطر له منځه ځي.

له بلې خوا، دا هم روښانه نه ده چې ان د دې مجموعې د ورونو او سطحي زیربناوو بریالی برید به د ایران اتومي پروګرام د تل لپاره ودروي که نه.

ایا د دې بم د کارولو پرېکړه شوې ده؟

د راپور د خپرېدو پر مهال، د تلې تر ۲۴مې، د ایران پر ضد د «بمونو مور» د کارولو په اړه کومه رسمي او قطعي پرېکړه نه وه اعلان شوې.

د سي‌اېن‌اېن راپور د هغو انتخابونو په اړه دی چې د امریکا پوځ چمتو کړي دي. د پوځي انتخابونو ارزول په خپله د هغوی د تایید یا د عملي کولو د امر معنا نه لري.

سپینې ماڼۍ هم د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې د حساسو پوځي پلانونو په اړه تبصره نه کوي او ټرمپ د ایران د اتومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه پر مېز ایښي دي.

ټرمپ تر دې مخکې ویلي و چې د نوومبر له درېیمې، یعنې د لړم د ۱۲مې، تر منځمهالو ټاکنو مخکې به پر ایران نوی برید ونه کړي؛ خو د پنجشنبې په ماښام یې بیا د کلنګ‌ګزلا پر مجموعې د برید احتمال مطرح کړ.

په ټوله کې، د «بمونو مور» د چاودنې د شدت او پر سطحه د تخریب له پلوه یوه ډېره ځواکمنه وسله ده. خو د ایران پر ضد د هغې د احتمالي کارونې په اړه اساسي پوښتنه دا نه ده چې څومره ستره چاودنه رامنځته کولی شي، بلکې دا ده چې دغه چاودنه به د غره په ژورو کې د کلکو اتومي تاسیساتو فعالیتونه تر کومه حده ګډوډ کړی شي.

دا هغه موضوع ده چې د پوځي او اتومي چارو د کارپوهانو په منځ کې لا هم پرې اختلاف شته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سارا علي خان: کله مې چې د اداکارۍ پرېکړه وکړه، وزن مې ۱۰۰ کیلوګرامه و

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۲۹ مه) د بالیووډ اداکارې سارا علي خان ویلي، کله چې دې په فلمونو کې د کار کولو پرېکړه...