یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبسافو د نړۍ لومړۍ ښځينه شاعره/ ګل رحمن رحماني

سافو د نړۍ لومړۍ ښځينه شاعره/ ګل رحمن رحماني

  هغې ته خدای تعالی دشاعرۍ دلوړ انعام او الهام ترڅنګ دبې ساري ښکلا شتمني هم ورکړې وه، سافو د خپل عمرپه نولسم پسرلي کې د نوې غوټۍ په څېر وغوړېده او وږمې يې د نړۍ په ټولو بڼونو کې د هوا په څېر خورې شوې او د خلکو ويده ذهنونه يې د خپلو سندرو او شعرونو په زمزمو کې راويښ کړل.

هو! سافو په ٦١٢ زيږديز کال کې د لرغوني يونان دسويس د سکاماندرالېخوس په اشرافي کورنۍ کې وزيږېده او د عمر په ١٩ کلنۍ کې د نړۍ  د کائيناتو ستر خالق د هغې په سر د شاعرۍ تاج کېښود او په دې توګه د دغه نړۍ د لومړۍ ښځينه  شاعرې وياړ ورپه برخه شو؛ خو په همدې نوولس کلنۍ کې چې نوي نوي يې په زړه د شاعرۍ دردونه راغلي وو، د پياګوراس يوناني واکمن لخوا دسياسي توطئو جوړولو په تور د ګنو سياسي مشرانو د تبعيد په ډله کې پورها شار ته وشړل شوه.

سافو له قده لوړه ،کم رنګه ژېړه سپينه په وجود نرۍ ، د جذابيت او لوړ فرهنګ درلودونکې وه، چې د هغه مهال د ښکلا د لوړ معيار هر څه پکې موجود وو او په خلکو کې تر بل هر يوناني شخصيت د ددرناوي وړ او د محبوبيت خاونده وه.

  وايي چې سافو خپله شاعري د موسيقۍ په تال کې پيل کړې او يو مهال يې د موسيقۍ د زده کړې شخصي ښوونځى درلود، ماشومانو ته يې د موسيقۍ زده کړه پيل کړه ، هغه د موسيقۍ پياوړې استاده شوه ، هر وخت به يې ارغواني جامې په تن وې او په پيکي کې به يې رنګا رنګ ګلان ټومبلي وو، د دې څېره يې بې حده زړه راښکونکي کړې وه.

سافو چې کله د يونان د واکمن لخوا تبعيد ته مجبوره شوه، نو د يونان دهغه وخت زلمي شاعر السته هم ورسره يوځاى وشړل شو،السته مصر او سافو سيسل ته لاړه، نو دالسته ژوره مينه لا هم د سافو په مقابل کې پټه وه؛ دوه زړونه او دوې هستۍ په ټکر کې وې،  خو بالاخره السته نيت وکړ ، چې سافو ته خپله مينه اظهار کړي، يوه ورځ يې زړه راغوند کړ او ورته يې وويل

 اې د خوږې  خندا خاوندې! له سره  دې د بنفشه ګلونو تاج لرې کړه، غواړم نن درته څه ووايم، خو له بده مرغه چې د شرم ورېځې مې په سترګو پرده غوړوي.
سافو په موسکا ځواب ورکړ

 که ستا په زړه کې ناپاکه وينا نه وي او غوښتنې دې سپېڅلي وي،نو هيڅکله به د شرم ورېځې ستاپه سترګو پرده ونه غوړوي او خپله غو ښتنه به په خپله خوله په څرګند ډول وويلاى شې.

زړه ماتى السته د هغه د مينې لاس په سر نه شو، د هغه په مينه او ستاينه کې يې بې ساري ښکلي شعرونه وليکل؛ خو د دوى تر منځ د پټې مينې اړېکې کله هم رسوا نه شوې .

د يونان واکمن پياګوراس چې د سافو له پرله پسې بې ساري شهرت نه په وېره کې و، نو په (٥٩١ز) کال کې يې د دوهم ځل لپاره سيسل ته جلاوطنه کړه او له خپل مين شاعر السته سره يې اړېکې د تل له پاره پرې شوې.

د فطرت  د قانون له مخې يې بالاخره د سوداګر اندوروس سره واده وکړ او د واده ثمره يې ښکلې ماشومه کله ايس وه، چې سافو د زړه ټوټه بلله اودسروزرو د ګل خطاب يې ورته کاوه، خو له بده مرغه چې له مېړه سره ژوند يې وفا ونه کړه، مړ شو، مال او پراخه شتمني يې سافو ته پاتې شول.

   پنځه کاله وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنه شوه او د يوې هوښيارې او پياوړې مېرمنې په نوم د خلکو د درناوي وړ وګرځېده، وروسته له دې سافو خپل ورور خاراګسرس سره زياته مينه لرله، خو کله چې خاراګسرس مصر ته لاړ هلته يې په يوې نجلۍ زړه بايلود او واد يې ورسره وکړ.

   دا د سافو لپاره يوه ستره ماتې وه او له دغه رنځه يې د خلاصۍ لپاره د موسيقۍ ښوونځى پرانېست،  په لزيوس کې د موسيقۍ د دغه ښوونځي زده کونکي په هغې دومره ګران وو، چې د مصاحب اصطلاح به يې ورته کاروله، همدلته خپله هم دمينې او درد په ناما وپوهېده ،  په خپل يوه زده کوونکي اتتيس د زړه له کومې مينه شوه؛ خو کله چې هغه په موسيلنه کې له يوې بلې جلۍ سره واده وکړ، نو دغې ماتې د نرانو په مقابل کې د هغې کرکه راوپاروله او په ضد يې اورني شعرونه وليکل او شعر ته يې د لومړۍ ځل لپاره د همجنس سره سوزنده مينه ننوتله .

  شاعرې يې له لوړې نازکخيالۍ، سور، درد او نرانو نه د کرکې له انځورونو نه ډکه شوه ، د شعر په بېلابېلو ډولونو کې يې طبعه وازمويله ، د يونان په تاريخ کې يې نه يوازې نړۍ د لومړۍ ښځينه شاعرې په نوم ځان ثبت کړ،  بلکې ژبې او ادب ته يې په نهو ټوکونو او پنځوسو بېلابېلو شعري بحرونو کې يې ١٢٠٠ شعرونه وړاندې کړل ، چې اوسمهال يې ٦٠٠ شعرونه پاتې دي .

په ١٠٧٣ز کال کې د ګران فل او هونت دکيندلو په پايله کې د سافو د شعرونو ګن تابوتونه راووتل، د دې په اړه دوه نظره موجود دي يو دا چې هغه ډېره فاحشه او بدنامه جلۍ وه، چې دخپل ښوونځي له ټولو زده کوونکو سره يې نامشروع اړېکې ساتلې، بله دا چې ډېره سپېڅلې شاعره وه او د نرانو مخ ليدل يې هم نه خوښول، چې لامل يې د ورور واده له بلې جلۍ سره او د يوه شپونکي سره ژوره مينه او د شپونکي له خوا په سپکو الفاظو د دې د مينې ردول وو.

دغه شپونکى چې په خپل غرني طبيعت يې د سافو شاعرانه فطرت يرغمل کړى و، خايون نوميده.
خايون  په هر محفل او لاره کې د سافو د مينې پيغامونه په بې غورۍ سره ردول او دبې ساري کرکې څرګندولو له لارې يې له ځان لرې شړله ، بالاخره د يوه ساده شپونکي مينې او پر له پسې ناکاميو دې ته مجبوره  کړه ، چې له مرګ پناه وغواړي .ناهيلي او درد يې تر دې ځايه ورسېد، چې  د لوکاس له کمره نه يې لاندې ځان را ګوزار کړ او مړه شوه .دايې هم د شعر یو څو بېلګې :

مرګ له مانه لرې نه دی
هغه لوړله اتلانو
اوزماسترګوکې خدای دی
هغه چې ستاترڅنګ دکښناستوتوان لري
اوستاد غږ له زړه وړونکو زمزمو
ستا دغږله خوږوسندرو
اوشرارتي خنداګانو سره
دزړه درزاګډوي
خپل عاشق ته غوږ ونیسه
که بیادې نا څاپی ووینم
ستاسره به مې دخبروتوان نه وي
ځکه چې ژبه به مې تته وي
اوپه بدن کې به مې دهیجان شغلې خوریږي
اوس
نه دڅه لیدلو توان لرم
نه څه اورېدلی شم
بې دخپلو غوږونو له شرار نه
رنګ مې د وچو پانو په څېر
ورو  ورو رژیږي
په دې وخت کې
مرګ له مانه لرې نه دی

٢
خپل وطن ته راشه

تا هغه ځای لیدلی
نو(کرت )هیرکړه اوهلته راشه
هلته چې زه تاته سترګې په لاریم
هغه ځای چې ستاله پاره سپیڅلی دی
هغه ځای چې دسپلنودانې
ستادناستې په ځای عطرشیندي
اویخ نیولې ویالې
دمڼو دونو په څانګوکې
سندریزمزل وهي
هماغه تاند او سورګلبوټی
په ځمکه سیوری کوي
اونڅاګرې پاڼې یې
د پروانو خوب تښتوي
هلته چې په مرغزارو ځمکوکې
میزري او درګې داسمان په لو ر زورکوي
اوخوږ بوی یې
له پسرلنیوګلونوسره یوځای کیږي
خېژي ورسره پورته هواته
اې ملکې !
اې دقبرس رڼا
زماطلایي جام ډک کړه
دزلال په خوږوشاتو
اوداستاپه پاکه مینه

٣
زما لورکله ایس ته !

زماکله ایسې!

 له مامه پوښته
چې زه څه اغوندم
اوس په خپل سرګرزومه
دکفن سپینه ټوټه چې ګلدوزي ده
بل څه ماسره اوس نشته
چې یې تاته درډالۍ کړم
زمامورهرو خت ویلې
چې زموږپه زمانه کې
دپستو ویښتوله پاسه
یو دسمال ارغواني به
داشرافولوی نشان وو
خو موږبیاهم وو ناپوهه
هغه نجونې چې یې زلفې
دفانوس له رڼايي هم
په څو چنده طلایي وي
کله هم محتاجې نه دي
نمایش اورارایش ته
داښایست دی چې پرې کیږدو
څوتازه غنچې دګلو

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب