تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۲۴ مه) د جنوبي کوریا پولیسو د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۲۴مه، د هغه کس په اړه څېړنې پیل کړې چې د مالیاتي محاسبې په ملي ازموینه کې یې لومړی مقام ګټلی و، خو وروسته یې ومنله چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې درغلي کړې ده.
دغه کس د ازموینې په دواړو پړاوونو کې لومړی مقام خپل کړی و. هغه په لومړي پړاو کې له ۴۰۰ نومرو څخه ۳۹۷ نیمې نومرې ترلاسه کړې وې او له ۱۶۰ پوښتنو یې یوازې یوې ته ناسم ځواب ورکړی و.
نوموړي اعتراف کړی چې د یوې وړې کمرې په وسیله یې د ازموینې له پوښتنو عکسونه اخیستل، مصنوعي ځیرکتیا ته یې لېږل او ځوابونه یې په خپل ګرځنده ټیلیفون کې کتل.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د جنوبي کوریا چارواکي د نومبر په ۱۹مه د پوهنتونونو د کانکور ازموینې په درشل کې د مصنوعي ځیرکتیا او ځیرکو عینکو په وسیله د درغلۍ د مخنیوي لپاره پر نویو تدابیرو کار کوي.