Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، د پاکستان یوه پوسته یې ویجاړه کړې او په...

دفاع وزارت وايي، د پاکستان یوه پوسته یې ویجاړه کړې او په ترڅ کې یې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې ادعا ناسمه ده

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۳ مه) د افغانستان دفاع وزارت وايي، پرون (پنجشنبې) یې سپین بولدک ته نژدې یوې پاکستانۍ پوستې ته وروسته له هغه سزا ورکړه او له منځه یووړه چې پر افغان لوري یې دزې کولې.

دفاع وزارت په خپله رسمي ایکسپاڼه کې لیکلي د دې عملیاتو له کبله افغان امنیتي ځواکونو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د پاکستان له لوري تبلیغات، چې ګواکي افغان ځواکونو ته په نښته کې مرګ ژوبله اوښتې، دروغ دي.

د پاکستان امنیتي سرچینو بیا ویلي چې د جمعې په ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګلستان په سیمه کې د افغان طالبانو څو غړي د ډزو په تبادله کې وژل شوي او نښته لا هم روانه ده. خو تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

ګلستان، د بلوچستان ایالت یوه ولسوالي ده چې د افغانستان د کندهار او ښورابک ولسوالیو ته څېرمه ده.

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي و چې «مناسب ځواب» به ورکړي. پاکستان ویلي چې د پنجشنبې په سهار یې د افغانستان په خاوره کې پر لس ځایونو بمباري کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...