پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+د هندي مکتب په اړه له حنیف خلیل سره د طارق وزیر...

د هندي مکتب په اړه له حنیف خلیل سره د طارق وزیر مرکه

د هندي مکتب د ځانګړنو، پس منظر، لارویانو، ماخذونو او مضمون افرینۍ په اړه په دې مرکه کې لوستلی شئ، همدارنګه پر شیدا او استاد پسرلي هم خبرې شوي او دا چې د دغه مکتب ځانګړنې په اروپایي ژبو کې شته او کنه؟ په دې موضوعاتو سربېره د هندي مکتب په اړه نور هم ډېر څۀ لوستلی شئ.

د مرکې میلمه مې د قائد اعظم پوهنتون ډاریکټر ډاکټر حنیف خلیل دی.

طارق وزیر: د هندي مکتب له پېژندنې وړاندې به د سبک پېژندنې ته ورشو، سبک څۀ ته وایي؟

حنیف خلیل: سبک د عربۍ ژبې کلیمه ده او په عربۍ کې سبک دې ته وایي، چې کله کومه اوسپنه ویلي کړای شي، نوي سانچۀ کې واچولی شي او نوی شکل واخلي؛ اصطلاحاً چی لفظونه،تراکیب،تشبیهات،استعارې… راغونډوو،د یو خیال د بیان لپاره یې په کار اچوو، د شعر نوی شکل ټاکو نو دا زموږ د شعر سبک جوړیږي.

د سبک لپاره بله عربي کلیمه اسلوب هم کارول کیږي چې د داسې سلیقې،طرز،روش او طریقې په مانا ده چې په هغې کې ځانګړتیا او انفرادیت وي او اجتماعیت پکې نۀ وي، له دې ځانګړنو یو شاعر پېژندل کیږي.

پخوا به د مومو پر تختو چې کوم نقش و نګار کیدلو نو له شیلي نومي څیز به یې ګټه اخیسته چې يوه تيره څوکه به يې درلوده – دا نوم د سانسکرېټ ؤ او ددې نقش به ځانګړی ؤ، نو همدا لغت په هندۍ ژبه کې د ادب د ښایست دپاره هم وکارېد، چې دا هم د سبک او اسلوب مانا لري.

په انګلیسي کې ورته style وایي چې دا له ادب ورهاخوا د نورو هنرونو د ځانګړتیا لپاره هم استعمالیږي. تر دې چې د ادب او هنرونو نه پرته د نورو شيانو د پاره هم د ځانګړتيا له مخه کارولی شي.

طارق وزیر: د سبک او مکتب توپیر څۀ دی؟

حنیف خلیل: سبک ځانګړی او مکتب اجتماعي وي، سبک ورو،ورو په مکتب بدلیږي.
موږ وویل چې سبک د یو شخص ځانګړي لاره ده چې شاعر یا لیکوال پرې پېژندل کیدای شي.

که چېرې په دې ځانګړي اسلوب کې زړۀ راښکون او زور وي،نو هغه نور خلک هم پیروۍ ته رابولي، کله چې څو کسان یې پیروي وکړي نو سبک په مکتب بدل شي او د یو ځانګړې لاره اجتماعي او د ډېرو پېژندګلو جوړه شي.

مکتب په یو شخص، سیمه او زمانه پورې تړل کیږي.

سبک چې کله اجتماعي شي نو بیا ورته مکتب ویل مناسب دي، مثلاً د هندي سبک اصطلاح عامه ده خو هندي مکتب باید ورته وویل شي ځکه دا سبک د سیمې،جغرافیې او زمانې په لحاظ اجتماعي شوی دی.

هندي سبک ویل هغه وخت مناسب ؤ چې کله چا ایجاد کړی ؤ، ځانګړی او یو شخص پورې مربوط ؤ.

نو باید متوجه شو چې کوم سبکونه چې اجتماعي شوي او ډېرو یې پیروي کړي هغه سبکونه نۀ دي پاتې، بلکې مکتبونه ورته ویل کیږي.

طارق وزیر:عموماً څلور مکتبونه ډېر مشهور دي د څلورو واړو په اړه لنډ معلومات راکړئ! نور به اصلي موضوع (هندي مکتب) ته راشو.

حنیف خلیل: څلور مکتبونه ډېر مشهور دي او د څلورو واړو تخصیص په فارسي شاعرۍ کې شوی دی او له فارسي وروسته په نوره مشرقي شاعري کې دا مکتبونه خوارۀ شوي دي.

۱:په فارسي کې تر ټولو پخوانۍ مکتب عربي مکتب دی، کله چې په ایران د عربو اثرات وشول نو تر ډېره ژبني اثرات ؤ چې د عربو توري فارسۍ ته ورغلل. د عربۍ د تورو او پېژندګلوۍ له وجې یې عربي مکتب بولي.

۲:له عربي مکتب وروسته دوهم مشهور مکتب خراساني مکتب دی،په دې مکتب کې زیاته پاملرنه ساده ژبې ته شي، د دې په خاطر چې د موضوع او محتوا ابلاغ موثر وشي.
ټینګار په ابلاغ ؤ نو ځکه ساده ژبې ته ضرورت ؤ. دغه سبک او بيا مکتب د فارسي غزل له ابتدایي دور سره تعلق لري. رودکي او له هغه وروسته ځینو نورو شاعرانو یې پیروي کوله.

۳: له خراساني وروسته عراقي سبک رامنځته شو، په دې مکتب کې زیاته پاملرنه د موضوع او مفهوم پر ځای تکنیک ته وشوه، چې په غزل کې باید تخیل،استعارې،سمبولونه،تشبیهات،موسیقي او تغزل راشي او هدف یې د شاعر ممتاز ښکاره کیدل ؤ.

جامي،سعدي او حافظ غوندې لویو شاعرانو یې پیروي کړي ده.

حافظ د ښو موضوعاتو لکه اخلاقیات،انساندوستي او تصوف د راوړلو ترڅنګ د غزل تکنیک عروج ته رسولی او دا سبک یې د تقلید قابل کړی.

تر دې وروسته هندي مکتب رامنځته شو چې تاسې یې یادونه کړي چې د مرکې اصلي موضوع ده نو هغه باندې هسې هم تفیصلي خبره راځي.

طارق وزیر: د هندي مکتب په اړه ځینې معتبر ماخذونه راته وښایئ!

حنیف خلیل: څلور ماخذونه به دروښایم چې د هندي مکتب ځانګړنې او پس منظر پکې دی.

لومړۍ د ملک الشعرا بهار فارسي کتاب  (سبک شناسي) دی چې د فارسي شاعرۍ یاد شوي ټول مکتبونه پکې معرفي شوي دي.

دوهم فارسي کتاب (صور خیال در شعر فارسي) دی چې پر هندي مکتب سربېره په نورو مکتبونو هم تبصره شوي چې شفیع کدکني لیکلی دی.

دریم فارسي کتاب (طلا درمس) دی چې دا هم د رضا شفیع کدکني دی، په دې کې هم په ټولو سبکونو ښۀ بحث شوی دی.

څلورم په اردو کې د شیبلي نعماني کتاب هم مهم دی چې (شعر العجم) نومیږي، چې د فارسي ادب او شاعرۍ تاریخ پکې دی. پنځۀ ټوکه دی او وروستي ټوک کې پر هندي سبک تبصره شوي ده.

په پښتو کې هم ځینې اثار شته.

طارق وزیر: اوس به د هندي مکتب پس منظر ته راشو، چې په اړه یې معلومات راکړئ او هغه شرایط هم وښیئ چې د دغه مکتب منځته راتګ لامل شوي دي؟

حنیف خلیل: هندي سبک په لسمه هجري پیړۍ کې رامنځته شوی چې په ایران کې د صفویانو دور ؤ او تر دې مخکې تیموري واکمني وه چې په اواخرو کې یې په شاعرۍ بدلون راتللو خو د صفویانو په راتګ کاملاً د فارسي شاعرۍ روح بدل شو او له دې بدلیدونکي روح سره هندي سبک مخې ته راغلو.

د وخت سیاسي شرایط داسې وو چې انتشار او ذهني پریشانۍ خورې وې،  نو شاعران د ذهني ارامۍ او سکون په لټون وو چې له دغو ګډویو فرار ورته په برخه شي، نو ځکه یې فلسفې،کایناتي مشاهدې او د غزل تکنیک ته زیاته توجه وکړه.

دوهم لامل دا ؤ چې ايران کښې د شاعرانو قدرداني کمه شوه، هغه اکرامونه او عزت چې تر دې مخکې د شاعرانو په برخه وو بیخي کم شول، نو شاعرانو هند ته مخه کړه ځکه هند کې مغل حاکم وو، چې د شاعرانو قدر یې کاوه. مغل خپله لیکوال،شاعران او د ښکلو هنرونو مینوال وو.

د هند اب هوا،موسم او حلات ډېر زرخېز ؤ چې ذهنونه به پکې تازه وو، ځکه شاعرانو کایناتي او ژورې مشاهدې،تازه مضامینو او د ادب مطالعې ته توجه وکړه.
بل لامل دا ؤ چې کله له ایران شاعران هند ته ولاړل نو هلته نور نازکخیال شاعران موجود وو.

یو بل مهمه خبره چې محقیقینو را اخیستي ده، په فارسي کې د مولانا،حافظ او سعدي شاعرۍ پر عوامو دومره  پخه قبضه وه چې د هغوی څخه نوي رنګ شاعري نۀ کیدله.
تر حافظ لوی شاعر نۀ ؤ نو تازه ګویي نۀ وه چې دغسې پر غزل جمود راغی.

د غزل جمود ماتول پکار ؤ چې څۀ وخت خاموشي هم راغله خو وروسته تازه ګویي پیل شوه او هڅه دا وه چې تر پخوانو بدله او نوي رنګ کې شاعري وشي چې هندي سبک رامنځته شو.

طارق وزیر: د هندي مکتب تعریف څۀ دی او هغه مهمې ځانګړنې چې موږ پرې هندي مکتب پېژندلی شو کومې دي؟

حنیف خلیل: په هندي سبک کې بینادي خبره تازه ګویي او د بیان نوی انداز خپلول ؤ.
د بیان نوی انداز په نوو تشبیهاتو،نوو استعارو،سمبولونو او ترکیبونو خپلول پکار ؤ، چې د فارسي شاعرۍ روایت باید بدل کړي.

نوي کایناتي مشاهده هم لازمه بلل کیده.

دوهمه خبره پکې دا وه چې خبره باید ساده او اسانه نۀ وي، ځینې شاعران فقط د مضمون د رسولو هڅه کوي، خو دوی وغوښتل چې نوي خبره دې په جدید او پیچلي انداز کې وړاندې کړی شي،یعنې خبره دې په غوټو کې وي چې د پوهیدو لپاره باید غوټې پرانیستل شي چې د خوند اخیستلو سبب ګرځي؛ د دوی مشکل پسندي فقط په لفظونو کې نۀ وه مشکل پسندي په تکنیک کې هم وه. دا مشکل پسندي په ابهام نوي صنعت بدله شوه یعنې یو څۀ داسې پرېښودل چې لوستونکی په غور کولو مجبور کړي ابهام بلل کیږي.

د مشکل پسندي لپاره به یې د فلکیاتو خبرې،د جغرافیې د مختلفو اړخونو خبرې او د جغرافیې له علم شعري اصطلاحات را اخیستل، ساینسي شعور او فلسفیانه انداز خپلول د شعر برخه شوه او شعر یې مشکل کړ.

بله مهمه ځانګړتیا پکې مثالیه اسلوب (مدعاالمثل) وه، دوی به په یوه مسره کې ادعا کوله او بله کې به یې د ادعا د اثبات لپاره دلیل راوړلو.

حس امیزي هم پکې مهمه وه، کله چې په انساني حواسو کې د یو حس دنده بل ته ورکړل شي دې ته حس امیزي وایي؛ لکه سترګې لیدل کوي خو که ووایو چې سترګې ویل کوي نو دا حس امیزي ده.

بله خاصه یې تخیل امیزي وه، یعنې د لفظونو له لارې د تصویرونو جوړولو ته وایي. د خیال کولو په مرسته د نوي خیال سازول په هندي سبک کې مهم شی ؤ. نوی خیال مطلب نوی تصویر جوړول ؤ چې فارسي شاعرانو به ورته محاکات ویل،محاکات هم د تخیل په زور د نوي تصویر سازولو ته وایي. دوی به په دې کې مبالغه کوله، تر دوی وړاندې شاعرۍ کې د تخيل په نسبت په فکر يا تفکر تمرکز ؤ،نو فکر کې مبالغه کمه وي،فکر ژور او خیال لوړ وي،په فکر کې مبالغه نۀ وي او په خیال کې مبالغه وي،د خیال په مرسته جوړ شوي تصویرونو ښکلا او خوند پیدا کوي.

بل دوی ځانګړي او نوي سمبولونه راوړل، لکه (شمع) چې یو سمبول دی چې فارسي او پښتو شاعرانو په ګڼو ماناوو کې استعمال کړی دی، (حباب) بل علامت دی په مختلفو مختلفو ماناوو کارول شوی خصوصاً کاظم خان شیدا په ډېرو ماناوو راوړی دی، (موج) یو بل سمبول دی ګڼ مفهومونه یې لرل،(ګرداب) هم استعمالیدۀ یا (ګرد باد) چې موږ ورته د پیریانو ډولۍ وایو په زیاتو ماناوو راغلو،چې دا نوي سمبولونو د هندي سبک پېژندګلو باندې بدل شول.

نو پورته څومره ځانګړنې مو چې بیان کړې دا چې به د کوم شاعر شعر کې وې نو هغه یې د هندي سبک لرونکی بالۀ.

طارق وزیر: هغه لومړنی شاعر چې دا ځانګړنې ددۀ په شعر کې وې یا د دې مکتب بنسټګر یې بولو، څوک دی او د دې مکتب په فارسي کې پیروان څوک ؤ؟

حنیف خلیل: د دې مکتب بنسټګر د فارسي شاعر بابا فغاني دی،چې صفوي دور ته نږدې تېر شوی.

په فارسي کې بابا فغاني،صائب تبریزي،شوکت بخارایي،طالب املي،میرزا بیدل دهلوي او ځینې نور د دې مکتب لوی شاعران دي.

طارق وزیر: څۀ فکر کوئ چې په پښتو کې د هندي مکتب لوی او په ټوله مانا له ځانګړنو برخمن شاعر څوک دی؟

حنیف خلیل: پښتو کې یې لومړنی شاعر حمید بابا دی، که څۀ هم د رحمان بابا ځینو شعرونو کې هم د هندي مکتب ځانګړنې موندلی شو خو رحمان بابا مشکل پسند نۀ ؤ او د عراقي سبک پیرو ؤ.

ځینې نور شاعران هم شته چې ځینې ځانګړنې یې په شعرونو کې شته خو په ټوله مانا د هندي مکتب شاعران نۀ دي لکه: علي خان،کامګار خټک،بیدل هشنغری،خواجه محمد بنګش،حنان بارکزی،پیرمحمد کاکړ او شمس الدین کاکړ.

زما سکوټه رایه داده چې په پښتو کې د هندي مکتب شاعر ایکي یو دی او هغه کاظم خان شیدا دی،په دې نورو نومونو یې اغېزې شته خو دوی نۀ د هند ادبي ماحول لیدلی دی،نۀ یې د هند په اب و هوا کې شاعري کړي ده،د هند د زرخېزې ځمکې اثرات یې هم نۀ دي اخیستي، او نه يې د هند د حاکمانو له خوا د شاعرانو قدرداني ليدلې ده چې ورسره نور تشويق شوي واې – دوی فقط په خپل وطن کې د هندي مکتب ځانګړنې مطالعه او خپل شعر کې ګډې کړي دي.

نو تکرارً وایم چې پښتو کې د هندي مکتب شاعر فقط کاظم خان شیدا دی او دا نورو کې یې فقط ځینې ځانګړنې دي.

په فکري ژور والي او تخیلي لوړوالي کې بلکل سیال نۀ لري.

طارق وزیر: تاسې وویل په پښتو یوازینی شاعر شیدا دی چې د هندي مکتب شاعر دی، یوه پوښتنه دا ده چې د هندي مکتب د پیروۍ لپاره په هند کې اوسیدل لازمي دي؟

بل د ځانګړنو په لحاظ استاد صدیق پسرلی هغه شاعر دی چې ستاسې ټولې بیان کړي ځانګړنې ددۀ په شعر کې په پراخه پیمانه موندلی شو.

مثلاً: له مدعالمثل یې شاعري ډکه ده او ټول مثالونه یې خپل دي:

مه کوه پسرلیه له تقلیده د عروج تمه
وګوره سایې ته که د غرونو هم وي پسته ځي

حس امیزي هم پکې پریمانه ده:

اخر یې عشق دومره حساس کړمه چې ناز یې اورم
که په حیا یې رنګ هم الوځي پرواز یې اورم

د شمع سربېره پریمانه سمبولونه پکې شته،پاراډوکس لري.
کایناتي مشاهدې یې کړي او خپلې تجربې یې شعر کړي دي.

طارق وزیر: مهمه خبره دا ده چې دا ځانګړنې خال خال هم نۀ دي بلکې تقریباً هر بیت کې یې یوه نۀ یوه ځانګړنه موندلی شو، نو فکر نۀ کوئ چې له شیدا سربېره استاد پسرلی هم د دې مکتب لوی شاعر دی؟

حنیف خلیل: کله چې دا سبک منځته راتلو نو هغه وخت کې لوی غوښتنه په هند کې اوسیدل ؤ، وجه یې دا وه چې د هند دوه قسمه اغېزې وې: یو د هند د موسم،ماحول،د ځمکې زرخېزي،جغرافیې او د طبیعي حالاتو تاثیرات ؤ چې ذهنونه به پکې زرخېز ؤ  او د هندي سبک باریکۍ او فني نزاکتونه د شاعرۍ برخه شوه.

دویمه اغېزه د ټولنیز ماحول وه،چې هند بدل شرایط لرل حکمرانانو به شاعرانو ته روزنه او مراعات ورکاوه او ماحول یې ورته جوړواه.

دا د لومړي دور خبرې وې خو ضرور نۀ ده چې نور دا سبک ختم شو بلکې سبک په مکتب بدل شو او هر څوک چې غواړي په هر دور او هر ځای کې یې پیروي کولی شي.
اوس وخت کې حتی د حمزه بابا په شعر کې هم ځینې ځانګړنې لیدلی شو خو په هغه پیلچتیا نۀ دي راغلي چې څنګه شیدا راوړي، دی هم له شیدا متاثر دی.

د پوښتنې دوهمې برخې ته به راشم.

په اوسني دور کې که په کامله توګه له پوره پیچلتیا سره د هندي سبک ځانګړنې په چا کې وینو، هغه استاد پسرلی دی.

استاد پسرلي د هندي سبک ټول شاعران ډېر ژور لوستي لکه:طالب املي،غني کشمیري، بیدل دهلوي، کلیم کاشاني…

د پسرلي صیب مزاج هم ورته جوړ ؤ چې دۀ دا ځانګړنې خوښولې.

بل پسرلي صیب په پښتو کې کاظم خان شیدا هم ډېر دقیق لوستی دی.

نو په نن دور کې د هندي سبک د ځانکړتیاوو لیدنه تر ټولو ډېره په پسرلي صیب کې کیږي.

نن هم د هندي مکتب پیروي کیدلی شي چې اوس یې هم ځینې شاعران کوي.
که لومړي دور ته ځو نو هلته د جغرافیې،حکمرانې طبقې او سیاسي حالاتو ژور اثر ؤ چې اوس وخت کې د هغو اثراتو د اغېزې ضرورت نۀ شته.

زموږ مخې ته د هندي مکتب شاعران پراتۀ دي چې ټول ټکنیکونه يې خپلولی شو لکه پسرلي صیب چې خپل کړي دي.

نو ویلی شو چې په پښتو کې د هندي سبک په کلاسیک کې لوی پیرو شیدا او معاصره شاعرۍ کې یې لوی پیرو استاد پسرلی دی.

شیدا خو د هند په خاوره کې ژوند کاوه او هماغه وخت دا سبک غوړیدلو،خو پسرلي صیب په پښتنه خاوره ټول تاریخي پس منظر،شعري ټکنیک او ټول نزاکتونه مطالعه کړي او ترې متاثر دی.

طارق وزیر: دا ځانګړنې له پښتو او فارسي ورهاخوا د نورو ژبو خاصتاً انګریزي شاعرۍ کې هم شته؟

حنیف خلیل: په انګریزي شاعرۍ کې نۀ شته، وجه داده چې دغه سبک خصوصاً د غزل لپاره دی او انګریزي کې غزل نۀ شته.

په انګریزي کې نظم لیکل کیږي او په غربي شاعرۍ کې د شرقي شاعري غوندې فني تکنیک نۀ شته، نۀ یوازې انګلیسي بلکې فرېنچ،جرمن او نۀ نورو کې دا تکنیک شته ځکه هغوی سره غزل نۀ شته.

په انګریزي شاعرۍ کښې تمرکز په مضمون او مانا دی که څۀ هم د انګریزي د مزاج مطابق تکنیک لري خو له شرقي شاعرۍ بلکل بدل دی.

نور انګریزي کې نازخیالي نۀ شته او کاملاً بدله ده.

طارق وزیر: د یو سبک پیروي او شاعر په سبک پورې تړل کیدل ددۀ مقام ته زیان نۀ رسوي؟ ځکه دلته یې ممکن نوښت تر پوښتنې لاندې راشي.

حنیف خلیل: دا خبره دې سمه ده، خو ما په ړومبو خبرو کې وویل چې سبک بېل او مکتب بېل څیز دی،سبک ځانګړی او مکتب اجتماعي وي.

که چېرې یو شاعر فقط د یو بل شاعر پیروي کوي نو خپل شناخت یې ختمیږي او فن ته یې تاوان رسیږي.

خو که شاعر د یو مکتب پیروي کوي چې مکتب یو اجتماعي رجحان دی،نو هغه په شخص پورې نۀ وي تړلی؛ په همغه مکتب کې نوښت کوي نوي استعارې،نوي ترکیبونه…. پیدا کوي.

نو شاعر باید په مکتب کې دننه هم ځانګړی وي، که څۀ هم باریکۍ او فني نزاکتونه هماغه وي خو سمبولونه،ترکیبونه،استعارې،صنعتونه،تشبیهات… یې خپل او جدید وي.
نو لنډه دا چې د شخصي سبک پیروي زیان لري خو د مکتب پیروي هم شناخت ورکوي او هم شاعر خپل فني نزاکتونه برقرار ساتلی شي.

طارق وزیر: د یو سبک پیروي اسانه ده خو خپل سبک او خپله لار پیدا کول سخت دي، نو فکر نۀ کوئ چې ښۀ شاعر ځانګړی او بېل رنګ لري؟

حنیف خلیل: د یو شخص د سبک پیروي اسانه ده او کوم لوی کار نۀ دی، خپله لار پیدا کول ګران او مشکل تمامیږي.

د یو مکتب پیروي کومه بده خبره نۀ ده خو مکتب کې دننه خپله ځانګړتیاد خپل فن او تکنیک په بنیاد قایمه ساتل ضروري دي؛ په داسې حال کې به یو شاعر ته د مکتب پیرو وایو خو د سبک پیرو یې نۀ بولو؛ ځکه د سبک پیروي د یو شخص کیږي خو د مکتب اطاعت د یو پوره فکر او اندازِ بیان کیږي.

نو د سبک پیروي يعنې د يو شخص پيروي نقصاني او د مکتب پیروي مشکل نۀ لري.

طارق وزیر:مضمون افریني څۀ ته وایي؟او د هندي مکتب د شاعرانو لپاره څومره مهمه ده؟

حنیف خلیل: کله چې له لفظونو ډېرې ماناوې اخلو دا مانا افریني ده او دا د دې سبک د شاعرانو کار دی.

کله چې په یو شعر کې داسې خیال راوړو چې د یو مضمون سربېره ضمناً بل مضمون هم بیان کړي،یا تر دې ډېر بیان کړي، نو دې ته مضمون افریني وایو.

کمال یې دادی چې داسې کلیمې پکې راوړل کیږي چې مضمون هم بدل کړي او ماناوې ډېرې کړي؛ دا د هندي مکتب د شاعرانو یو فني نزاکت دی.

د کاظم خان شیدا  بیتونه درته وایم.
رنګیني یې د اشعار تر حنا زېب کا
د شیدا دیوان په لاس واخلئ خوبانو

اوس مضمون دا دی چې خوبانو ته دا ویل غواړي چې تاسې لاسونه د نکریزو پر ځای د شیدا پر دیوان رنګین کړئ ځکه د شیدا دیوان تر حنا رنګین دی، دا یو مضمون شو.

بل مضمون چې اصلي یې هم بللی شو دادی چې تاسې د لاسونو رنګیني غواړئ خو د ذهنونو رنګیني مو نۀ خوښیږي، د لاسونو له رنګینۍ د ذهن رنګیني مهم ده او ذهنونه د شیدا د دیوان په را اخیستلو رنګینولی شئ.

یو بل بیت درته وایم:

د اسمان په شانې تېز د فتنو تېغ کا
صبح و شام ګرځي ښکاره په سرو منګولو

دلته شاعر دا ویل غواړي چې محبوب یې په سرو ښکلو منګولو او ناز او ادا داسې خلک قتلوي لکه څوک چې په توره قتل کوي او په تیرۀ توره اسمان هم فتنې کوي-

اوس مضمون افرینۍ ته سوچ وکړئ! منګلولې رانغاړل د جنګ او وژنې نښه ده،منګولې د تورې په شان اوږدې وي،کله چې منګولې په نکریزو سرې شوي وي نو دا مانا هم ورکوي چې توره په وینو سره ده. نو دا چې د ښکاره ګرځیدلو خبره کوي خبره د ښکاره قتل ده او محبوب هم ښکاره ګرځي.

بل مضمون دادی چې صبح و شام تورې یې یادې کړي او اسمان هم ذکر شوی، نو سهر او ماښام په اسمان یو ډول منظر وي.

سهار چې لمر له غر نه څیره وهي،نو اول راتاو شان لکيره راښکاره شي،چې د تورې غوندې تیره کرښه ښکاري او دغه وخت رڼا او شغلې هم سرې وي. مضمون دادی چې لمر د تورې غوندې کرښه ده،نو چې سره کرښه ده قتل هم توره سره کوي.

کله چې لمر ولویږي یوه نرۍ سره لکي پاتې شي،نو دا بیا د یوې سرې شوې تورې شکل پېش کوي، نو دا منظر سهر او ماښام وي ځکه شیدا ویلي چې صبح و شام ګرځي ښکاره په سرو منګولو

اسمان ځکه ورسره یادوي چې سهار او ماښام پکې د سرې تورې شکل جوړیږي او محبوب صبح و شام لېچې رانغاړي او قتلونه پرې کوي.

اوس غور وکړئ چې په یو بیت کې څومره مضمونونه راجمع شوي او لفظونه مختلفې ماناوې ورکوي. مثلاً د لمر سرې کرښې ته توره ویل،لېچو ته توره ویل،بربنډې لېچې له تیکې د راویستې تورې سره تشبیه کول،د سهر او ماښام د منظر ورسره بیانول دا هغه مضامین دي چې په دوو مسرو کې شیدا بیان کړي او دا مضمون افریني ده او له لفظونو جدا جدا ماناوې را ایستل مانا افریني ده.

نو مضمون او مانا افرینۍ د هندي سبک شاعرانو په لویه پیمانه د خپل شعر د ښایست لپاره راوړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب