ژباړن: اسدالله بلهارجلالزی
د پوهنځي پروفیسور په داسې حال کې چې نن يي تندی ورین و. روغتون ته راغي، له ده سره نور روغتیاپالان او د طب محصلین هم راغلي وو. دی که څه هم د سترګو د ناروغیو پرفیسور و، خو دا چې تل به يي تندی تریو و. سپکې سپورې به هم ویلي نو له دې امله داسې بریښیده لکه د نړیوالو جګړو یو قوماندان. نه لکه یو پروفیسور!
پروفیسور، هیښوونکی سړی و، هیڅوک يي ځان ته نژدې نه پریښودل. ده به نه یوازېروغتیا پالان او د طب محصلین ځان ته نژدې نه پریښودل بلکې دوستانو يي هم دا جرأت نه شوای کولای چې د ده خواته ورشي. دا هرڅه له دې امله و، چې پروفیسور د څو نړیوالو روغتیايي کمیټو غړی و. او د سترګو د ناروغیو په اړه يي هم خورا ارزښتمن کتابونه تالیف کړي وو. په همدې توګه ټولو ده ته د درنښت او احترام په سترګه کتل. دی به د هر ناروغ بستر ته یوه دقیقه دریده، ډاکترانو هم له خدایه همدا غوښتل هسې نه چې ناڅاپه څه وپوښتي او دوئ پرې ونه پوهیږي.
ـ دا ناروغ اوس راغلی دی؟
یوه ډاکتر يي په د پوښتنې په ځواب کې وویل:
ـ هو صاحب، دی مو تیره شپه بستر کړی دی.
ـ ناروغې يي څه ده؟
ـ صاحب تر اوسه مو لا د ده ناورغې نه ده تشخیص کړي، خو ناروغ یوازې د سترګو او سر له درده شکایت کوي.
پروفیسور له لرې د ناروغ سروسترګو ته وکتل بیا يي وویل:
ـ د ده د سترګو یوه اندازه اوبه زما کوټې ته راوړئ څو زه يي په خپله وګورم.
ـ په دواړو سترګو.
له دې وروسته چې پروفیسور صاحب خپلې کوټې ته روان شو. د روغتون روغتیا پالان یو څه ارام او دمې يي جوړې شوې. دا چې د هغې ورځی سهار له کوم خپګان پرته تیر شو، نو په سلګونو ځله يي شکرونه ویاستل. بیا يې د ناروغانو په معاینه کولو پیل وکړ.
دوو تنو روغتیا پالو مرستیالانو د ناروغ د سترګو اوښکې اوچخړې د پروفیسور صاحب کوټې ته ور ورسولې، پروفیسور هغه تر میکروسکوپ لاندې کیښودې ترڅو چې يي وس کیده پرې ورټیټ شو. ډیروخت په همداسې ډول پاته شو. خو کله يي چې سر د میکروسکوپ له دوربین څخه را پورته کړ نو په شونډو يي موسکا خوره وه. روغتیاپالانو له څو کلونو وروسته ولیدل چې پروفیسور صاحب خاندې. هغه د څو لویو لویو کتابونو پاڼې واړولې راوړلې. په شونډو يي دا خبرې جارې شوې. «هو په خپله دی» « ډیرښه» او« پیدا مې کړ» په پای کې يي دواړو ولاړ روغتیاپالانو ته مخ ور واړاوه او ویي ویل: –
لاړشئ نورو روغتیا پالانو او زده کړیالانو ته هم ووایاست چې دلته راشي! په یوه شیبه کې د پروفیسور صاحب کوټه له روغتیا پالانو او زده کړیالانو څخه ډکه شوه، پروفیسور ستړی او ستومانه ښکاره او لکه د بیوزلو ماشومانو په څیر چې اخترمبارکي غواړي، غلی غلی کیده او په پرله پسي ډول يي خندل. بیا يي وویل ـ ځوانانو تاسو ته ښه زیری لرم. نن موږ او تاسوټول د یوه تري تم شوي میکروب په وړاندې ولاړ یوو. د سترګو د ډاکټرۍ په نړۍ کې داسې پیښې ډیرې کمي رامنځ ته کیږي. ویلای شم چې د سترګو د نړۍ ډیرو روغتیا پالانو داسې پیښې نه دي لیدلي او نه هم ورسره مخ شوي دي!… تاسو باید له خپل دې پیژندونکي څخه خوشحاله اووسئ. چې داسې تری تم شوی میکروب په خپلو سترګو ویني. دا ناروغې ډیره کمه په میلیونونو وګړو کې په یوه کس کې پیدا کیږي. پروفیسور بې ارادې خپل لاسونه سره وموښل او ورپسي يي د دغه تری تم شوي میکروب نوم یاد کړ.
ـ دا دوهم ځل دی چې زه دا میکروب وینمه. لومړی ځل هم هغه وخت و. چې زه د پاریس په پوهنتون کې روغتیال پال وم. زموږ پروفیسور هغه ماته را وښود. ناروغ هم یو تورپوستی افریقايي وګړی و. د دغه میکروب ځانګړنې دادي چې کله سترګو ته دننه شي، نو ناروغ د سخت درد احساس کوي او له اته څلویښتوساعتونو وروسته که يي درملنه ونشي نو بیا ناروغ ړندیږي. کله چې ړوند شي نو بیا ناروغ هم ارام او دردونه يي ورک شي.
موږ هم باید ډیر ژر د ناروغ درملنه وکړو. څو چې ړوند نشي. بیا يي یوه روغتیاپال ته مخ ور واړاوه او ويي پوښتل:
د ناروغ دردونه له څه وخته راهیسي پیل شوي دي؟
ـ داسې ښکاري چې د هغه دردونه پرون سهار پیل شوي او موږ هم تیره شپه بستر کړی دی.
ـ نو که موږ د خپل ناروغ درملنه په ۲۴ ساعتونوکې ونه کړو نو بیا د میکروبونو د ډیریدو او د سترګې په مرکزې برخه د هغوئ د برید له امله زموږ ناروغ د سترګو له دید څخه بي برخې کیږي. اوس چې لا وخت لرو تاسو په یوه کتار کې ودریږئ او یو یو راشئ د میکروسکوپ ننداره وکړئ!…
په داسې حال کې چې روغتیاپالان او زده کړیالان د میکروسکوپ په ننداره بوخت دي. پروفیسور خپلو ملګرو او اشنایانو ته په پرله پسې ډول تلیفونه کوي او د نایابه میکروب د پیدا کیدو په اړه يي هغوئ ته معلومات او زیري ورکوي.
ـ هیښوونکی میکروب دی… تل نه پیدا کیږي… تری تم وي… تاسو هم نه دی لیدلی! زه فکر کوم زموږپه هیواد کې به کوم روغتیال هغه لیدلی نه وي! خو کله به چې له تلیفون څخه بې غمه شو بیا به يي له روغتیاپالانو وپوښتل: ـ ښه مو ولید! ما خو درته ویلي و. چې هغوئ هم سل په سلو کې دا میکروب نه دی لیدلی؟ رښتیا خبره خو همدا وه. زموږ په هیواد کې د سترګو مشهورو ډاکټرانو هم داسې میکروب نه و لیدلی! پروفیسور له دې وروسته د روغتیا پالانوټولنې، د سترګود ډاکټرانو اتحاديي او څو نورو روغتیايي ټولنو ته زنګونه ووهل او د دې زیري ترڅنګ يي خپلو شاګردانو ته وویل: دا میکروب ډیر وخت په ازاده هوا کې ژوند نه شي کولای. زه داسې انګیرم چې ژر تر ژره مري. له همدې امله ویلای شم چې دا میکروب سرایت کوونکی نه دی. کنه زموږ د ښار ټول وګړي به ړانده شوي وو. له تاسو څځه هیله کوم چې ډیر پام به پرې کوئ!… له نایابه میکروب څخه ده او شاګردانو يي لکه د یوه ژوندی غمی په څیر ساتنه کوله!…
پروفیسور خپل دوه تنه روغتیاپالان وګمارل چې د دغه میکروب شکل او بڼه په زرو پاڼو کې رسم کړي. بیا يي څو نور کسان هم د میکروب په غوښین چاپیریال کې په کرلو باندې وګمارل. خپله يي هم د کتابونو پاڼې اړولي را اړولي. او یاداښتونه يي لیکل. دی په دې کار باندې داسې بوخت و. چې د ډوډۍ خوړل هم ترې نه هیر و. په هماغې ورځ د سترګو په پوهنځي او روغتون کې د نایابه میکروب په اړه له بحث او خبرو پرته بل کوم ښه کار تر سره نه شو. نرسانو، روغتیا پالانو، خدمتګارانو او د امبول انسونو چلوونکو هم د میکروب په اړه خبرې کولې. چا د روغتون او سترګو په پوهنځي کې د هغوو د تاسیس له ورځي بیا تر ننه پورې داسې شور او ځوږ نه و لیدلی. د هغې ورځي تر مازیګره پورې د سترګوروغتیاپالانو او ان هغو روغتیاپالانو چې په دوئ پورې يي کوم تړاو هم نه درلود. د دغه میکروب لیدنه وکړه. پروفیسور به هم د یوې لنډې وینا په ترڅ کې د دغې موندنې او کشف په اړه ورته معلومات ورکول. پروفیسور تر نیمې شپې پورې په خپله کوټه کې په کار بوخت و. هغه هڅه کوله چې د پوهنتون له پاره د سترګوروغیتا ترنوم لاندې د مهمې خبرتیا یو متن ولیکي او ټول له دغه ستر پرمختګ څخه خبر کړي. نیمه شپه وه چې پروفیسور کور ته روان شو. خو تر سهاره ویده نه شو. د ورغتیايي خبرتیا په جوړولو بوخت و. داسې خبرتیا چې د ورغتیا په نړۍ کې به يي غوغا جوړکړي وه. د سهارګاه خواته خوب ورباندې زورور شو. د نایابه میکروب په اړه يي یوه خیالي ګر خوب هم ولید!… سهار وختي روغتون ته لاړ. بیا يي د میکروب د ژوندي او مړه پاته کیدو په اړه وپوښتل: ده ته وویل شول چې هماغه د پام وړ میکروب مړژواندي اوکرل شوي میکروبونه په خپل حال دي. پروفیسور په پرله پسې ډول خندل. له ټولو سره ټوکې کولي. آن چې د روغتون له خدمتګارانو سره يي هم ټوکې کولي. د سترګو روغتیا پوهنځي لوی تالار له ډاکټرانو او محصلینو څخه ډک و. له دغه کنفرانس وروسته پروفیسور صاحب په کار لاس پوري کړ او دا مهم خبر يي هرې خواته د تلګراف له لارې واستاوه، له هیواده د باندې اشنایان او ملګري يي خبر کړل! د سترګو روغتیا پوهنځی اوس په یوه څیړنیزمرکز اوښتی و. د پروفیسور صاحب له کار سره مینې نورو ته هم سرایت کړی و. ټول په مینه اوشوق په مطالعې او څیړنوبوخت وو. هغه درۍ تنه روغتیا پالان چې د نایابه میکروب د ګردیوکړیو، اوږدوالي او سور په حرکتونو باندې په کاربوخت ول، د خپل ماموریت له پایلواو پای ته رسولو وروسته پرته له دې چې له پروفیسور صاحب څخه د هغه کوټې ته د ورننوتلو اجازه وغواړي، کوټې ته ور ننوتل پروفیسور او ملګري يي د خوشحالي او نڅاه په حال کې ولیدل. دوئ دریو واړو په یوه اواز سره ویل: غواړې د میکروب د ډول ډول حرکتونوپه اړه غوره او ښه معلومات وړاندې کړي. پروفیسور د هغوئ د راپور له اوریدو وروسته وویل: – ټولو ته ووایاست چې دلته راشي!… پروفسور د میکروب د حرکتونو په اړه له معلومات ورکولو وروسته خپلو شاګردانو ته مخ واړاوه. بیا يي وویل: – زما اراده او تصمیم داسې دی چې غواړم په دې اړه یو جامع کتاب ولیکم. په دغه وخت کې ناڅابه ناروغ وریاد شو.
ـ ښا دا راته ووایاست چې اوس ناروغ څنګه دی؟
د روغتون چارسمبالي وویل:
ـ اوس يي لکه چې لومړنۍ دردونه کم شوي او دی هم ارام دی.
ـ یعني دا…؟
ـ هو صاحب یعنی دا چې اوس څه نه شي لیدلای!!
پروفیسور صاحب په زوره زوره وخندل، بیا يي وویل:
ـ نه مې و ویلي؟ نه مې و ویلې چې زه دا میکروب ډیر ښه پیژنم؟ ما ویلي و. که چیرته ناروغ له ۴۸ ساعتونو وروسته معاینه نه شي او درملنه يي ونه شي نو میکروبونه به يې د لیدلو په مرکزي برخه باندې برید وکړي او ړوند به يي کړي؟ دا دی همداسې وشول. هغه وړاند وینه چې ما مخکې کړي وه پرون سهار د ناروغ دردونه پيل شوي وو. نن سهار یی باید دردونه ورک شوي وای، چې شوي دي. ایا همداسې چې زه وایم شوي کنه؟
یوه اسیسانت وویل: – هو صاحب همداسې چې ته وايي شوی دی!…
ـ وګورئ دوستانو د طب علم هیڅ وخت هم تیروتنه نه کوي؟!…
له دې خبرو وروسته پروفیسور له زده کړیالانو، ډاکټرانو او … سره یوځای لکه چې غواړي له خوښۍ څخه ګډا وکړي د نایابه میکروب په اړه د نورو څیړنو په مقصد د سترګو د روغتیا پوهنځي لابراتوارته ننوتل!…