تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د عام تصور خلاف، چې سګرېټ او د لمر وړانګې د سرطان اصلي عوامل ګڼل کېږي، متخصصان وایي تر ټولو مهم عامل یې زړښت دی.
په نړۍ کې د زړو خلکو د شمېر له زیاتېدو سره، اړتیا ده چې د سرطان د درملنې او پاملرنې سیستم د زړو لپاره له سره تنظیم شي.
د زړښت او سرطان ترمنځ اساسي اړیکه د حجرو د زیانونو تدریجي راټولېدل دي. د عمر په زیاتېدو سره، د انسان حجرې له ډېرو جینیټیکو بدلونونو، د «ډي اېن اې» د ترمیم د سیستم کمزورۍ، او د بدن د دفاعي سیستم د فعالیت له ټیټېدو سره مخامخ کېږي. دا هغه طبیعي پروسې دي چې په عادي حالت کې د غیرنورمال حجرو د ودې مخه نیسي.
ورسره د بدن په انساجو کې بدلونونه، دوامداره التهاب، او د جینییټک تنظیماتو کمزوري کېدل داسې چاپېریال رامنځته کوي چې بدلې شوې حجرې پکې په اسانۍ ژوندۍ پاتې کېږي او ډېرېږي. له همدې امله، زړښت یوازې یو ساده عامل نه، بلکې یو پراخ بدني حالت دی چې د سرطان د رامنځته کېدو او پرمختګ خطر زیاتوي.
سره له دې چې نړیوالو روغتیايي بنسټونو د درملنې تر پرېکړې مخکې د زړو د ځانګړې ارزونې سپارښتنه کړې، دا طریقه لا هم په پراخه کچه نه عملي کېږي. دغه ارزونه، چې د زړښت د متخصصانو په مرسته ترسره کېږي، ډاکټرانو ته دا امکان ورکوي چې د درملنې اغېز د ناروغ پر فزیکي توان، ذهني حالت، نورو ناروغیو او د ژوند پر کیفیت وارزوي، او د ناروغ د اړتیاوو له مخې پرېکړه وکړي.
متخصصان وایي، دا ډول خدمات نه یوازې د درملنې کیفیت ښه کوي، بلکې د هر ناروغ لپاره شاوخوا اووه زره ډالره لګښت هم راکموي. خو د متخصصو کارکوونکو کمښت، زړې روغتیايي تګلارې او د بدلون پر وړاندې اداري مقاومت د دې سیستم د پراختیا مخه نیولې ده.
بل مهم عامل «د عمر پر بنسټ تبعیض» دی، چې له امله یې د زړو اړتیاوو ته کمه پاملرنه کېږي. په داسې حال کې چې د ماشومانو لپاره ځانګړې طبي پاملرنه عادي خبره ګڼل کېږي، د زړو لپاره ورته ځانګړی چلند لا تر اوسه بشپړ نه دی منل شوی.
متخصصان ټینګار کوي چې د نفوس د زړېدو له امله، د سرطان د پاملرنې د سیستم اصلاح یوازې طبي اړتیا نه، بلکې یوه مهمه ستراتیژیکه اړتیا هم ده. د نوښتګرو او هدفمنو خدماتو پراختیا کولی شي د ناروغانو د ژوند کیفیت ښه او د روغتیايي سیستم مالي بار کم کړي.