Homeخبرونهیوې هندۍ نجلۍ د ۶۰ ورځو د خوب سیالي وګټله

یوې هندۍ نجلۍ د ۶۰ ورځو د خوب سیالي وګټله

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۹ مه) د هند د ممبۍ ښار اوسېدونکې جینیا چټرجي د خوب په یوه ځانګړې سیالۍ کې تر ۶۰ ورځو ګډون وروسته ۹ لکه او ۶۳ زره او ۴۰۰ هندي روپۍ نغده جایزه او یو وړیا سیاحتي سفر وګاټه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، دغه دوه میاشتنۍ سیالي د «وېک‌فټ» په نوم د کورنیو توکو جوړولو شرکت له خوا جوړه شوې وه. د هند له بېلابېلو سیمو څخه تر ۲۰۰ زرو ډېرو کسانو د ګډون غوښتنلیکونه سپارلي وو، خو له څو پړاوونو او مرکو وروسته یوازې ۱۰ کسان غوره شول.

ګډونوال اړ وو چې په منظم ډول ویده شي، د خوب ټاکلی مهالوېش وساتي او هره اوونۍ په بېلابېلو تفریحي فعالیتونو کې برخه واخلي. د هغوی ورځنۍ کړنې ارزول کېدې او د نومرو له مخې یې درجه‌بندي کېدله.

ګډونوالو ته ځینې په زړه پورې دندې هم سپارل شوې وې؛ لکه د فلمونو د مشهورو صحنو په خوب کې د لوبولو په څېر بیا تمثیلول، د یوې اوونۍ د خوب عادتونه ارزول او د خبرو پر مهال د چا له پام پرته لس ځله د «کمبلې» یا «بالښت» کلمې کارول. تر ټولو ښه ګډونوال ته به د اوونۍ د غوره خوب کوونکي لقب ورکول کېده.

په وروستي پړاو کې ګډونوال له دوو لویو ننګونو سره مخ شول. په وروستۍ ازموینه کې هر یوه یوه شپه په خپله خوښه جوړ شوي چاپېریال کې تېره کړه او د خوب د نومرو له مخې ګټونکې وټاکل شوه.

په دې توګه، جینیا چټرجي د هند د خوب سیالۍ اتله شوه او د نغدي جایزې ترڅنګ یې د شرکت له خوا د سیاحتي سفر ټکټ هم ترلاسه کړ.

د هندي رسنیو پر اساس، دا سیالي لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې جوړه شوې وه. په لومړیو څلورو پړاوونو کې تر یو میلیون ډېرو کسانو د ګډون غوښتنلیکونه سپارلي وو او ۶۵ ګډونوالو ته هر یوه ته یو لک هندي روپۍ جایزه هم ورکړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اګاتا کریسټي؛ هغه لیکواله چې د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په کیسو کې پټه نړۍ لرله

تاند (دوشنبه، د لړم/ عقرب ۱۷ مه) مشهوره بریتانیايي لیکواله او د هرکول پوآرو او مېرمن مارپل په څېر د مشهورو پولیسي کیسو پنځوونکې،...