چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی| همت عمرزی

د پښتو ادب د راغ اوباغ بې خزانه پسرلی| همت عمرزی

پر ادبیاتو خبري:
د ادبي دنیا د معنوي خاصیت او دروني ماهیت په اساس، ژوند ته کتل او په هکله يې ژور ليدلوری، د خالصانه انساني عواطفو او مینه ګرو هیلو په لوراندو ولولو ورټول او معطوف وي، دلته د سپېڅلي غیرنفساني محبت خوږه فضا او جذابه ځلا حاکمه وي، انسان په رښتینې معنا د خپل غایي جوهر او اصیل ګوهر په خوږلنو سمبال او د دې مهین جهان پر زرین غولي په هنري ظرافتونو هستېږي او لوبېږي، ژوند لکه په کوثري ملغلرو جلاداري جلوې کوې، او د خپلي صفا او پاکی پر سپيني رڼا د سپېدو، راڼه رنګونه ښندي، له نېکه مرغه د دغسي پرتمیني منوري دنیا په ښکلاګانو منور او خیالور زرغون پسرلی د شلمي مېلادي پېړی له لومړیو څخه زمونږ د ادب پر نیمه شاړه دښته را وټوکېدی، وغوړېدی او د معنا په ابدي اوبو يې د پښتو ادب خودرویه ګلونه خړوب خړوب او شاداب شاداب کړه.
 د استاد پسرلي مرحوم، غنیمت شتون زمونږ د وطن ادبیات د شلمي پېړی په لړ کې د خوځون او یون په مرامي مزله کې په خورا هنرمندانه او استادانه توګه وغوړول او وخوځول، لوری يې ورکړ او تر موخيز منزله یې په ښه شان او شوکت ورسول ، ادبي مزل په پاک نیت او بې تمي روحیې، لویه حوصله او اوږدمهاله سلسله غواړي، چې استاد دغه پراخه سینه او نېکه ولوله له ښه مرغه هم درلوده او هم يې د نسلونو د یو ښه خوی او دود په پار نورو انسانانو ته دا انګېزه ورکول چې دا لار او دا کار دغه رويش او تګلاره غواړي. استاد زمونږ د دغه زماني پړاو د ادب او فرهنګ د بې سامانه دنیا تدبیري پالنه او سنجیده روزنه کړې، دا یو ثابت سنت دی چې لوی خلک د لویو مرامونو په پاللو او لویو شهکارونو په پنځولو سره لوی منزلونه د لویو مزلونو په ترسره کولو سره ټاکي، د استاد پسرلي د هدفمند ژوند غوره امتیاز هم دا دی چې نوموړی د هغه وخت او زمان په لوړ او ځوړ ښورانده ټولنیز حالت کې بیا هم په ډېر ټینګ ثبات او متانت سره توانېدلی دی چې د ملي ادب ملي چاري ښه سمبالي او همغالي کړي، کوم ادبي او فرهنګي چوپړ چې استاد په خپل ښه مهارت او لوړ شهامت ترسره کړی دی زه داسي باور لرم چې د وطن د معاصر تاریخ په ادبي او فرهنګي څېرو کې به ډېرو کمو خلکو ترسره کړی وي، د استاد د کار غوره ممیزه او بېل انفرادیت په دې ټکي کې نغښتی دی چې هر څه يې بې ریا او بې مدعا په پټه خوله ترسره کړي دي، د استاد د ویاړلي، بې تکلفه او سپيره ملنګانه ژوند پر مصداق زه دا وایم چې لوی هنرمندان او د فکر خلک دوه ډوله دنیا لري، یوه يې عادي او ګډه بشري مادي دنیا ده چې هر انسان د ټولنیز او دودیز جبر په اساس مجبور دی چې لږ او ډېر د سازش سر ورسره و ښوروي، او بله یې د خپل هنري او دروني ذوق پر بنیاد بېله، منفرِده، یاغي شخصي دنیا ده چې دی د عمومي دنیا له تور او بوره، شر او شوره څخه ورځي او هلته د سکون په نیامت پناه وروړي، په دغي بې آزاري او آرامي سکوني دنیا کې که هنرمند د مادي دنیا له جبره ورپرېښودل سي دا نو ده ته لوی نعمت او غوره غنیمت دی، داسي لوی او فکرمند هنرمندان لکه استاد پسرلي تر ډېره بریده په دغه جهان کې د ځان لپاره د معنوي ژوند معنایزه جونګړه ودانه کړې او د مادي جهان د چم او خم، د کاږه واږه طلِسم څخه یې ځان ساتلی او ژغورلی دی، د پښتني سایکولوژیک، روحي جهان د عمران او ښېرازی لپاره چې ارواښاد استاد پسرلي کوم بنیادي او آبادي بنسټونه ايښې دي هغه به د هستی پر میدان د تل لپاره د روان او راتلونکي پښتانه ادبي خوځون د کار او زیار لارښود او رهنمود وي، مونږ که په معاصر ادبي تاریخ کې د هر پښتني ادبي، ژورنالیستيکي او فرهنګي بهیر د ريښې او انګېزې سريښته وچېړو نو بېخ او منشا يې د استاد د فکر له غني سرچیني څخه را ولاړېږي.
پایله اولنډون:
ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی زمونږ د پښتو فرهنګي یون هغه نومیالی او فرهنګیالی ملاتړلی خدمتګار دی چې تصنعي شهرت او مادي دولت يې نه غوښت، ادبي خدمت يې په معنوي روحیه ترسره کړی دی، له ښه مرغه د خپلي هنري دنیا په زینتي سینګار د معنوي شهرت او ادبي  دولت خاوند دی، ژوند يې د استغنا او معنا په زیور پسوللی او ویاړلی دی، او د خپل لوړ او مغتنم ادبي او فرهنګي میراث په پرېښودلو سره يې د معنوي دنیا پر لوړ مِنار جاویدان یادګار حک او ماندګار دی.
مونږته به دا ګټوره چاره نه وي چې د مادي ژوند له کشمکشونو او بې موجبه هوسونو راووزو، او د مرحوم استاد پسرلي په څېر د مادي ښامار درامولو او وژلو دروني شعوري هڅه د معنوي ځواک په پولادي تبر ترسره کړو، آیا پر دې فکر کول نه دي پکار چې استاد د خپلو مادي غرېزو مغرور ښامار په کومو وسایلو او کوم مهارت د تل لپاره د فناه اونېستی کندي ته ورګزار کړ؟
د معتدل او ګټور ژوند د کولو او خپلولو راز به د استاد په مثالي ژوندکې ونه مومو؟
سپيره دنیا شوه حسرت آباده
مکلف ژوندکړه مینه برباده
هریو کوڼ کړی فشار د خپل زړه
څوک به دي واوري د زړه فریاده
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب