د غزلبول شاعر پیرمحمد کاروان د “د هوسۍ د شیدو بوی” نظم یوه برخه چې په ښکلو تشبېهاتو کې د هېواد د جګړهوهلي ژوند یو دردناک، خو په عینحال کې له مقاومت ډک انځور ترسيموي، دلته پکې د ژوند د معنا د لټون هڅه کوو:
زموږ ژوند لکه نجلۍ زموږ د کلي
چې د جنګ په ورځ پيدا شي
او د جنګ په ورځ شي پېغله
د ښایست په ایینه کې
اول موسکه شي، بیا کټ کټ په خندا شي
چې نلۍ يې شي رجړومه
د سل ډزې ماشینګڼې
سلایي يې ماته ستن د کلاکوف شي
د خنجر په څوکه خال په زنه کېږدي
له ناچاودي بم نه وباسي تارونه
پکې وپېیي مرۍ او مرغلرې
په ځونډیو کې یې پټې کړي هیندارې
ترېنه جوړ کا امېلونه او هارونه
چې د مرګ موزیګي سترګې کا ورجګې
پسې شونډې کاندي بوڅې
له خندا نه پسې داسې تکه شنه شي
ته وا پاس د غره په سر کې
زیګویو د مجاهدو وهي غاړه
او د هسک په لوري پورته
الوتکه ترې نه ولاړه
چندڼي چمبه په لاس کې
دا د دنګو غرونو پېغله
کلیوالې ټپې وایي
د ملالې ټپې وایي
داستایوفسکي وایي: “ژوند پېژندنه، تر خپل ژونده لوړه ده.” د کاروان صاحب د نظم دا برخه د شاعر له ژونده په پوره پېژندنه او درک دلالت کوي. شاعر په لومړیو کې راته ښیي چې ژوند او جنګ دوه متضاد شيان دي، خو معنا هاله پیدا کوي چې سړی پکې مجبوراً مرګ هم ښکلی وګڼي.

د نظم په دې برخه کې ژوند د یوې کلیوالې نجلۍ له ژوند سره تشبېه شوی، هغه هم د داسې نجلۍ له ژوند سره چې: د جګړې په ورځ پيدا شي، په جګړه کې شي رالویه او د همدې جنګ تر بدرنګ سیوري لاندې د پېغلتوب ښکلي پړاو ته ورسېږي.
په شعر کې د تصويرونو دا ډول رنګارنګي هغه هم په داسې شکل چې یوازې د یوې موضوع په انعکاس کې مرسته کولی شي، د اصیل هنر خاصه ده او سړي ته د استاد غضنفر دا خبره وريادوي چې: “ادبي آثار که هېنداره هم بولو، ماته هېنداره یې باید وبولو. ماتې هېندارې تصویر کټ مټ نه منعکسوي بلکې کمی و زیاتی پکې راولي.”
په همدې برخه نور هم تم کېږو. شاعر دلته ژوند ځکه د یوې کلیوالې او په جګړه کې رالویې نجلۍ سره تشبېه کړی چې ژوند د همدغې نجلۍ غوندې حساس، معصوم، مګر له زغمه ډک ورښکاره شوی. د ژوند دا ډول تصویر یوازې د فرد حالت نه بیانوي، بلکې دا هم راته وایي چې دا ډول ژوند د څو نسلونو د برخلیک استعاره ګرځېدلې ده. دلته مو شاعر دوه نورو شيانو ته هم پام وراړوي. یو، د ژوند متداوموالی او عاديتوب. بل، له مرګه د ښکلا سازول. مطلب دا چې نورو ټولنو کې ماشومان په سولهایزه فضا کې زیږي، لویېږي او ژوند پکې عادي خو له معنا ډک پر مخ ولي، مګر دلته بیا په جګړه کې ژوند عادي شوی، یعنې زموږ په ژوند کې جنګ استثنا نه، بلکې د عادي ژوند برخه ګرځېدلی. دا برخه په موږ د افغانستان د څو نسلونو د جنګ فلم کتلی شي.
په نظم کې د مرګ له شیانو د ژوند توکي جوړول، د دې نظم تر ټولو ښکلې، له هنر مالامال او د ژوندمعنا له اړخه په زړهپورې برخه ده. شاعر دلته یوازې د جګړې منظرکشي نه کوي، بلکې دا هم راته وایي چې کله ټول چاپېریال او وطن د مرګ، جنګ او نفرت لمبو اخیستی وي، انسان څنګه زړه ښه کوي چې ژوند وکړي؟ یا په داسې تراژیدیک او د مرګ په نارو لړلي او بېمعنا چاپېریال کې انسان څنګه د ژوندي پاتېدو او ژوندمعنا دمبوره غږوي؟
شاعر وایي چې ژوند په آرامۍ او هوسایي کې بېمعنا درواخله، ژوند هغه وخت معنا مومي چې انسان پکې مقاومت کولو ته وهڅېږي. کاروان صاحب راته وایي چې د ژوند معنا پخپله نه جوړېږي، ته به يې ترې جوړوې؛ لکه دلته چې په جنګ رالویه کلیواله نجلۍ له تخریبي وسایلو، تعمیري هغه جوړوي. د سلډزي ټوپک له نلۍ رجړومه او د کلاکوف له ماتې ستنې سلایي جوړوي. ناچاودی بم چې اوس هم ترې زموږ کوچني او لوی بېمرګه نه دي خلاص او اصلن موږ ته د ډار، مرګ او تباهۍ مفهوم لري؛ خو دلته ترې نجلۍ تارونه راوباسي او ملغلرې پکې پېیي. دا تصویر د وجودي فلسفې یا اګزسټينسیالېزم یو بهترين مثال کېدای شي او موږ پکې تر دې حده مخکې تلی شو چې ووايو: انسان کله ناکله د ژوند تنده دومره پسې واخلي چې حتی د مرګ له تارونو هم د ښکلا او ژوند هار جوړوي.
دلته چې ژوند له کومې نجلۍ سره تشبېه شوی یوازې د یو فرد په توګه یې موږ نه شو اخیستی، پوره د یوه وطن، کلتور او ولس سېمبول يې بللی شو. هغه څوک چې د خنجر په څوکه خال په زنه ايږدي. خال چې معمولاً په پښتو فلکلوري ادب کې د ښکلا د نښې معنا تر اخیستی شو، دلته په بدرنګه وسیله په زنه اېښودل کېږي. مطلب دا دی چې کله ناکله ښکلا او بدرنګي هم يو ځای کېدای شي، درېيمه معنا موږ ترې جوړولی شو. په ژوند کې هم سختي او اساني ګډ یا یو له بل مخکې او وروسته راتلی شي. ژوند ښکلی دی، خو د مرګ بدرنګي حتماً ورسره تړلې ده.
کله چې ازادي، عزت او غیرت له ژوند هم معناداره او لوړ درښکاره شي، نو مرګ به د موزیګي په بڼه واخلې او رشخند به يې کړې:
“چې د مرګ موزیګي سترګې کا ورجګې
پسې شونډې کاندي بوڅې”
مطلب دا چې مرګ کله ناکله د یوه ژوندي موجود بڼه واخلي، خو دلته نجلۍ پر ځای د دې چې ترې وډاره شي، برعکس پسې خاندي او له رشخنده شونډې پسې بوڅې بوڅې کوي. دلته نه یوازې نجلۍ له مرګه نه وېرېږي، بلکې کلیوالې لنډۍ او د ملالې ټپه چې زور يې پوره یو لښکر د مرګ سره په جنګ واچاوه، وایي. یعنې دلته د کلیوالې نجلۍ روح له دومره مقاومته مالامال دی چې له مرګ نه یوازې ډارېږي نه، بلکې جګړه هم ورسره کولی شي. دلته شاعر غواړي وښیي چې د جنګونو په وطن کې یو مقاوم انسان کولی شي، له مرګ سره وجنګېږي او بېمعنا حالت په معناداره حالت واړوي.
وېکټور فرانکل به ویل چې: “انسان کولی شي، حتی د رنځ په منځ کې هم د معنا څرکونه وویني.” دلته هم شاعر وایي چې انسان په جګړه کې هم د پوچۍ له حالت څخه د معنا حالت ته اوښتی شي. کاروان صاحب ځکه د ژوند معنا له مقاومت سره تړلې بولي چې نوموړی ژوند ته د “کوهکن” چې په اصل کې د ډېرې هڅې، قربانۍ او درد زغملو سېمبول دی، ګوري. دی وایي لکه څرنګه چې فرهاد مینې ته د رسېدو لپاره د غره په ماتولو هم نه و بند او د ترلاسي لپاره یې کاڼو ته خپل سر ور وړاندې کړی و، نو ځکه زه هم د تقدير په لمن ټالونه نه خورم، معنا ته د رسېدو لپاره یې هڅه او تلاش کوم. ژوند که هر څومره زړهچاودی کار دی، اما بيا مې هم خوښ دی:
ژوند ته د کوهکن په نظر ګورمه
څه زړه چاودی کار دی خو بس خوښ مې دی