من آن خواب پریشانم که تعبیرش نه شاید کرد
اگر تعبیرم کرد به هر تعبیر میسازم
هنر د یو خودمختاره او آزاد محوره پديدې په توګه د خپل پنځ او تراوش په بهیر کې د فرمان اوفرمایش پایبند نه دی، ځګه د نګه هنر روح آزاده او خودداره ده.
هغه د خوشحال بابا شاعرانه خبره دلته هم صِدق کوي چې: (د عشق کار په توکل شي)، نو؛ د هنر پنځول هم د رښتني عشق په روحیه ترسره کېږي او د خپل تخلیق په درشل کې په خورا لوړه آزادمندانه روحیه وجود مومي، هنر د عشق په مټ رامنځته کېږي اوعشق په توکل سره پايي.
د هنر تجلې د ژوند پر تیاره ګوټونو د رڼا باران دی، داسي باران چې د رحمت انوار يې د ژوند مانا رنګینوي.
يوځای مې لوستي وه چې: (هنر د مهارتونو مجموعه ده). بل ځای مې واورېدل چې: (هنر؛ د ښکلا پنځول دي). هو؛ هنر لویه نړۍ ده چې په علمي مقیدو تعریفونوکې نه شي تشریح کېدلای، ځکه کاینات د یو لوی او خارق العاده هنر غوره بېلګه ده، هره ذره يې د ښکلا تجلې وړاندي کوي، هر اړخ يې د یو لوړ مهارت او ځانګړي حکمت ښکارندويي کوي، بناً طبیعت د غوره هنر اوکمالي مهارت لوی مثال دی.
د انسان هنرمند کېدل هم د همدې لوی هنري بهیر یو اړخ دی، انسان د خپلو هنري مشاهداتو په رڼاکې د ( لوی هنر)، د اجزاوو سپړنه، توږنه، او بیا په خپل هنري لیاقت پنځونه کوي، موږ داهم ویلای سو چې انسان د لوی هنر اجزاووته د ځان وړاندي کولو او هنري تحرک سېک اوژبه ورکوي، د طبیعت ناپېژانده او ګونګ وجود په خبرو کوي، د انساني ژوند مادي او معنوي اړخونه د هنر په زیور بیا؛ بیا سینګاروي او ژوند ته رنګونه ورکوي.
نو؛ خبره د هنر او هنرمند ده، داچې هنرمند د کوم چاپریال له منځه را هست سوی، دده لید او هنري شخصیت د کومو هنري مرحلو څخه را تېرسوی او د کوم هنري مقام په درشل کې قرار لري دا بحث د هنري جامعه شناسۍ او هنري شخصیت سپړني په چهارچوب کې تحلیل کیدلای سي. هنرمند د خپل هست کړي هنر له مخي د پوهیدني او پېژندني ښه ادراکي زمینې لري.
موږ په دې لیکنه کې زموږ د وطن د هنر د دنیا پر یو لوی هنرمندشخصیت تم کېږو؛ د ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک هنري هستونوته تر خپله وسه کتنه کوو.
موږ ته جوته ده چې هنرمند د خپلو خلکو اومخاطبانو لپاره هنر هستوي، اود همدې هنري کار نچوړ د خلکو په خیر او سعادت کې لټوي، د همدې هنري صداقت او لويي انساني پېرزویني په لړکې د استاد پژواک د هنر مثالونه په ټول ډاډ او ویاړ سره یادولای سو.
استاد پژواک که موږ ته د ولسي افسانو بیا روایت کوي نو؛ دا روایت او د دې روایت د ارايي طرز او بیان د هنر په خوږو وړاندي کوي، دی؛ که موږ ته د یو داستاني کرکټر د زړه خواله بیانوي نو؛ په لوړو هنري کیفیتونو يې پسولوي، داسي هنري پېرایه ورکوي چې د انسان ناخودګاه ته په هنرمندانه تاثر نفوذ کوي.
د استاد پژواک د نثر او نظم ژبه د یو لوی ادبي هنر غوره بېلګه ده، د الفاظو اوډون او د کلمو د موخي او پېغام ورکولو طرز يې هنري دی او په ټوله کې د نوموړي هره قلمي هستونه د یولوی هنري_انساني هدف لپاره ځانګړې ده.
بېلګه:
زلمی (تنها):
آن تېره شپه مې په دې شېبو کې دا باور درلود چې نن شپه به پر آسمان نوي ستوري راځلېږي، او کومه بله سپوږمۍ به راخېژي؛ خو دا ټولي هیلي له خیال نه پرته بل څه نه وه. زه دا اوس ګورم چې لکه نوري شپې زما هیلي تیارو او سکوت را ایساري کړي دي، خو؛ بیاهم لېوالتیا لرم هغه سپېده داغ چې د ننۍ شپې په وروستیوکې سهار مهال راتلونکی دی. زه ورته انتظاریم هغه وبه وینم او دابه راته څرګنده شي چې څه ډول جلوه کوي. ما دا هیله درلوده کومه ورځ چې راځي نو د راتګ شګون يې طلايې وي، سره ددې بیاهم غواړم چې راتګ ته یي هرکلی وکړم، اوخپلي هیلي کومي بلي ورځي ته؛ هغه ورځي ته چې ناڅرګنده ده، خو تمه سته چې ګوندي خپل ځان په ډېر پرتم اوښکلاکې راته څرګند کړي، وساتم. آه! نن شپه باید سپوږمۍ خپل ځان په یوي بلي جلوې کې راته سینګار کړی وای! اوسبا د دنیا لمر په ښایسته شغلو ځان زما د زړه اوهیلو لپاره ښکلی لمانځلی وای. آیا دا زما هیله وه چې دې لویو کایناتو ته ژوند وربخښي؟ که چېري داسي نه وي نو نن شپه ولي په ستورو او سپوږمۍ کې ځلا نه وینم، او شپې لکه تیاره قبر؛ د جهان سوړ بدن په خپلي غېږي کې را ایسار کړی دی؟ آیا رښتیا به سبانی لمر زما لپاره تودوخه اوځلا ونه لري؟ ای لویه خدایه(ج)! ننه شپه دي ولي زما اضطراب او اندیښنې را زیاتي کړي دي؟
غواړې چې و مې آزمایې؟ که همداسي وي نو زه په خپل قسمت راضي يم، او په دې عقیده لرم چې په هغه څه کې چې ته يې غواړې زما خیر دی… هغه نېکمرغي چې ته يې ماته نه راکوي زه پرې پرېشانه نه یم، هغه څه چې نه شم کولای ويې لرم د هغه ځواب به په صبر او قناعت ورکوم، خو؛ تل باید د یوي بلي محبوبي غېږي یوه ذره هم زما په وړاندي پرانیستل نه شي؟ هو! زه سرباز یم، د هر زحمت، سختۍ او غم کړاو باید په سړه سينه د ځان لپاره حل کړم.
نه پوهیږم چې د زړه دا ټوپونه مې د کوم قهرجن غضب په سبب دي چې زما زړه یې مات اومغلوب کړی دی او غږ مې په لرزه راوړي، نه پوهېږم په دې سِحر اوجادو چې زما روح تسخیروي، او دا خوځنده ولولې چې ما له ځان سره بیايي، او زه لاهم نه شم کولای چې ځان ترې خلاص کړم، آیا په دې باور وکړم؟ او یا داچې یو شوم ډار يې وګڼم، آیا کولای شو چې عشق او عواطف دښمنان وګڼو؟ د زلمیتوب خوږې هیلي، هغه پاکي او بې آلایشه غوښتني چې زما زړه ته عشق اومحبت ډالۍ کوي، آیا له منځه یي یوسم…؟ د سپوږمۍ دا رڼا ورو ورو تیاره کېږي، د شپې تیاره په غیر محسوسه توګه سپېدو ته نېږدې کېږي، خو؛ دا سوزونکی اور چې يې زما زړه ته اچولی لاهم زور اخلي اولمبې يې تودېږي. زما فکرونه تیاره کېږي، دا ټولي اندېښنې ددې په خاطر دي چې آسمان هغه لومړنی ورځي ماته څرګندوي چې ما… ، آیا اوس هغه رڼا چې ورځي او شپې، د تیارو او رڼاوو په منځ کې ژوند ورته سترګي په لارو، راتلو ته يې په بیړه هیله من وم، بیا به يې زما پر مخ جلوې وځلېږي…؟ ایکاش زما هیلو بيړه نه وای کړې، اوبله ورځ مې د عشق او جمال هرکلی کړی وای، اود هغه اوښ د جلب رسۍ مې په خپل لاس کې ټینګه نیولې وای چې په لویو اودرنو ګامونو، صبرناکو سترګو او زغم لرونکې روحیه يې زما د نېکمرغۍ ارزښتمن بار زما د کلا دروازې ته را وړی، ښه به و چې هغه ته مې انتظار کړی وای، سبا به لمر پر نقريي براقي آسونو را وځلېږي، چې په دې سره به زما خوځنده هیلي ددې پرځای چې ما د خپل محبوب غېږي ته ور وړي، نېغ به مې د دښمنانو او مرګ غېږي ته ورټېل وهي. آه! که دا ټوله شور او ولولې هلته پای ته ورسوي، او پرېنږدي چې ستا په غېږکې مې یوځل بیا زړه ټوپونه ووهي، او زما د ناپایه ولولو شور، له میني او صمیمیت څخه کتل مې ترتا در ونه رسېږي…، آه! ولي نه پوهېږم چې د زړه هغه نیمه برخه چې باید دلته پرېږدم، هغه د جګړې ډګر ته یوسم ترڅو مې ځواک او توان دوه برابره شي؟؟؟!…
موږ د بري اوفتحي لپاره ژمنه اوهوډ کوو، هو! آیا زموږ بریا زموږ په وینه کې نه ده؟ آیا له مرګ پرته د بري د هیلو سترګې تړلای شو؟ که چېري يې نه غوښتلای چې زه اوته د تل لپاره یو له بل نه جداشو، ددې پرځای چې زموږ نېکمرغي وځنډوي، دوې ورځي وروسته یې کولای شوه چې د لښکرکښیو د سورنا انګازې په شور راولي.
آیا تل باید د زلمیو ګوتي لومړی د دښمن په وینو او وروسته د نېکمرغۍ په نکریزو رنګ شي…؟ موږباید همیشه د بري توغ د خلکو په وړاندي جګ کړوترڅو وکولای شو ځانونه د څو شېبو لپاره د مېرمنو په عشق کې مغلوب ووینو…، موږ نه پوهېږو چې نیکونو مو داکار د بوډاتوب په وخت کې په سړه سینه کړﺉ دی… او که يې د زلمیتوب په غرور او مستۍ کې د خپلي نېکمرغۍ د حجت مهر پرې لګولی دی، اوهمدا حالت يې خپلو اولادونوته په ميراث پري ايښی دی؟
آه! ای زما شوموفکرونو! نور راڅخه لري شئ!…ای لویه خدایه(ج)! زما ګستاخۍ ته عفوه اوماته بخښه وکړه!.. زما په پرتله د هغوی زړونه پاک او فکرونه يې روښانه وه.
هغوی(نیکه ګان) لکه موږ د خپلو عواطفو او احساساتو په اړوند داسي خواراو زبون نه وه، خپلو محبوبانوته يې ډالۍ زموږ تر سوغاتونو ارزښتمني اوقیمتي وې، هغوی د رنګینو جامو پرځای خپلو محبوبو ته د بري هسک او رپانده بیرغونه ډالۍ کول… که چېري يې زموږ د زلمیتوب ګناوي نه وای بخښلي نو دا ګرمي اوتودې ویني يې موږ ته نه راکولې، ای زړه! نور آرام شه!، ته بایدخپل ځان په ډېر پرتم اوښکلا هغې ته ډالۍ کړې. اوس د سهار وړانګو دنیا نیولي ده، د شپې تیاره ورکه شوې ده، ستوري پټ شوې دي، سپوږمۍ راکښته شوې ده، دو وړو شیانو خپل ځای لویو شیانوته خالي کړی دی، ته هم ای زما زړه! پرېږده چې تور فکرونه نابودشي، وړې هیلي له منځه ولاړي شي، ستوري لا روښانه، سپوږمۍ ځلانده او لمر په لویه کچه پرآسمان راهسک شي. پرېږده چې ځان داسي سمبال اومسلح کړم چې کله هم د ډول او سورنا غږ اوشور جګ شي، نو نور سپاهیان زماترڅنګ چمتو وي، زه باید هلته حاضر و اوسم اونور خلک مې ترڅنګ ولاړ وي، هو! کله چې مو یوه هیله له لاسه ورکړه هغه باید بشپړه هېره کړو، او له بلي هیلي سره پیوستون وکړو، خو زړه؛ چې تل د ارزوګانو د لوبو ناوکۍ ده هغه څه چې ډېره خوشحالي ورته راوړي هغه نه خوښوي. زه یوه شېبه هغه فاتح سړی یم چې ټول خلک زما په اړوند اندېښمن دي، ټول سپاهیان زما د نېکمرغۍ له امله حسد اوبخالت کوي، زه پر میړنیو او زړورو ارواحو حکومت کوم، زما د کتلو انداز له هرلوري ستایني، آفرینونه، پیروي اوتسلیمي را جلبوي، او دا حالت ما خوښ ساتي، د ډول اوسورناغږونه زما لپاره د خوښۍ اوقوت پېغام دی.
هغه آوازدی چې زما مغلوبو دښمنانوته د ناهیلۍ، خفګان اوکمزوری روحیه ورکوي، زما د مات شوو اوناکامودښمنانو د آسونو په منځ کې زما د آس غږ اوچت اوسر يې لوړدی، او د اورېدو لپاره يې غوږونه خلاص دي. بله شېبه بیا ځان داسي نوی زلمکی احساسوم چې د زړه چينه مې هره لحظه د عواطفو او احساساتوڅخه ډکه اومالامال ده، پرتم اوښکلامې د کتلو په اندازکې راټول وي، د روح عظمت مې غرونه اودرې ډکوي، کوم د نېکمرغۍ تخیل چې په بيړه زما لوري ته راځي زما زړه په ناڅاپي توګه په خوځنده ټوپونوراولي. هرڅومره چې مې اړتیا زیاتېږي ځان راته لوی ښکاري، د روح الوهیت اوسپېڅلتوب ماته ثبات اواستحکام راکړی دی، د هري تیاري سره چې مخامخ کېږم هغه په رڼا بدلوم، داچې مغلوب او اسیر یم نو ترډېره حده د بري او کامیابۍ څخه ګټه اخلم. هغه وخت یو بریمن او ځواکمن سپاهي وم خو؛ اوس یو زړه بایلونکی عاشق یم، هغه وخت زما جسماني ځواک او نېرو خلک زما پرشا اوخوا راټولول، او اوس مې د روح اړتیا زړه راته تسخیروي، نه پوهیږم دا د ټول هیواد پراختیا ما خوشحاله ساتي او یاداچې وینم د زړه دريڅه مې په وړاندي پرانستل شوې ده، او زما د خوښۍ او سرور سبب دی.
آه! انسان يې څه ډول؛ ډول ځواکونو ته سپارلی دی. ترڅو له هغو سره لوبي وکړي، زړه هرڅه د ځان لپاره غواړي، او خپل ساغر ماته را سپاري چې له میني اومستۍ، عواطفو اوهیلو يې ورته ډک کړم. د خپلي روغتیا په پار هم یو جام واخلم، لکه لیونی د امن او سکون په سر درو کې ونڅم، او خپل غوږونه د ښکلا د اغیزناک غږ انګازو ته وقف کړم، په دې حالت کې ووینم چې د رڼې اوځلیدونکي زٌهرې په غېږاو د ښکلي سپوږمۍ په وړاندي له خپلو آرمانونو پرته نور هرڅه هیر کړم، د ځمکي له اوبو، سمسور اوشنو چمنونو، ونو، غرونو، اولمنو درو، دښتونو او راغونو چې ماته يې خوښي اوژوند بخښلئ دی، قبرونه او تاریخي ابدات چې ننداره يې ما پریشانه خاطروته وړي، اوپه دې قبرونو او لرغونوابدو کې پلرونه، میندي، خویندي او وروڼه د مرګ په خوب ویده دي ددې خاورو له زړه نه زما نېکمرغۍ اوبدمرغۍ، بریاوي اوناکامۍ، لوینه او ماشومتوب په رڼو سترګو ګوري، خو! ما له دې ټولو سترګي تړلي دي اونه يې وینم، کوم بل سپېڅلی ځواک چې د پوهي او درک لپاره يې د دې لویو کایناتو نظام رامنځ ته کړی او په ټینګښت سره پایی، داسي وایي: ته دي خپل ساغر ماته راکړه چې ستالپاره يې درته ډک کړم، اود نورو د روغتیا په ویاړ يې وڅښه! خپل ځان سرښندني او ځان تېریدني ته چمتوکړه، په میړانه سره د نېکمرغۍ په خطرناکه لارکې ګام اوچت کړه، خپل غوږونه د پرتم د عظمت د ډول او سورنا د انګازو شورته وسپاره! اوځان پر لمر باندي حاکم وګڼه، خپل ځان او وینه هېره کړه، او ددې په خاطر خوښ و اوسه چې هغه اوبه او شنه واښه دي وچېدلو ته پرېنښوده، هغه غرونه اورغونه، دښتي اولمني دي د خطرونو له ګواښ څخه وژغورل، هغه زړونه چې په خاوروکې پټ دي خوشحاله يې وساته… ای لویه خدایه(ج)! زه نه پوهېږم چې زما دنده څه ده؟؟؟ ته ماته لارښونه وکړه…آیا داد بشر لویه کمزوري نه ده چې نه شي کولای رښتیني اوتلپاتي خوشبختۍ له غیر حقیقي او آني نېکمرغیو څخه جدا کړي؟
تا ولي دا دوه ډوله خوشبختۍ يو ډول پیداکړي دي اویا داچې بشر ولي تل تېروتنه پکې کوي؟ آیا موږ معذوره نه یو؟ ته ښه پوهېږې چې که وکولای شو وپوهیږو، اوکه چېري مو سترګي ړندي نه وي، که چېري مونږ د فریب اوچم ناوکۍ نه کړي، هيڅ یو به هم دومره ناپوه او احمق نه یو چې تلپاتي حقیقت به قرباني کړو… د بشر زړه تر خپلو پښېمانیو او آرمانونو بل ځواکمن شاهد نه لري، چې تاته يې وړاندي کړي او په هغه دي دی خپله بخښه وغواړي… اوس مسلح شوم… لویه خدایه(ج)! ته مرسته راسره وکړه!
ای مست اوښه! د خپل ټول سینکار او ډول سره سره زما له مخه لري شه! ورځه! ترهغې وني لاندي پرېوځه چې زما اوښکو خړوب کړې ده، تر هغوپورې هلته و اوسه چې زه بېرته راګرځم.
خپل ښکلي جلوې زما د کمزوري زړه د تېرایستلو لپاره مه رالېږه! هغه ورځ به هم راورسېږي چې ستاد جرس خوشحاله کوونکی آواز زما زړه او روح په نڅا راولي، ای زما زورور او زړور آسه! راسه ما هغه ځای ته درسره یوسه چې هلته کولای شم پرتم او بریا ترې را وړم… ای قادرخدایه(ج)! زما سره مرسته وکړه چې د جګړي پرمیدان په بریا سره د عشق ښکلا د آرمانونو په قلبي بریاکې ولمانځم او برم اوپرتم يې ووېشم… تراوسه لا یوبل ساعت هم وخت لرم… هو یوځل بیا باید ولاړشم، هغه بوډا ماته د پلار غوندي مینه راکوي، اوما لکه خپل زوی داسي بریمن او ځواکمن غواړي…
آه! د هغه بوډا زړه یوازي د خپلي ښکلي پېغلي لورله برکته ژوندی دی… دا چې نوموړی زما څخه درېغ نه کوي نو ډاډ اوباورلرم چې زما په حق کې به يې دعا قبلېږي، اوس باید له هغه نه رخصت واخلم، پخواني جنګ ته د تلو په وخت کې د هغه ځوان زوی دده لاس ښکل کړ، خو؛ بیا يې ونه شوه کولای چې خپل ځان په وویني، همداسي په مېړانه يي ځان حق ته وسپارﺉ.
په اوسنۍ جګړې کې داسي څوک نه لري چې په ویاړمنه توګه يې د خدای په امانۍ سره خوشحاله کړي، آیا دا زما دنده نه ده؟
له صحنې څخه بهر کېږي.
د لوړ هنري نثر دا ښکلې بېلګه د استاد پژواک د (دنده) د داستان یوه برخه ده، دلته یو افغان زلمی چې د جنګ ډګرته روان دی له خپل ځان سره په خپل دروني جهان کې دغسي خودي مناقشه کوي، هغه دروني هیجان چې د متناقضو او متضادو حالتونو یو ګډوله ده د استاد د لوړ هنري قوت په مټ داسي تمثیل سوی دی چې د (زلمي) په درون کې د ټولو کیفیتي تلقیناتو څرګندونه کوي، د داستان ددې کرکټر تمثیلي نقش په بشپړ هنري ظرافت بیان سوی دی داسي څه نه دي پاتي چې سړی دي (خو!) پکې ووايي.
زه فکر کوم چې که د یاد داستان دغه زلمی کرکټر په خپله دا حالت بیان کړي نو تر دې به يې په هنري پېرایه کې وړاندي نه شي کړای، ولو که په اصلي او طبیعي حالت کې هم وي، د غوره هنر د غوره والي دغسي خاصیت وي.
استاد پژواک ترډېره بریده د خپلو هنري پنځونو محراق د خپل وطن هست اوبود ټاکلی دی، نوموړی که ( سپین غر، پچیر، اسمار، زرنکا، لمپاکا، بلخ، کندهار، هری، بادغیس، بدخش، آریانا… او یا ملي ویاړونه لکه سپین تمان، میرویس نیکه، احمدشاه بابا، ملاله، ناهید…)، یادوي نو د هنر په ګاڼه کې يې پسولوي زه غواړم ووایم چې استاد پژواک د افغانستان طبیعت چې د لوی هنر یوه برخه ده په خپلو هنري ظرافتونو او ادبي مهارتونو بیا؛ بیا رنګینوي، او خپلو خلکوته يې وړاندي کوي.
زما شعر کې به نوی مضمون نه وي
خوپه خپله ابدي نوی مضمون یم
هوښیاران مې لیونی بولي پژواکه
د مستانوخمخانه کې افلاطون یم
په دې بیتونو کې استاد پژواک د خپلي هنري دنیا دوه متضاد اړخونه بیان کړي دي له یوه اړخه په خپل شعرکې د نوښت د نه شتون خبره کوي اوله بله اړخه د خپل خودداره هنري بغاوت، ځانباورۍ او سرکښه هنري روح یو ښه انځور وړاندي کوي، د لیوني او افلاطون د یو متناقض او پراډوکسي حالت ترسیم هم ترسره کوي.
همداشان استاد پژواک د خپل یو بل شعر په مقطع کې وايي چې: ( بې فنون جنون مې بدایسي پژواکه).
دلته هم د هنري بغاوت سره د هنري جوهر اوماهیت د شتون موضوع په ټینګار او مهم ګڼلو سره مطرح ده.
پایله اولنډیز:
د هستۍ په متنوع رنګارنګیو کې د انسان د نقش رنګ خپل ځانګړی ماهیت، مقام اومراد لري، چاچې دغه رنګین نقش د یو لوړ انساني آرمان د تحقق په موخه تر سره کړی وي هغه د هنري مرتبې او کمالې تجربې خاوند هنرمند دی، له ښه مرغه زموږ د هیواد د هنرپروره خاوري له مشکیني لمني د استاد پژواک په څیر هنرمند شخصیت راهست سوی اوهسک سوی دی، د نورو لویو هنري شخصیتونو په څېر د استاد پژواک هنري احسان د بیا؛ بیا اکرام او احترام وړ دی.
موږ د استاد پژواک مرحوم د هنر پرنړۍ خپل کاواکه مزل ته دوام ورکوو، او لکه د نورو لویو هنري او ادبي شخصیتونو د ګیلې او اعتراض مصداق به نه جوړو چې:
په تدوین د خپل زبان ځکه نادم یم____ چې ونه شوه په محل ګل افشاني
شیدا
د هنرد خاوندانو قدر بویه چې په هنر وسي
که طالع اوهنر دواړه سره کېږدي
زه خوشحال به پکي ونیسم هنر
په دعااودرناوي
همت عمرزوی
منابع:
١_ زوی د افغانستان: د استاد پژواک د خاطرو پښتو ژباړه
٢_ د خلکو کیسې: د استاد پژواک د داستانونو پښتو ژباړه
٣_ جادوګرهنر: پر شعر د استاد اسدالله غضنفر یو شننیز اثر