یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهمودي: پاکستان له تاریخه زده کړه نه ده کړې

مودي: پاکستان له تاریخه زده کړه نه ده کړې

تاند ( شنبه، د اسد ۶ مه) د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي د کارګل په غرونو کې د جنګ د ۲۵ مې کلیزې په مناسبت وینا کې ویلي، چې پاکستان له تاریخ نه زده کړه نه ده کړې.

مودي پاکستان یو ځل بیا له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، چې دغه هېواد له تاریخ نه زده کړه نه ده کړې.

د ده په وینا، پاکستان له دې لارې غواړي ځان پیاوړی کړي.

هندوستان بیا- بیا پاکستان په ورته تورونو تورن کړی، خو دغه هېواد یاد شوي تورونه رد کړي.

افغان شنونکي او وخت پر وخت حکومتونو هم پاکستان په ورته تورونو تورن کړی او په دې اړه یې اسناد او شواهد هم وړاندې کړي.

1 COMMENT

  1. مودی ګله مونږ ته باټي مه راکوه. په غومبر نه کیږي، راکټونه پرې ایله کړه چې، دی افغانانو زړونه یخ او د هیبتې ځناورو زړونه وچوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب