دغسې موسکا نن سبا یوازې د غاښونو د کریم په اعلاناتو کې لیدلی شو. د شیرین کاکا په مخ کې به تر ټولو ډېر د سړي غاښونو ته پام کېدل، وجه يې خپله خندا وه. د دې خندا لامل یې طبیعي نه وو، دې وروستیو کې يې د ډیل کارنیګي کتاب لوستی وو.
کتابخانه نه وه، د کوم بدمعاش رئیس کتابتون وو. د دنیا له ګوټ ګوټ نه یې یوازې هغه کتابونه را ټول کړي وو چې یوازې د ده خوښېدل او یا هغه کتابونه وو چې دی پوره باوري وو، چې په بازار کې يې نه تقاضا شته، نه پوښتنه.
یوه ورځ له خپل ډېره موده وروسته لیدلي ملګري، غالب سره د شیرین کاکا کتابخانې ته ورغلم. غالب چې کتابخانه کې یوازې د خپلې خوښې خلاف کتابونه په ډېره سلیقه ترتیب شوي ولیدل، نو اول خو يې په خپلو عینکو باور را نهغی، بیا يې په خپله ځانګړې غاړه کې شیرین کاکا ته وویل، «اشنا، یو څو کتابونه به دې د عوامو د خوښې هم ایښي وو، دا مشتري بېچاره به له کتابخانې داسې نه ته، لکه سکندر چې له دنیا ولاړ… دواړه تش لاس!»
خو شیرین کاکا په زغرده وویل، «موږ یوازې معیاري کتابونه خرڅوو.»
غالب وویل، «او دا معیار څه شی دی؟»
ویې ویل، واوره ملګریه! زما یو ډېر نږدې همسایه دی. پروفیسر قاضي عبدالقدوس. څلرویشت ساعته کتابونو کې اخته وي. نو ما چې دغه کتابخانه جوړوله، له قاضي مبارک نه مې د هغه د خوښې د کتابونو فهرست ولیکه. هماغه کتابونه مې پرېښودل، نور ټول کتابونه مې واخیستل او خپله کتابخانه مې پرې سینګار کړه. اوس دې له دې نه غوره انتخاب څوک راته وښيي.»
بیا يې د تجارانو په انداز کې وویل، «زموږ کتابونه د پښتو ادب شان دی.»
کاکا شیرین نادر انسان وو، د هر کتاب، هر لیکوال په برخه کې يې خپله رایه لرله. ډېری وختونه به يې مشتري له یوه کتاب اخیستو په دې وجه منع کړ، چې خدای مه کړه، هغه کتاب سره به يې ادبي ذوق خراب شي. که به کوم خریدار عادي کتاب وغوښته، نو ځواب کې به يې ورته ویل، «له دې ځایه دوه کوڅې پرېږده، بیا ښي لاس ته تاو شه. په هغه بل کونج کې د بنګړیو دوکان ته نږدې پوستي بکس دی. هغه ته مخامخ یو لوړ دوکان دی. د ماشومانو کتابونه همالته پیدا کېږي.»
یوه کیسه مې تر اوسه یاد ده. د پکتیا پوهنتون ادبپوهنځي محصل ورته راغلی وو، د کاظم خان شیدا دیوان يې ترې غوښتی وو. محصل چې خپلې لیلیې ته راغی، لاس کې يې د بایزید روښان خیرالبیان نیولی وو!
یو ځل مې ورته وویل، چې د غني خان کلیات ولې نه ساتې؟ ویل يې دوه نه یو ځای کېدونکي شیان يې یو ځای کړي، ملا او لیلا! بیا مې یو مشهور پوهاند ورته یاد کړ، خو کوم ځای کې يې د پوهاند صاحب له خولې مزاج شریف، په مِجاز شریف اورېدلي وو، نور يې د هغه کتابونه د خپلې کتابخانې شایانِ شان نه ګڼل.
د یوه مشهور شاعر شعري ټولګې يې په دې نه وې ایښې، چې د خوشحال خان یو بیت يې غلط ویلی وو. په ځواب کې شاعر ورته ویلي وو، چې د قرآن او حدیث ټکی خو نه ده. ده د کتابونو بېرته وړلو کرایه هم له جېبه ورکړې وه.
ځینې کتابونه به يې د دې لپاره نه چې خوښ يې نه دي یا یې له لیکوال سره ذاتي اختلاف دی، بلکې د دې لپاره به يې ایښودل چې ډېر زیات به يې خوښ وو او بویولو به يې عجب روحاني خوند محسوساوه. خو ټوله هڅه به يې دا وه، چې څوک يې د پېرلو غلطي ونه کړي. د خپلې خوښې او ناخوښې ترمنځ د کشمکش پایله یې دا وه، چې «کتب از جا نه جنبد!»
دا ټول درته د خپلو سترګو حال وایم، د اشرف مفتون «سکونډاری» په میاشتو، میاشتو ورسره پروت وو. غالب به ویل، چې د ده مثال هغه کمبخته قصاب غوندې دی، چې پسونو سره په عاشقي اوښتی وي.
له مطالعې سره یې دومره مینه وه، چې تر ننه پورې یې یو کتاب هم پوره نه دی لوستی. غالب به دا خبره په دې ټکو کې کوله، چې عشقي او جاسوسي ناولونه به يې له پایه را لوستل، تر څو د هیروین په انجام او د قاتل په نوم سمدستي پوه شي. (د شیرین کاکا په وینا، معیاري ناول هغه دی، چې له پایه تر پیله، یانې سرچپه هم هماغومره دلچسپه وي.»
د ټول کتاب یو دوه پانې له منځ منځ څخه اړول راړول، او بیا خپل وروستی نظر څرګندول يې د چپ لاس کار وو. کله نا کله به يې د کتاب د فونټ او سایز له مخې هم ټول کتاب په دوو ټکو کې خلاصه کړ. زما یادېږي، یو ځل يې د یوه کتاب کاغذ او سیاهي بوی کړه، او نه یوازې له لوستو، بلکې دوکان کې له ایښودو يې هم انکار وکړ.
د خپلې قیافه پوهنې په برخه کې د خپل کمال تذکره يې یوه ورځ په دې ډول وکړه، چې د سړي تګ ووینم، پوهېږم، چې کوم ډول کتابونه لولي. یو ځل یې د دوکان له مخې یوه پېغله تېرېده، چې د سر له وېښتو د پښو تر نوکانو پورې سینګار، سینګار وه، په وېښتانو یې د ټیکري په نوم یو نری پړونی اچولی وو او قدم قدم سره يې د بدن هرې برخې ته توجه اوښته. ما په ټوکه کې ورته وویل، چې دا نجلۍ کوم ډول کتابونه مطالعه کوي؟
ویل يې لېونیه! دا خو پخپله یو کتاب دی. د شهادت په ګوته يې د سرک بلې غاړې ته ولاړو «لوستونکو» ته اشاره وکړه، چې په ډېر شدت سره يې د نجلۍ د بدن د مضامینو مطالعه کوله!
کامیاب کتابخانه چلوونکی هماغه دی، چې یوازې د کتاب نوم او نرخ ور معلوم وي. خو شیرین کاکا د خپلې نیمکله مطالعې له برکته ځان دې ته حد رسولی وو، چې یو کتاب يې هم پلور ته نه پرېښوده. د زیاترو کتابونو پاڼې د سپي د غوږونو غوندې ور تاو شوې او د زیاترو پاڼو کیفیت داسې وو چې
ښکاري چې لښکرې پرې راغلې دي
یوه ورځ يې د یوه لوی اسلامي ناول نچوړ په ډېر زېر او زبر سره ویل، نو غالب په منځ کې ور ولوېده، «که خلک شیریني پز وویني چې خپله شیریني څکي، نو هېڅ کله به شیریني وا نه خلي او یو ته یې چې د هر سړي او نه سړي په مخکې د کتابونو په اړه رایې غږوې.»
بس د تقریر موقع په لاسه ورغله، «ګوره وروره! کتاب پلورنه یو علم دی! دلته خو نیمه جاهل هم کتابونه لیکلی شي، خو د پلور لپاره يې باید معلومات ولرې. کټ مټ همداسې چې یو ړوند رانجه خو جوړولی شي، مګر په بازار کې يې خرڅولی خو نه شي.
مثلاً همدا پرون یوه ځوانه پېغله راغله. ښه په غوښه پټه، په ښکلا سمباله. ویل يې یو ناول راکړه. ما داسې ناول ورکړ، چې د سړي خوبونه يې تښتول. ویل يې نه، داسې ناول راکړه، چې لوستو سره يې خوب راشي. ښه اوس يې پوره کړه. خیر همداسې یو ناول مې ورکړ، چې په لوستو سره پرکالي پرې راشي او ارګمي يې ونیسي. خو نه، هغه يې هم نه وو پکار. اصل کې د زرغونې دوتنې کتاب يې پکار وو، چې د اطاق له شنو پردو سره يې سر وخوري.»
شیرین کاکا به ډېری کتابونه په قرض هم ورکول. په دوکان کې يې د «نن نغد، سبا پور» یوه نه، درې څلور لوحې ځوړندې وې. بیا دا چې په قرض ورکولو يې هم زړه نه سړېده، بعضي وختونه به يې مشتري ته نغدې پیسې قرض ورکړې، مشتري به د څنګ له دوکانه کتاب په نغدو وپېره. شیرین کاکا زما ملګری وو، خوا مې ورته بدېده، له دې کار مې منع کړ. خو له ډېرو زیاتو توصیو او نصیحتونو وروسته يې دومره اثر ورباندې وکړ، چې نور به يې کتاب په پور نه ورکاوه، په ډالۍ کې به يې ورکړ. ویل به يې چې پیسې مې هسې هم غرقېږي، نو له دې ثوابه ولې ځان بې برخې کړم؟»
نه پوهېږم، شیرین کاکا به اوس ژوندی وي، یا نه؟!
ماخوذ از خاکم بدهن، مشتاق احمد یوسفي
ازاده ژباړه: رحمت شاه فراز
ډیر په زړه پورې مطلب کور مو اباد