جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهحقاني د نجونو د زده کړو په اړه ملا هبت الله سره...

حقاني د نجونو د زده کړو په اړه ملا هبت الله سره خپل اختلاف تایید کړ

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د طالبانو د رژيم د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیال مارتین کریفتس سره په کتنه کې منلې، چې د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله سره د نجونو د زده کړو په برخه کې د نظر اختلاف لري.

نوموړي ویلي چې د تعلیم او تحصیل مسئله کې د دائمي محرومیت بحث مطرح نه دی.

د طالبانو په یوه رسمي اعلاميه کې د حقاني له قوله ویل شوي:«په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته، چې د حل کېدو وړ دی.»

څو ورځې مخکې د ملگرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق د ښځو د حقونو په اړه د افغانستان د حاکم رژیم د چارواکو د دوه ډلې کیدو خبر ورکړی و.

تاند ته د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو اميرالمؤمنين ملا هبت الله اخندزاده او ورته نېږدې يو شمېر وزيران او د هغه خپل مشاورين د طالبانو د پریکړو په اصلي مرجع او د افراطي پریکړو په ترسره کوونکو بدل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د قطر ډلې تر څنګ چې د دوی د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ېې مشري کوي، د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دوی پلویان ټول د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مخالف نه دي.

4 COMMENTS

  1. دا خبره سمه نه ده. هیڅوک يي نه شي منلای. کله چې د دفاع او کورنیو جارو وزیران د نطر اختلاف ولري. بیا خپل نظر چې ورته معقول ښکاریږي عملي کوي يي هم، خو دا خبرې هم یوازې د خلکو د غولو او تیر ایستلو له پاره کیږي. دوئ ټول په حقیقت کې یوه خوله دي. هیڅکله هم دوئ د نظر اختلاف نه لري. هره پریکړه په کابینه کې کیږي بیا يي امیر منظوره وي. دوئ یوه ورځ هم د کابیني پریکړه رد کړي نه ده. دا خبرې هم ددې له پاره کیږي چې خلک تیرباسي یا تر بوسو لاندې د اوبو تیروي. فطرتاً دوئ له ښځو سره ستونزه لري. له عصري زده کړو سره ستونزه لري. له ښوونځي اومعلم سره ستونزه لري. له مامور او لوستي کس سره ستونزه لري.

  2. د شهاب پورتنۍ لیکنه سل په سله تایده وم.
    دوۍ ټول د وحشت او تور جهالت پیداوار دی او په ملت يی همدا وحشت او تور جهالت مسلط کړی.
    دوۍ د خلکو په ستر ګو کی خاوری اچوی او لوده ګان پری تیرباسی چی ووايی چی په تالبانو کی مو ځنی خواخوږی هم شته.
    په واقیعت کی ددوۍ ګټی دیو بل سره تړلی او همدا وحشت او تورجهالت د خپلی زورواکۍ د بقا لپاره حتمی بولی.
    افغانان باید پدی خبرو دهوکه نشی.

  3. Pakistan ISI controls everything and nothing is in hand. They’re just laying. Actually Pakistan told to America that you shouldn’t recognise their government and leave it in isolation.

  4. دا د کباړي زامن خنزیران دوۍ ټولو له یوه کودي خوړلي او څښلي.دوۍ علم او پوهي دښمنان دي ددوۍ مردار سوی پلار هم د ای ایس ای په ځنځیر تړلی وه. لعنت په ټولو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب