Home+شین ټاغی| انورالله حمیدزوی

شین ټاغی| انورالله حمیدزوی

 د ارواښاد استاد سعدالدین شپون نثر خورا خوندور په دې دی چې د لیکنو په منځ کې یې د طنز کلمې لوستونکی له ستړیا ساتي. ما یې یو وخت «و نه و یو شپون و» اثر لوست، دومره ښه یې لیکلی چې هره صحنه درباندې داسې ځېروي، ته وا دا هر څه په تا تېر شوي او یا هم تا ترسره کړي دي.

زه د ده له سبک سره ځانګړې مینه لرم. ټول اثار یې داسې خواږه لیکلي چې په لوستو به دې خوله پېکه پاتې نه شي. که یو وخت د ضرورت له وجې ترې په څنګ شم، هماغه نیمایي صحنې مې تحریکوي تر څو کتاب را واخلم او نورې صفحې پسې ووینم. هر وخت چې د ده اثار لولم، داسې ګڼم لکه یو ښه فلم چې وینم، بېخي مې زړه نه ترې کېږي، تر څو چې انجام ته یې ونه رسېږم.

د ده په اثارو کې ما یو بل څیز هم وموند؛ له موضوع بهر یو ډول درس درکوي چې بې شمېره پیغامونه پکې سترګې غړوي. بل یې پښتني کړه وړه پکې په هماغه ساده ډول داسې ښکلي ځای کړي وي چې له کلاسیکو صحنو سره دې یوځای کوي او یو ډول ارمان درکوي چې کاش! په دې وخت کې زه هم وای. د یو ښه اثر په هکله مې لوستي و چې هغه په تا ځان لولي، ته یې نه لولې.

د شپون صاحب اثار هم هر وخت چې لولم، یو ډول لاس راباندې اچوي، نه مې پرېږدي چې بې وفایي ورسره وکړم او مخ ترې واړوم. دا وخت مې د ښاغلي سعدالدین شپون صاحب «شین ټاغی» مطالعه کاوه، دومره خوندور دی چې پورته ټول یادونه پکې تکرار شول. یانې دومره عالي نثر یې لیکلی چې که ډېر ضرور کار هم ولرې، وبه یې نه کړې، مګر دی به لولې. شین ټاغی په 165 صفحو کې راټول شوی دی، دننه پکې د دوه برخو په توګه په اوله برخه کې لس څپرکي یو ځای دي چې له خان اباد څخه تر کابله پورې کیسه کوي. او د دویمې برخې پنځلس څپرکي نور دي چې له دې ور هاخوا تر پېښوره پورې کیسه کوي. په دې څپرکو کې د اصلي مقصود په ملتیا ځینې فرعي صحنې هم ځای شوي دي چې لیکنی جاج یې نور هم اوچت کړی دی. صحنې بدلېږي رابدلېږي، مګر خپله لاره ساتي او تر خپل هدف قدمونه ښه ږدي. په دې ناول کې افغانستان د روسیانو په لاسو کې ښه انځور شوی دی.

د هماغه وخت کیسه کوي چې د روسیانو په وړاندې افغان مجاهدینو څنګه مبارزې وکړې او تر آخري سلګیو وجنګېدل؛ ډېرو پکې خپلې ککرۍ خاورې کړې. ځینې به ونیول شول او ډېر به ژوندي ورک شول. د پښتون قوم لپاره د روسانو له لورې ځانګړي خلک هم پکې ښه ځلېږي چې څنګه کره پښتو یې زده کړې وه چې د جاسوسۍ او استخبارتي مالوماتو د تلاش لپاره یې خپلې اعظمي هڅې کولې. دننه پکې د یوې ګلالۍ مینې کیسه هم ځان ښیي چې څنګه د ناخوالو او بدبختیو له وجې د جدایۍ او دردونو شپې سبا کوي چې آخر هم یو بل ته ورسېږي.

شین ټاغی په اصل کې یو موټر دی چې اصلي کرکټر ډاکټر محب الله په جرمني کې اخیستی وي او افغانستان ته یې راوستی وي. دا موټر ډېر ښه او معیاري جوړ شوی دی، بلها سهولتونه لري، لکه: دننه پکې د بیډ، کمبلو، توشکو او د یوې کوټې په شان پکې د ډېرو لوازمو شتون ساری نه لري. د دیګ کولو یا هم چای کولو لپاره ګازي بخاري هم لري، چې د اړتیا پر مهال ګټوره تمامېږي او ډېری ستونزې حلوي. د تیلو څلور ټنکۍ لري، چې یوه یې تشه شي، له بلې یې سالمه ګټه اخیستل کېږي.

دننه پکې یوه راډیو هم شته چې له هغې هم ډېر څه کېدلی شي. شین ټاغی چې دا مهال یې رنګ شین و، په همدې رنګ پاتې نشي؛ یانې ورو – ورو د حالاتو له بدلېدو سره سم یې رنګ په سور او خړ واوړي. شین رنګ یې د ښېرازۍ وخت و چې ډاکټر محب الله او د ده کورنۍ (پلار، مور او ورور) پکې د خوند او شوق د پوره کولو لپاره ډېر چکرونه و وهل؛ په همدې موټر کې یې د حج رسالت او د کعبې دیدار هم وکړ. لس کاله تېر شول چې پلار او مور یې مړه شوي وو، ورور ور پاتې و، هغه یې په کلي کې پرېښود او دی کابل ته راغئ. دا وخت په افغانستان کې د روسانو حکومتوالي قایمه وه.

د روسانو د حکومت او د خلقیانو په راتګ سره د شین ټاغي رنګ په سور واوښت او یو ډول د دوی له نښو نښانو سره یې د برابزۍ ځان ښودنه کوله، هسې هم شین ټاغي ته د ډېرو خلکو نیتونه ښه نه وو. په کابل کې یې له نږدې ملګرو سره لېدنه وکړه چې یو پکې ډاکټر زړور او بل ډاکټر لاروی و. دوی د یوې پټې شبکې د جوړېدو زیری ورکړ، خو محب الله چې له سیاسته ښه نه راتله، فکر یې وکړ چې دا خلک له ما سره ولې دا خبرې کوي. په دې ډله کې د پوهنتون استادان او د کابل هوایي ډګرونو صاحب‌منصبان هم شامل وو. حال داچې محب الله پوه شو دې خلکو ته زما شین ټاغی پکار دی، خو ده چې د نه سر خوځوه، د هغوی له خبرو یې مالومه کړه چې نه یوازې شین ټاغی پکار دی، بلکې دی هم د ډریور په توګه غواړي.

که څه هم محب الله غوښتل دوی قانع کړي، خو هغوی څه واړه خلک نه وو، ماسټران، دوکتوران او اعلی منصبدران وو. ټولو په امریکا کې حربي زده کړې کړې وې. ډاکټر زړور د هیګل په فلسفې کې د ډاکټرۍ تېزس لیکلی و. دوی له مخکې ښه پلان جوړ کړی و چې د شوروي په وړاندې د پاڅون پیلامه وکړي او خپل دین کلتور هماغسې ځلبلانده وساتي. نور هر څه یې تیار کړي وو، فقط د وسلو ضرورت و چې کابل ته یې را انتقال کړې وای. موټر یې په یو ورکشاف کې بیا ترمیم کړ، خړ د اېرو رنګ یې ورکړ او پکې د درې بستر سیټونو په ځای یې یو پرېښود. د نورو لاندې یې صندوقونه جوړ کړل او پاس یې پرې چوکۍ راوستې.

د راډیو له ځای یې راډیو لرې کړه او پکې د تلګرام مخابره یې په پټ ډول ځای کړه. بهر یې د خلقیانو سور بیراغ پرې رسم کړ، نور نو شین ټاغی سور ټاغی هم پاتې نشو او په خړ ټاغي واوښت. پلان یې داسې ورکړ چې له خان اباد به کابل ته راځي او له کیله ګي به وسلې او یوه نقشه را اخلي.

محب الله ته لا دا نه وه مالومه چې له چا به وسلې اخلي او څنګه به یې کابل ته راوړي. کیله ګی د پلخمري او دوشي ترمنځ یو لوی ډاګ و، چې یو خوا یې د دوشي سیند او بلې خوا ته یوه لویه صحرا وه چې له هغه ځایه قیر شوی سړک کابل ته نېغ و او دا ډاګ یې په نیمایي غوڅوه. په کیله ګي کې روسانو د وسلو یو لوی ډیپو درلود، چې نیم د ځمکې په سر او نیم یې لاندې و. محب الله باید له دې ډېپو وسلې کابل ته وړې وی. دا وخت په کیله ګي کې ژمی و، د جدي میاشت وه.

د کیله‌ګي هم د پسرلي او اوړي غوندې خوند نه و پاتې، ځکه ډېری کورونه تللي وو او ځای – ځای خړې غونډې ښکارېدې؛ مګر په دې لویه دښته کې یو هوټل و چې له لیرې یې لوګي ښکارېدل او همدا د محب الله لپاره نښه وه. ور ورسېد، د خپل هدف کس چې بهادرخان نومېده انتظار کاوه تر څو هغه راغئ، خبره یې سره وکړه چې هر څه تیار دي، د شپې موټر باروو. په هوټل کې د ټوکمار منصبدار په نوم یو کس محب الله ته نېغ و چې ولې یې موټر تش روان کړی دی، یو څو سپرلۍ خو به یې جګې وای. بهادرخان ورته وویل محب الله زما ملګری دی، موټر یې خراب شوی دی، مه یې تنګاوه.

د بهادرخان رتبه له ده لکه چې پورته وه، ځکه د سپي غوندې وسونګېده او خلاصه خوله بې حملې پاتې شو. د دې وړوکي مقاومت ریښې نور غځېدلې وې، دننه شوروي حکومت کې یې هم کسان ځای کړي ول او یو نیم یې اخیستی هم و. د دې وسلو په بدل کې یې هم دیرش زره ډالر ورکړل.

ماښام موټر بار شوی و، محب الله هم عجیبه د پړانګ او پاڼ ترمنځ لوېدلی و، په هیچا یې باور نشو کولای. هره لحظه یې وېرولې تېروله. د شپې په اوایلو کې یې د موټر څراغونه ولګول او مخ پر دوشي یې حرکت وکړ. د پلان مطابق یې غوښتل وسلې کابل ته انتقال کړي، سهار مهال یې په سالنګ خړې وریځې ولېدې، له راغلو موټرو یې حال وپوښت؛ ټولو له تګ منع کړ، خو ده خپل ځان هدف ته رسوه او د دوی په خبرو یې غوږ ونه ګروه، له ځان سره یې څو پاخه زرکان او ډوډۍ واخیستې چې هلته پرې ګزاره وکړي. یو ډریور چینونه او یو بېل ورکړل چې که په کار دې راغلل. سالنګ ته ورسېد، ګوري چې له ده مخکې هم یو سروېس فلاینګ کوچ راغلی او ناارامه دی ترڅو په سالنګ اوښتی نه وي. دا وخت واوره بېخي په شدت کې وه، مخته فلاینګ کوچ که هر څومره زیاتی وکړ، آخر هم کوز رغړېدلی و. محب الله له موټره مخته فلاینګ کوچ نشو ځېرولی، ځکه یو واوره بېخي تېزه وه او بل د څراغونو رڼا هم تم پاتې وه. له موټر ښکته شو، پوه شو چې شای رغړېدلی دی.

غوښتل یې ښکته حال واخلي چې که په وس یې وو راویې خېژوي، خو ژوروالی ډېر و. یو دم یې فکر شو چې په خپل موټر کې یوه رسۍ لري، ښه دا وه چې په ترمیم کېدو کې هغو خلکو غرض پرې نه و لرلی. رسۍ یې په شین ټاغي پسې وتړله تر څو د ده د ښویېدلو مخه ونیسي. ښکته ګوري چې یو چا پرې ناره کړه، ده سم درک ونه کړ، یو تور شی په خپوړو را روان و، له درک وروسته یې ځیر کړ چې بنیادم دی. ور ښکته شو، را ویې نېوه او په سختۍ یې شین ټاغي ته راورسوه. هماغه بیډ کې یې وغځوه، له ښه لېدو وروسته ګوري چې سړیه! دا خو ښځه ده. هغه له ډېرې یخنۍ بې حرکته وه، د پلار خبره ور یاده شوه چې په داسې حالت کې به مخکینیو خلکو بې حرکته شخص په لیمڅي کې ونغوړه او یو خوا بل خوا به یې حرکت ورکاوه. دغسې یې وکړل او د شین ټاغي په غولي کې یې یوخوا بل خوا حرکت ورکړ، ښځې یو دم زګېروي شروع کړل، پلار ورته ویلي و چې تر هغې به یې نه پرېږدئ، تر څو اندامونه یې سوی شروع نه کړي؛ ده هم درک کړه چې هدف ته ورسېده.

ښځه یې بیا په بیډ کې وغځوله او بیا یې لږ ګرمې او سړې اوبه پرې واچولې. د شین ټاغي په نغري یې چای دم کړ او دېته یې ورکړ. ورو – ورور ښه کېده او ځان یې په کمبله کې تاواوه. ده خپلې جامې ورکړې چې دا واغوندي او هغه خپلې جامې چې خیشتې وې لرې کړي. محب الله ښکته خلکو پسې چې رسۍ یې یو ستوې کړه، ښکته شو ګوندې څوک پاتې وي، خو واوره دومره ناقراره وه چې فلاینګ کوچ یې پټ کړی و، څو تېزې نارې یې وکړې، خو د چا اواز سې نه واورېده. له ویرې دی هم پورته شو او په شین ټاغي کې کېناسته. ښځې د شین ټاغي له لېدو وروسته دی په سترګو کړ او بیا یې سترګې ښکته واچولې. محب الله پوه شو چې ښځه خوبولې شوه، تکل یې وکړ چې مخابره وکړي، له څو هڅو وروسته یې اواز وصل شو، • چیرته یې، موږ درپسې خپه یو. • په واورو کې ګیر یم، درختی نشم. • موږ هم ویرېدلي وو، بیا به سره ګورو. “بیا به سره ګورو” پوه شو چې درې ساعته وروسته به بیا سره غږېږي. د هغې بالاپوش او پتلون ته په کتو یې وویل چې د پښتنو خو نه ده، خو په رنګ بدوکې نه وه. اوږده تور باڼه یې د غنمرنګې مخ او جګې پوزې سره جوړېدل. ځان ته یې کړه چې یو بیډ و، هغه هم دې شیشکې د ځان کړ. دا وخت شرهار شو، ډاکټر زړور و. ( د شین ټاغي مخه بیرته را ګرځولی شې؟) ( کوشش خو به وکړم چې لږه رڼا شي) (بس بیرته کوز شه په هماغه زړه لار راشه) یو میلمه هم لرم، رخصت یې کړه.

نه کېږي، سیاسره ده، دواړه د واورو څخه راووتو. رخصت یې کړه، نه کېږي. (مه خوګیاڼی کېږه، امر دی. په دو اب کې به سره خبر شو.) محب الله هم ښکته پورته ګرځېده، یو دم ښځه رانیغه شوه او ویې ویل بل بیډ نشته؟ نه، څمله. هغه څملاسته او بیا راپاڅېده، په دې بستر کې خو دواړه ځایېږو. محب الله له شرمه شاه ور واړوله چې ستا خوب پوره شي، بیا به زه سر ولګوم. سهار شو، هغه راښکته شوه او دی په بیډ کې وغځېده. مازیګر یې هڅه وکړه چې لاره د بلچۍ په واسطه پاکه کړي، خو عبث وه. موټر ته راغئ، د سرکړي زرک بوی یې حس کړ، ورغئ ګوري چې ښځې هر څه تیار کړي دي. د دوی ترمنځ مکالمه وشوه، لومړۍ ښځې ځان معرفي کړ، شاترینا نومېده. ویل یې مشهوره په ترینا یم. له نورو خبرو وروسته یې محب الله ته خوند ورنکړ او پوه شو چې دا خو په روسۍ او پرنګۍ اوښتی. (موږ په کندوز کې ځمکې لرو، هغه وریجې مې خرڅې کړې او اوس کابل ته روانه وم.) (زه ډاکټر محب الله یم، هغې وخندل، بس چې دا موټر مې ولېد، ومې وپېژانده. خان اباد او کندوز دومره سره لرې نه دي او د دې موټر ډنډوره خو تر هرځایه رسېدلې وه؛ خو دا ووایه له ډاکټرۍ ډریورۍ ته څنګه راغلې؟) (د ډاکټرۍ پیسې دې ورکې شي، مریض ته به دې خوله نېولي وي، لکه سوالګر. بل د مریض پیسې داسې وي لکه له مړي خیرات. ماته یې خوند نه راکاوه. اوس کابل ته روان وم چې موټر څه غوارض پیداکړل؛) له مجاهدینو سره خو به کار نه کوې؟ نه اشرار ګوره او ما ګوره. نو بېګا دې له چا سره په مخابره خبرې کولې؟ محب الله فکر وکړ چې لاړې، ایله یې د ډاکټر زړور دې نصیحت ته پام شو چې ختمه یې کړه. اوس نو دا ضروري شوه، مخکې یې فکر کاوه چې په دوشي کې یې ښکته کړم، مګر اوس د ښځې پرېښودل د دوی د مقاومت او مبارزینو سره خیانت و.

محب الله بغیر له ځواب پاڅېده او په بیډ کې وغځېده، شاترینا ښکته پورته ګرځېده، ساړه نېولې وه. اخر په بیډ کې ورننوته. محب الله مړه کوله او دې ځان پسې جوخت کړ، تر دې چې سبایي یې په غېږ کې پرته وه. سهار د روسانو تراکتورونه هم تر سالنګ د لارې په صفایۍ پسې راورسېدل، شین ټاغي ته هم لار خلاصه شوه او سیده دوشي ته روان شو. په لاره کې یو هوټل راغئ چې محب الله د شل سرکړو زرکانو امر ورکړ، ناستو خلکو هم دته سترګې راجګې کړې چې په دومره ډېرو څه کوي، محب الله ته لا هم نامالومه لار پاتې وه. یو دم یې هماغه د ټوکمار منصبدار په لېدو ټکان وخوړ. اووووووهو! د کیله ګي نه ایله اوس تر دوشي راورسېدې او که موټر بیا خراب دی؟ ده د سالنګ خبره ورته وکړه چې لار بنده وه. خو هغه زرکانو ته په لېدو بیا هم ارام نشو او تر موټر پسې راورسېد.

بېګا له دې ساحې له کابل سره مخابره شوې ده، زما شک دی چې په دې موټر کې هم ډېر د فسات شیان شته. محب الله که هر څو ورته کړه چې له ما سره ستا شک تړاو نه لري، خو دی لکه هماغه حمله یې چې پاتې وه نه تم کېده. شاترینې خبره ورسره ونیوله، خپل کارت یې ورته وښود، د هغې میړه هم لوی منصبدار تېر شوی و او ښه نوم یې درلود. آخر تر دې چې منصبدار یې بیا هم هماغسې زلیل سپی پرېښود او له حملې یې وګرځوه. محب الله پوه شو چې دا رقم سپي داسې نه غلي کېږي، ځکه حمله یې ځوروي. له لږ مزل وروسته بازار ته ورسېدل د موټر د تیلو دوه ټنکۍ چې تشې وې، له یو ټانګ ډکولې.

دا ټانګ لاسي و، یانې د څاه په شان به دې تیل ترې راباسل. نیم ساعت کې یې ایله دا دوه ټنکۍ ډکې کړې. لېدل یې چې شاترینا د ماښام په لمانځه ولاړه ده، ده هم زر چهاراندام او فرض وکړل، موټر ته وخوت. ګوري چې شاترینا لا هم ارامه لګیا ده او د سلام اړولو وروسته یې بیا نیت وتاړه. محب الله یو خوا بل خوا د ټوکمار منصبدار لټون کاوه، چې هسې نه دلته راپسې وي. دې اوږده دعا وکړه او له حده ډېره اوږده. موټر ته راغله، له نیم ساعت مزل وروسته چې تر دوشي پورې تلل، د یوه سیند غاړې ته یې موټر کوز کړ. له شاترینې سره کېناست، هغې هم خلاص د هر څه ویلو بلنه ورکړه. ده ورته وویل چې شپه پخه شي په دوشي کې دې پریږدم. تاریکي وه، سترګې یې نشوې لېدای چې ترې وشرمېږي. په سارا مې پریږدې؟ نه، انډیوال هوټلي ته دې معرفي کوم او یا هم هماغه ټوکمار قومندان ته دې سپارم. ته به څه کوې؟ څه به وکړم. هغه به لار نه وي درته نېولي، نورو چیک پوسټو ته به یې حال نه وي ورکړی؟ خدای راوستې ده.

ډاکتر صاحب! له مجاهدینو سره خو یې، مخابره خو ما ولېده، خو ماته بل فساد هم ښکاري، هغه داچې ته یو څه دوی ته ور وړې. محب الله حیران اریان ځان ته لېدل او په خپلې ساده ګۍ غوسه ورتله. فکر یې کاوه دا دومره شفرونه، دا اسرار امیزه حرکات، بهانې ټول یوې ښځې په ډېران کړل او مکمل طلسم یې مات کړ. هغې وویل څه فکر کوې، ده وویل دومره پوهېږم چې تا باید په دوشي کې پریږدم. دا حل لاره نه ده، زه به ټوکمار قومندان ته څه وایم چې دی په کوم سیند لاهو شو، ورته وایه چې هغه له مجاهدینو سره دی، مخابره هم ده کړې وه اوس په زړه لاره کابل ته روان دی. دا هم حل لاره نه ده، بله وایه.

بله داچې سیده دې د دوشي په سیند کې لاهو کړم، هغې وخندل، دا هم نشې کولای؛ ځکه زه په تا کې د انقلاب زور او وږمه نه وینم، که مړه کولای دې هماغه سالنګ کې به دې رغړولې وای. ما په پوهنځي کې روحیات لوستي دي، تا چې د ډاکترۍ د پرېښودو وویل، ما درک کړه، ته له پیسو نه، بلکې د هغوی له وینو او مرګ لېدلو کرکه کوې؛ ته چې دومره فالبینه یې، د راتلونکي اټکل هم وکړه کنه. دا اټکل نه دی، بلکې د شواهدو په لېدو مې درته و وې. د ټوکمار منصبدار څخه یوازې په تا نه ویریږم، په ځان هم؛ ښه، اوس اخرنۍ تجویز وایه. بس چې ته هر طرف ته ځې، زه درپسې قنجوغه یم، تا له مرګ خلاصه یم او ته به مې کابل ته رسوې. له دې وروسته دو اب ته روان شول تر څو د ډاکټر زړور خلکو ته وسلې ورکړي، له هغوی سره یې ولېدل، پنځه شپږ ږیرور وو، وسلې یې ښکته کړې او ښه خوشحالي یې وکړه.

هغوی ته هم لکه چې خبر رسېدلی و، محب الله ته یې وویل هغه بل امانت هم غواړو. محب الله ټکنی شو، خو په دروغجنې وعدې یې له هغوی نیم ساعت وخت وغوښت چې امانت( شاترینا) به دوی ته تسلیموي. د نیم ساعت په پلمه یې د موټر اکسیلټر زورور کړ، څومره چې کېدای شوه، غوښتل یې له ږیرورو لیرې لاړ شي. د غرمې مهال یې د سیند غاړې ته موټر ودروه او د مخابرې کولو هڅه یې وکړه چې له هغه طرفه د ډاکټر زړور شفر راغئ. چیرته یې؟ د دو اب نه بهر. تسلیم دې کړل؟ هو. وسله؟ هو. نقشه؟ هو. خېرویسې، ښځه دې فیصله کړه؟ نه. زموږ نفرو ته دې وسپارله؟ نه. کله یې فیصله کوې؟ نه یې فیصله کوم. پوه نشوم. نه یې وژنم، هیچاته یې هم نه ورکوم. د مرکز امر دی.

مرکز ته وایه رنګ دې ورک شه. دا نشي کېدای، چې ژوندۍ وي ټول پلان خرابېږي. نه خرابېږي. امر دی، تا تعهد کړی دی. ما خپل تعهد پوره کړ، نور تاسې پوه شئ او کار مو. نو ته له موږ سره نه یې؟ خواخوږي لرم، خو نور درکې نه یم. د تاسف ځای دی. هو. پوهېږې د چا دلاسه؟ نه، فرق هم نه کوي. که زموږ خلکو هر چیرته ولېدې… ته ورک شه خلک دې ورک شه. له تېر خدمت دې مننه. ته ورک شې، مننه دې ورکه شه، خدای پامان. انتن یې را خلاص کړ او د مخابرې سیمونه یې سره وشلول، کوز سیند ته یې وغورځول. شاترینې وویل څنګه داسې په قهر یې؟ (کاشکې چې له واورې مې نه وی راوستې.) له دې وروسته سیغان ته لاړل چې هلته د محب الله د پلار یو پخوانی ملګری اوسېده، کور ته یې ورغلل، هغوی یې ډېر قدر وکړ او بیرته له هغه ځایه د سالنګ په لارې کابل ته روان شول. شاترینې هم په محب الله ښې پۍ پریښې وې، محب الله به کله – کله ورته د خریدار په سترګه وکتل، خو د هغې به له شرمه مخ سور شو او پام به یې په بله واړوه.

په سالنګ وختل، تر خنجان ورسېدل، پام یې شو چې دا ځای کې به خامخا هماغه شړل شوی سپی ولاړ وي، لږ مزل یې کاوه چې د نورو سرویزونو لین یې ولېد. شاترینې له لرې په هماغه ټوکمار باندې سترګې شوې چې زموږ سپی هاغه دی. هغه هم ورته راورسېد او سمدستي موټر ته راوخوت. شاترینې ته یې یوه پاڼه ورکړه او موټر چې په سیغان کې پیرعلي( د ده د پلار ملګري) ورته ښکلی جوړ کړی و، بیرته په تبرونو مات را مات کړ. ټوکمار هم لکه چې ښه زړه یخ کاوه، څه یې ونه موندل، ویې ویل موټر دې نوی رنګ کړی دی؛ له دوشي چیرته لاړئ؟ شاترینې یې ځواب ورکړ، هغه څه چې تا لټول، پیدا دې کړل؟ نه، هغه څه خو نه وو، “خو” ته یې خوله جوړوله چې شاترینې یې بیا مخه ډب کړه. اوس ته ماته په یوې ورقې دا ولیکه چې زموږ موټر دې مات – مات کړ او څه دې ونه موندل. ورقه یې ترې واخیسته او مخ په سیده کابل ته روان شول. له څه مزل وروسته کابل ته ورسېدل، محب الله ایله د ارام ساه واخیسته. لږ خوشحاله و او ډېر خپه.

خوشحاله دېته و چې له ستړیاوو راواپس شو، کابل ته راغئ، خپه په دې و چې له شاترینې بېلېده. شاترینا د خېرخانې په اوله برخه کې اوسېده. کور ته یې ورسوله، راځه، هسې هم ناوخته دی، چیرته ځې؟ محب الله ورته وویل زما او ستا لارې نورې بېلې دي. حتمي نه ده، ما درته اوږده پلانونه جوړ کړي دي، کله دې داسې پریږدم. آخره کې یې وویل، څنګه ځان خلاصوې؟ زما غم مه کوه، همدا شپه جلال اباد ته روانېږم او سبا به مې په پېښور کې وي. ما چاته پریږدې؟ د محب الله سره ځواب نه و، نه یې غوښتل چې ترې لاړه شي. د کوزېدو دمخه یې دی په دواړه مخه ښکل کړ او د ډېر وخت لپاره یې شونډې د ده په شونډو پاتې شوې. محب الله نور پېښور ته لاړ، دوه کاله تېر شوي وو له شین ټاغي یې سم فلاینګ کوچ جوړ کړی و، د سوات او پېښور ترمنځ یې چلوه، یو نیم وخت به یې حیات اباد ته هم چکر وهه، هلته زیات رټل شوي افغانان اوسېدل، تر څو خپله ورکه پیدا کړي. محب الله چې هسې هم سربداله او بې خونده و، د پېښور له ساحو یې هم زړه تروړلی و. درېیم کال هم پوره کېده، خو د شاترینې یې هېڅ حال مهال مالوم نشو. حیات اباد ته ډېری افغانان را کډه شوي وو چې پکې د پوهنتون استادان او د مقاومتونو غړي هم وو. د دوی مقاومت هم مات شوی و، څه غړي یې دلته راغلي وو او څه نور یې په کابل کې په سوړو ننوتلي وو. ډېرو یې توبې باسلې وې؛ پخپله ډاکټر زړور بندي و، عجیبه دا وه چې د شبکې یو غړي یې اوس هم له دې ځایه حال اخیسته. د محب الله په هکله به هم کله – کله شفر ورته راتله.

یو وخت یې په یوه شفر کې محب الله ته ویلي و، تېر به هېر کړو، ما هم خپله وړۍ شړۍ نه کړه. د یوې روسي تحقیقاتي غړې کېسه یې هم وکړه چې په کره پښتو راسره غږېږي. له څو میاشتو وروسته په بل شفر کې وو چې له زړور یې اعتراف اخیستی دی، د محب الله سربېره یې د ځینو نورو نومونه هم ترې اخیستي دي. په پېښور کې نور د محب الله ساه بندېده، شین ټاغی یې د سوات لین ته واړوه. د مناني( عبدالمنان) په نوم یو کلینډر ورسره و چې په شین ټاغي به یې د خپل موټر غوندې خیال ساته. دننه یې شین ټاغی بېخي صفا ستره کړ. د پښتانو پرې ځای نه کېده؛ یوه ورځ څو پنجابي چې لنګونه یې تړلي وو او په پاڼ یې شخوندونه وهل، شین ټاغي ته وختل، که څه هم په شین ټاغي کې د نسوارو او نورو چټل شیانو په هکله ورته سهولتونه وو، خو پنجابي پاڼ د شین ټاغي په غولي توف کړل؛ منانی پسې سرېخ شو او ورته ویې ویل چې په خپلو جامو به یې پاکوي.

آخر داچې په پنجابي یې ځای ښه سم پاک کړ، د سپرلۍ په کوزېدو کې نورو پښتانو منانی په مټ وټوپاوه چې افرین د نر بچیه. یوه ورځ یې بیا له پېښور نه د غرمې مهال سپرلۍ راوخیستې، د ملکنډ له غاښې تېر وو، محب الله ګوري چې په سپرلیو کې یوه ښځه زګېروي کوي او خپله خیټه یې نېولې ده. شین ټاغی یې یو طرف ته کړ، نورو سپرلیو ته یې و وې چې ښځه په مشکلو کې ده، زه یې باید څه چاره وکړم، هغوی ته یې واپسي کرایه ورکړه او لاړل. محب الله شین ټاغي ته وخوت، د ښځې زګېروي لا پسې زیاتېدل؛ په خاوند یې هم خولې را ماتې وې. ورته ویې ویل زه ډاکټر یم او ډاکټر محرم وي، ښځه یې په غولي وغځوله، که څه هم ولادت بې مشکلاتو نه و، خو پخېر تېر شو او د ښځې زوی پیدا شو. د زوی په پلار د خپګان خولې وچې شوې، بې زړه و چې اوس به چیرې ځم؟ محب الله ورته وویل تاسو د کوم ځای یئ؟ موږ د شانګلې یو. موټر یې سیده د شانګلې په طرف کړ، له څه مزل وروسته د دوی کور ته په تاریکۍ کې ورسېدل.

محب الله واپسي کوله، خو د کور خلک پسې راووتل او له تګ یې منع کاوه؛ خو دا وخت یې په سختۍ ځان ترې خلاص کړ او د بیا وعده یې ورسره وکړه. منانی ورپسې مېخ و چې ته ډاکټر وې، دا د ډریورۍ بې عزته کار دې څه کاوه. نور که په سوات کې نه و، خو په ټول لین کې محب الله په ډاکټر مشهور شوی و، خو د محب الله له اوله د ډاکټرۍ سره جوړه نه وه. یو وخت یې یو سیلانی له پېښوره تر سیدو شریف پورې ورساوه، د سیلاني له تګ وروسته مناني ورته وویل چې سړي خو زرګون راکړ، محب الله فکر یوړ، د پنځوسو پر ځای زرګون؟ خو ورکړی به دې و، زه د خدای په داد ناشکره نه یم. محب الله غوسه شو، وایي خوار خدای کړې، کاپر چا کړې. ایسته یې پسې منډه کړه، بازار کې نه و، د سیند غاړې هوټل ته پسې ورغئ، د خبرې په کولو یې د هوټل مالک ورته حیران وکتل.

آخر یې د سېلاني اطاق پیدا که او دا خبره یې ورته وکړه، خو هغوی چې خاوند او مېرمن وو، سر پرې ونه خوځاوه. ایله یې دا و وې، «بکشیش». مانا بخشیش. خو محب الله ورته کړه چې موږ افغانان په بخشش نه یو عادت. سېلاني د زرګون پر ځای دی له لاسه ونېوه او دننه یې کېنوه. زما نوم «پویګ» دی، ژان ژوزې پویګ او دا مې ښځه ده «ماغی». (زما نوم محب الله دی، البته ډاکټر محب الله.) ډاکټر یې چې یاد کړ، فکر کې شو، شاید د پاکستان تر تاثیر لاندې راغلی دی، دلته خو د هر سړي له نوم سره یوه د لعنت غاړه کۍ تړي. دوی د افغانستان خبره ورته وکړه چې هلته ځو، چکر وهو او د پنجشیر په سیند کې به خالداره ماهیان ونیسو.

دا وخت افغانستان کې ماهیان په وینو لامبېږي، هلته ښه حال نه دی. آخر محب الله روپۍ ور پرېښوې، ویې ویل چې بل وخت به یې راکړئ. سیده خپلې خیمې ته راغئ، ګوري چې د خیمې په دروازې پورې یو سپین کاغذ ستنجاق شوی و ( ډاکټر زړور یې اعدام کړ). خواشینۍ یې په مټونو درنده لاسونه کېښول، د ډاکټر زړور صحنې ور یاد شوې، (صفا خرییلی مخ، رنې، تېرې سترګې. هر وخت صفا دریشي په غاړه.

همیشه د خلکو ستونزو ته ولاړ، ټوکي او خندانی.) یو وخت د ده سوانح په یوه کتاب کې لیکل شوې وې چې د لغمان و، په کابل کې یې پوهنځی ولوست، د جرمني نه د فلسفې د ډاکټرۍ له تېزس سره راغئ، څلور کاله یې په پوهنتون کې درس ورکړ، بندي شو او دا دی اعدام شو. حتی اخیري پیغام یې هم بې ټوکو نه و، ویلي یې وو (زه نور د مجاهدینو له ښې ووتلم. د دې پر ځای چې ستاسو په شان مې هلته په پېښور کې مردار کړي، د کمونستانو د لاس شهید ښه یم.) (حتی دا یې هم ویلي وو چې د کاپر لور روسۍ راڅخه اقرار واخېست، خو ارمان دا دی چې یو ځلې خو یې خوله راکړې وای.) د ده مرګ په محب الله هم ژور اغېز کړی و، ځانته د غمرازۍ په توګه یې ویل چې خپله یې ځان پرې مړ کړ. د پرفیسورانو یې له جهاد سره څه، افغانستان له یوه سره اور و او دلته خاص اتشفشان ځاېیدل. د پوهې مسیر په دې و چې څنګه ماین خښ کړه، څنګه کلاشینکوف زده کړه، څنګه بل و وژنه. د تعلیم بې وزلۍ بابیزه توب ته یې پام شو، دولس کاله مکتب، څلور کاله پوهنتون، دوه کاله ماسټري، څلور کاله ډاکټري. تقریباً دوه ویشت کاله خواري په یوه لحظه کې هېڅ شوه. خو مرګ هم عجیبه دی، نه باچا ګوري، نه ډاکټر او نه هم غریب. هر چاته خپل دا آخرنۍ حق رسېږي.

که څومره لاسته راوړنې دې لرلي وي، که څومره ظلمونه دې کړي وي، خو چې مړ شې، هر شی په ټپه ودرېږي. ته به همداسې کالبوت پاتې شې، که دې څوک ستایي او که غندي، بې مانا به وي. د ډاکټر زړور مرګ دومره بې حاله کړی و چې یوه شپه یې په خوب کې ورسره جنګ و، ورته یې ویل ولې دې ځان آخر هم مرګ ته ورکړ، ولې له ما سره نه راتلې، اوس به دې پېښور پوهنتون کې چاته څه ورښودلی. ولې دې ځان تباه کړ. د اسلام دپاره دې ځان و واژه؟ نه، اسلام زما تر زیږیدو پخوا هم و، اوس هم شته، زما په ژوندوني هم و او وروسته به هم وي. وطن دپاره؟ نه، وطن هم همداسې در واخله. چې د دین او وطن لپاره نه و، اوس مې لږ ملا که چې د څه دپاره؟ د ځان دپاره. که ما دا قرباني نه وی ورکړې، بیا هم پوهېدم چې ځانته به مې سترګې ټیټې وای. څه مانا؟ ځان ناګاره مه اچوه، ته هم پوهېږې او زه هم. دا وخت محب الله دومره لویې چیغې و وهلې چې مناني او څو نورو کسانو سیده خیبر روغتون ته یوړ. ځان یې چې سموه، له لېونو سره پروت و. له دوی سره یې ډېرې خاطرې پاتې وې، په هفته کې دوه ځله ډاکټران د دوی ویزیټ ته راتلل، چې اکثر به د پېښور د طب پوهنځي محصلین وو. په دې لېونیانو کې یو افغان هندو هم و، خپلې متیازې به یې په ورغوي کې ډنډ کړې او بیا به یې پوزې ته وړې او د خلکو پوزو ته به یې هم مخته شاته کولې. یوه ورځ یې ډاکټر ته داسې حرکت وکړ، هغه سمدستي وویل دا سړی Ganser Syndrome دی. اکثر لېونیانو د دې غلط فهمیو له وجې بېلابېلې شکنجې لېدې او حال یې لا پسې بدتر کېده.

ځان سره یې وموسل چې ډاکټر د لوستلي کتاب خبره کوي، خو دا مثال یې د دې هندو مریض نه سل متره لرې و. زه هم پاتې نشوم او زما د تذکرې له لېدو وروسته یې سمدستي وویل دا کابلی ډیپریسف مینیا لري او د اوغانستان د جنګونو سره په دو خوارانو کې ډېر پیدا کېږي. محب الله غلی و چې هسې نه نورې بلاوې ور پورې ونه تړي. منانی به هره ورځ د ده لېدو ته تله، ورته ویل به یې راځه چې ودې باسم، خو ده ویل زما هسې له دنیا زړه تور دی، له دې لېونیانو سره خوښ یم، هسې زه هم لېونی یم. یوه ورځ یې لېونیانو ته د هغوی د خوښې مطابق خبرې وکړې چې په اصل کې تاسو دومره لېونیان هم نه یئ، لکه څومره چې ډاکټران فکر درته کوي، تاسې باندې یوازې اعصابي بوج راغلی او دلته یې راوستي یئ. زه هم ستاسې په شان یم. تاسو ښه درک کولی شم، ټول مې وطندران یئ، له دې ډاکټرانو به یې پټه کړئ، خو له ما یې نشئ پټولی. ټول ورته راټول وو او زنې ته په لاسو ورته ناست وو. د ده خبرو ښه خوند ورکاوه.

ټول یې په ځان پسې کړل. یوه ورځ یو لېوني سندره زمزمه کوله، چې دته شاترینا یاد شوه، بیا یې روحي ټکان وخوړ او زور پرې راغئ. غریب بد خښ و، خوبولو سترګو کې یې ځان لېده. یوه هفته پس له کلینیک بهر شو، منانی سره د شین ټاغي ورته ولاړ وو، چې موټر ته شو، ګوري چې نور لېونیان هم پکې ناست دي. په خندا – خندا یې د سوات په لور حرکت وکړ. مناني د دوی صفت کاوه چې روغ خلک دي، هسې یې په لېونیانو ورګډ کړي دي. محب الله سره دا وسوسه وه چې په دوی به اوس څه کوم، د ورځې مړۍ به له یوه هوټل را واخلو، د شپې به څه غم کوم؟ دا وخت د ملکنډ له غاښې تېرېدل چې هغه سواتی ور یاد شو چې په شین ټاغي کې یې د ښځې لنګون شوی و. فکر یې وکړ چې شپه په هغه ور وړوو. له دې مخکې مناني لېونیان تر نایي روان کړل، ټول یې سره سم او تر جامو څپلیو نوي کړل. ټولو یو بل ته په خوشحالۍ لېدل. سبایي یې بیا پېښور ته یوړل او د روغتون مخې ته یې ښکته کړل. که څه هم دوی ورڅخه نه شلېدل، خو محب الله په سختۍ ترې ځان خلاص کړ.

وروسته خپلې خیمې ته راغلل، منانی چې بیا د دوی پوښتنې ته ورغلی و، ویل یې یوازې یو هندو پاتې و، نور ټول رخصت شوي و، ډاکتر په غوسه و چې کوم حرامي زما مریضان ترولي دي. محب الله ورته وخندېده. دا وخت محب الله ویده و چې هماغه سېلانیان یې خیمې ته ولاړ وو. دننه یې کړل او په غولي کېناستل. وروسته مناني محب الله ته په خندا وویل د پرنګیانو کون غپي لکه مات وي، سم کېناستلی نشي. ژان زوژې له محب الله سره د افغانستان او روسي حکومت اړوند ډېرې خبرې وکړې، تاتیانا یې یاده کړه چې پښتو یې د مسکو خارجه وزارت په بین المللي انسټېټیوټ کې زده کړې وه. اصل کې پولینډۍ وه، خو اوس د روسیې له خاورې او حکومت نه په هېڅ قیمت نه تېرېږي.

په دې انسټېټیوټونو کې اول ټول ښوونکي افغانان وو چې پکې یو پاینده محمد زهیر هم و. زهیر بیا په شوروي کې د کومې مرموزې ناروغۍ له وجې مړ شو. د روسیې په ډېری نورو ښارونو کې هم د پښتو ژبې د زده کړې لپاره ځایي کورسونه جوړ شول چې پکې ټاکل شویو خلکو پښتو زده کوله. نه یوازې دا، بلکې د KGB نورې مروجې ماغزه مینځوونکي خبرې هم پرې زده کېدې. افغانان به هلته ښه نازول کېدل او چې ځینې به یې وطن ته لاړل، له علمي او فني پلوه به یې ښه روزلي وو، وخت نا وخت یې د روسیې لپاره چوپړي هم کوله، یانې د دوی له لورې به دلته استول کېدل. تاتیانا او نورو همکسبو ته لوی – لوی متخصصانو استخبارتي او عملي درسونه ورکول چې څه ډول له ستونزو او مشکلاتو ځانونه وباسي او ګیر پاتې نشي. ژان زوژې ویل د KGB تکتیک ډېر باریک او نغښتی و. د یو ملک له وزیر راونېسه تر مذهبي ملا ټول یې په یوه ګوته تاوول.

د هر چا له کمزورۍ یې استفاده کوله او په جال کې به یې ګیر کړل؛ آخر به سړی کښېووت. ژان زوژې د افغانستان د یو ملا شبه خي کېسه هم ورته تېره کړه چې څنګه یې په منګولو کې ونیسي. له نمونې یې تېرېږم چې بیا لېکنه لا پسې غځېږي. که څه هم دا خبرې محب الله پورې مربوطې نه وې، خو ښه په خلاصو غوږو یې اورېدې او خوند یې ورکاوه. د KGB تر ټولو مهم کار دا و چې په هدف شوي ملک کې خپل جاسوسان ځای کړي چې همدا دوکه یې له ملا شبه خي سره هم وکړه. له جګړې دمخه یې نیمه جګړه په همداسې مرموزه فضاء کې اداره کوله او د هدف شويو پلانونه او مرکزونه یې په ورو – ورو له منځه وړل. یانې نیم جنګ یې په فکري او استخبارتي تکتیکونو کاوه. خبرې یې لا پسې غځېدې، ویل یې چې ځینې زر نه کښېووتل. KGB هم له هغوی سره له بل تکنیک کار اخیسته. KGB د جاسوسۍ د دستګاه سره د خلکو په رانیولو کې درې مهم وسایل کارول چې دوی پکې ونښلي. اول پیسه چې ډېرې بندې لارې یې وار دمخه خلاصولې.

دویم ښایسته او شهواني روسۍ سرې نجونې چې په یو ځل لېدو به یې سړی ښکېلوه. درېیم شراب وو چې سړی به یې پرې نشه او بیا به یې د هماغه ځای شراب خور کړ. خو شبه خی دې درې واړو ښکېل نه کړ. آخر KGB له یوې بلې لارې ګټه واخیسته چې شبه خي ته یې ښکلی د برندو سترګو ګرجی هلک مخته کړ او آخر یې هم په لومه کې ګیر کړ. شبه خي دې هلک ته سېپاره ښودله، خو آخر یې خپل شهوت پرې سوړ کړ. ژان زوژې ویل چې دا وخت به له هر کس نه په پټ ډول عکسونه واخېستل شول چې وروسته به د اوامرو څخه د انکار پر وخت ور مخته شول چې نور دې خوښه. آخر به سړي ورمېږ ټیټ کړ. محب الله دومره خبرې خاص د دې لپاره واورېدې چې آخري خبره ترې وباسي، خو ژان زوژې ناڅاپي چوپتیا په دې ماته کړه، ډاکټر زړور چیرته دی؟ محب الله هم هک حیران شو، په ځان و وېرېده او ځان یې سره راټول کړ.

روسانو اعدام کړ. څه وایې، دلته یې درته حاضر کړو؟ محب الله سترګې غټې کړې، څه؟ تاسو فرانسویان لکه چې مړي هم ژوندي کوی؟ بیا یې وویل ته څوک یې، له زړور سره څه علاقه لرې. هغه وویل ځان تیار کړه چې په کابل کې یې درباندې روغ ووینم. محب الله ورته وویل چې پوره حال راکه، که نه نو، بیا به سره ونه وینو. ژان زوژې هم لکه چې د محب الله له جدیت پوه شوی و، ( زه د فرانسې د جاسوسۍ ضد دستګاه کاریګر یم.) زموږ له فرانسې یو ژورنالیست چې دلته راغلی و او د یوې موضوع د نړیوال کولو په وجه دلته نېول شوی چې اقرار هم ترې ثبت شوی دی او په نیولو کې یې د تاتیانا چې له زړور هم دغې حال اخیستی و، لاس دی. زه راغلی یم چې هغه خلاص کړم او ته به زړور خلاص کړې. اوس که پېښور ته ځې او کابل ته، خوښه ستا ده، یوه بله خبره هم دا چې په کابل کې ستا په انتظار یوه ښکلې نجلۍ هم په انتظار ناسته ده.

محب الله هیجاني غوندې شو او شاترینا یې په زړه و ورېده. کابل ته له روانېدو یې ژان زوژې ته کړه چې له اوله درباندې شکي وم، کله چې دې د زرګون لوټ راکړ، پوه شوم چې دومره کم عقل هم نه یې، څه شته، بیا دې د پنجشیر په سیند کې خالداره کبان یاد کړل؛ ولې هلته کبان نشته؟ کبان شته، خو خالداره یوازې د هندوکش په سیند کې دي. ژان زوژې شرمېندوکي خندا وکړه. کابل ته روان شو او کابل دننه د شبه خي له هرکلي سره مخ شو. اطاق ته لاړل، شبه خي ډېرې کمې خبرې کولې، خو مهمې او پر وزنه خبرې یې کولې. محب الله د شاترینې فکر وړی و چې دغلته خو ده، څنګه به وي، زه به یې یادېږم که نه؟ شبه خي د سبا ورځې پلان ورته ووایه چې یو مجلس ته ځو، هلته له څو خلکو سره وینو. محب الله فکر یوړ چې روسان هم عجیبه ښاپیرک خلک دي، هر وخت په پټ پټوني کې خوښ وي، په چا عرض نه لري، خپل هدف پسې ځي. په ژور ټک او غولونه کې اول نمبر دي. خبر به نه یې د پرتوګ پایڅې به یې در پورته وي. الکسي تولستوی د روسي خصلت نومي کتاب کې همدا خبره په ژوولې بڼه داسې کوي، (دا چې د شطرنج نړیواله قهرماني اکثره د روسانو په لاس کې وي، د دې چینه هم همدا روسی خصلت دی چې په خطا ایستلو، ژورو توطئو او د کاسې لاندې د نیم کاسې په پټولو بنا دي.) د محفل ته له ورتګ دمخه شبه خی ورباندې لګیا شو، د محب الله ږیره یې ور وخرییله. غټ مصنوعي بریتونه یې پرې وټومبل. ویښتان یې پرې منظم کړ. دریشي او نور هر څه لوازم یې ورته تیار کړ، خلل ص داچې په سیي مانا روسی یې ترې جوړ کړ. مجلس ته لاړل، محب الله ګوري چې افغانۍ او پښتنې هم پکې دي.

د څټ ګریوانونه یې V دغسې خلاص کړي وو سکسي وو. ښه نه ښکارېدل او یو ډول پکې افغانیت او پښتونوالۍ ته سپکاوی و. په همدې وخت کې یوه ښکلې روسۍ پیغله چې ابي کمیس یې تر زنګنو رسېده د محب الله خواته راغله او په رسا پښتو یې وویل( زه تاتیانا یم) محب الله چې د خپل معرفت په وخت غلی شو، دې سمدستي وویل که غلطه نه یم، ته محب الله یې. ده وویل ته تېروتې یې، زه محب الله نه یم. ټول دې پېژني چې په شوروي کې دې تحصیل کړی او د سالنګ د غاښې په جوړولو کې ستا کارنامې ماته مالومې دي. ته خو د هغه سالنګ قهرمان یې، اول چیپ تا پرې وخیجاوه. دا هماغه تاتیانا وه چې ده یې نوم اورېدلی و، رښتیا هم پۍمخې وه او د پښتو په ویلو کې خواږه پښتنه ښکارېده. یو چا یې پر مټ لاس کېښود، ګوري چې هماغه درې کاله پخوانۍ لېدونکې ښاپیرۍ چې هېڅ تغیر یې نه و کړی، ولېده. ایله یې د سترګو یخوالی مات شو.

شبه خی یې د غماز په ډول راغئ او په موټر کې یې کېنول. دا وخت شبه خی سم ښوی شوی و. یانې ږیره هر څه یې خرییلي وو. اطاق ته لاړل، په تلویزون کې عربي نیمۍ بربڼډې سندرې وې چې وښایي عربي دومره پاکه هم نه ده لکه څومره چې زموږ خلک ورته د تقدس په بنا وو. ځکه هغوی دا ژبه قراني ژبه ګڼله او د همدې له وجې یې زیات احترام ورته کاوه. محب الله فکر وکړ، شاید دا فساد هم د شبه خي په شان ملایانو ورته ښودلی وي چې زموږ د خلکو د حیا پرده وشلوئ، خو د دوی په خپل دود. خلک به د عربو له عزت څخه لاس واخلي او پوه به شي چې دا ناکردې په عربانو کې هم شته. زموږ د خلکو به د دوی څخه او د دوی له ژبې څخه یو ډول کرکه پېدا شي. عرب به بد وګڼي. دا ځکه مهمه وه چې عربو به له مجاهدینو سره اکثرا مالي مرسته کوله، خلکو ته به یې ویل چې دا د دیني پخلاینې له مخې کوي. اوس به خلک درک کړي چې عرب دومره پاک نه دي او نور به ورڅخه نفرت شروع کړي. شبه خی راغئ او پلان یې داسې و وې چې فرانسویانو د تاتیانا سره دا تجارت کړی دی چې الن ګیو به ورسپاري او فرانسویانو ورسره منلې ده چې هغې ته به امریکا سیاسي پنا ورکوي. محب الله ته یې کړه، بله ښه داچې د ډاکټر زړور خبره یې هم راسره کړې ده.

محب الله شاترینا هم راضي کړه چې د لارې ملګرې به یې وي او په چیک پواینټونو به هاغسې جادو کوي لکه په سالنګ کې یې چې کاوه. دوی به تر سرخکان پول ځي، له هغه وروسته به کار د محب الله په غاړه وي، ځکه د هغه ځای واک په مجاهدینو کې د عبدالرحمن په نوم تورن سره و چې د محب الله ځانګړی ملګری و او محب الله د روسۍ د تېښتې خبره ورسره شریکه کړې وه؛ تورن هم ویلي وو چې په کابل مې زور نه رسېږي، ایله یې تر پل راورسوه، نور خلاصې تڼۍ ګرځه. سهار مهال په وزیري چمن کې محب الله موټر ته وخوت، شاته کېناست چې مخته ورته یو د کالبوت په شان څوک په کمبلو کې نغوړلی پروت دی.

فکر یې وکړ چې هماغه الن ګیو به وي، له ډېر ځير وروسته یې نږدې و چې چیغه یې کړې وای، وپوهېده چې ډاکټر زړور دی. هیجاني – هیجاني یې زړور لېده. څو دقیقې وروسته یوه ښکلې کوچانۍ جامو وله ښاپیرکه نجلۍ هم موټر ته راوخته چې شاته پسې یو بل نیم ږیری سړی هم و. محب الله سوچ وکړ، چې غلط شوي به وي، د کرایې موټر فکر به یې کړی وي؛ خو د شبه خي له التفات پوه شو چې دوی هم د دې ډلې دي. نجلۍ یې هم چې ډېره ځیر کړه، تاتیانا مالومه شوه او اخرنی فکر یې دا وکړ چې دا بل الن ګیو دی. شاترینې که څه هم ناوخته کړ او شبه خي له ډېرې غوسې زګېروي کول، د میوند جادې په بلاکونو کې را ښکاره شوه. موټر ته وخته مخ په جلال اباد روان شول. د ماهیپر چیک پواینټ ته په رسېدو د خاد سړی راوخوت؛ یو خوا بل خوا یې په موټر کې سترګې جینګې کړې، تذکرې یې ولېدې او له شاترینې سره یې په فارسي خنداني ګپه وکړه.

وروسته یې په تاتیانا نظر راغئ، راوڅکېده، د ډاکټر زړور په لېدو یې وویل چې دا څه رقم مریض دی، کابل کې نه دی ښه شوی او تاسو یې بل طرف وړی؟ د تاتیانا د ښکلې پښتو د دوکه بازۍ او تېرویستنې ګپ شروع شو. ځان یې ناګاره واچوه، مانا زه په پاړسي نه پوهېږم، خو په زګېرویو، زګېرویو یې شروع وکړه. ( هو وروره، خدای دې په ځوانۍ برکت که. مریض مې راوستی و، په چارصدو بستر کې یې د خدای وسې ورباندې وکړې، خو د خدای رضا به یې وه اوس یې میالي صیب ته بیایم چې که پیران راوننګوم او خدای دی را جوړ کړي. خادیست له زړور کمپله یو طرف ته کړه، (ادې، دا زخمونه خو داسې دي لکه چا چې په چاقوګانو وهلی وي.) ( هیچا نه دی وهلی، خپل قسمت پرې کوټه دی، ځان وهي او په ځان رحم نه پېژني. میالي صیب ته یې بیایم، که خدای ښه که، نظر مې منلی چې ښه غوټ پسه پسې حلال کړم.) دا واخله توتان دي، خوله پرې خواږه کړه، ته هم د مور الواد یې او هغه خوارکۍ به څومره درپسې خپه وي چې په دې یخ کې د خدای او اسلام خزمت کوي. خادیست لا هم د زړور شکل لېده، خو محب الله داسې درک کړه چې سړی په تاتیانا ښه نه دی.

شاته د موټرو هم هارنونه و. شاترینې ته یې په فارسي وویل صبر چې زه هم جلال اباد ته ځم. د ځان پر ځای یې بل کس موظف کړ، راوخوت او غبرګ کېناست. مخته د سروبي چیک پوسټ راغئ، خادیست ته یې سلام وکړ او ترې تېر شول. خادیست له کوچانۍ سره کېناست او د شرابو څښل یې شروع کړل. محب الله به په ماته ایینه کې لېدل چې دواړو ښه زور ورکړی او سره ښورېږي. دا وخت شبه خي رزیل هم دا سندره شروع کړه، ( اې سربازه یاره! خېژه په مورچل باندې، بیا به دې اوده کمه…) خو دا بله برخه یې د ځانه جوړه کړه (ښه ښایسته کمپل لاندې.) محب الله هم ژورو فکرونو لاندې کړی و، د KGB رازونه ور په زړه شول، شکي به شو، خامخا خادیست موږ کشف کړي نه وو، په دې کې د شبه خي مردار لاس نه وي. تاتیانا خو ښه روزل شوې ده، ټول پلان هغې نه وي جوړ؛ د ناساز فکر انتشار نېولی و. تاتیانا هم واقعي پرهنره وه، خادیست یې داسې تر خپل لاس لاندې کړ چې د ټولو چیک پواینټو څخه یې سلامت تېر کړل او د لارې ډوډۍ هم ده ورباندې وخوړه.

د سرخکان پل ته ورسېدل، مخته ګوري چې ستره حکومتي قوه ولاړه ده او د جلال اباد تر مرکز ځي. شبه خی ښکته شو، څه توس یې وواهه، بیرته راغئ محب الله ته یې سترګې کړې نور بې تکلیفه نه یو، له دوی سره به مو سر شي. (شبه خیه موټر په څه چل له ښاره ګوښه ځای ته کړه، زموږ نفر د پله هغې خواته له موږ سره حال اخلي.) تاتیانا وویل تا موږ سره پل ښودلی و، اوس خبره هغه ځای ته شوه؟ هېڅ پلان واټر پروف نه وي، موږ څه پوهېدو چې ستاسې کاروان به دلته پښې غځولي وي. ښکته د سیند غاړې ته ښکته شول، تاتیانا د یوې وړوکې غلطۍ له وجې خادیست شکي کړ، هغه داچې په پلتیو کېنه ناسته؛ خو چلاکه وه خپله غلطي یې درک کړه او جګه شوه چې زما مریض ته هم لږه مړۍ ور وړم. بیا راغله، هماغسې په ولاړو زنګنو کېناسته او داسې یې وښودله چې همیشنۍ کېني؛ خو دا ځل یې پونډۍ پورته کړې وې او خادیست یې په خپل شهواني حوس کې ښکېلوه. خادیست به هم چې د دې رګونه ولېدل، سربداله به شو. دا وخت شبه خي وویل ټایر بچ شوی دی او بله شټپني هم نه لرو، خادیست کلکه څپېړه ورکړه چې (چرا شتپني نه داری؟) قوه هم روانه شوه او د خادیست شک ورو – ورو دی په هوا کړی و. ځان یې ښه نه لېده، لکه چې ساه ګانې یې سینې ته راټولېدې. تاتیانا او شاترینې په څه چل تر پل هغې خوا ته کړ، محب الله او الن ګیو هم پسې روان شول. بالاخره د عبدالرحمن کسانو ته ور ورسېدل. له هغه ځایه په شپه کې چې مجاهدین ورته مخته شول او محب الله، الن ګیو ورپسې شول؛ څه مزل یې وکړ چې د مهترلام او میندره وړ کې له خپلو کسانو سره یو ځای شول. په موټر کې کېناستل او تر قرغه یې روان شول، تر قرغه یې وروسته چهارباغ راځي، چې هلته یې موټر ودروه. یو چا د محب الله نوم واخېست؛ چې ویې لېده تورن عبدالرحمن و.

ټینګ ستړي مه شی یې سره وکړ. زموږ دوه نور کسان هم وو، هغوی څه شول؟ یو خادیست و چې زموږ نفرو سره دی. یو بل ډریور هم و. زموږ نفر چې کله د مریض را اخیستلو لپاره تللي وو، هغه ته یې ډېر انتظار کړی و؛ خو مریض ورته ویلي وو چې پرېږدئ، هغه غوټ جاسوس او د څو ډلو سړی دی. تورن وویل باید بیړه وکړو چې مخته مو د ګمبیري ډاګ دی او ځان تر مزار درې سپین جومات رسوو. تورن موټر ښه ګړندی روان کړ، تاتیانا په شاترینې پسې خښه وه. اول ځل به و چې واک او شیان د دې په کنټرول کې نه وو او یوې داسې ایندې ته یې سترګې وې چې جاج یې په کتابونو کې لوستی و. د رسېدو سره سم تورن او موږ د څه درز واورېده، تورن وویل لکه چې ورانی پېښ دی، هلی زر کوئ، په دې کښتۍ کې خېژئ. موږ لا ختلي نه وو چې د مجاهدینو یو ډاټسن راغئ او محافظ ترې ښکته شو. قومندان صایب! زموږ مرکز یې بمبار کړ او دړې وړې شو؛ تر شلو زیات زخمیان هم لرو او ډاکټر ملاریا هم کلک زخمي دی چې هغه مو شفاخانې ته یوړل. تورن وویل هلئ تاسې سپاره شئ، زه یې له غره ورسره ډزوم چې تر څو تاسې تېر کړم. محب الله وویل ستاسې شفاخانه چیرته ده؟ د تور غره په یوې سمڅې کې د مرکز نه یو څه لرې. ستاسې ډاکټر هم زخمي دی، د نورو زخمیانو چاره به څوک کوي؟ یو وخت ډاکټر ملاریا و چې د ملاریا ستنې یې وهلې او په ډاکټر مشهور شو، اوس هغه تا چې را ښودلي وو، رانه هېر نه دي، د هغو په مرسته به یې څه چاره وکړم، ته ورځه. پټۍ مټۍ لرئ، هو. هر څه شته، د جراحۍ سامان هم شته او زه پکې تکړه یم. ورځه خدای پامان. ته صبر چې خدای پاماني واخلم، زه هم درسره ځم. تورن په حیرانۍ ورته وکتل. کښتۍ کې یې شاترینې ته هدایت وکړ چې داسې به لاړ شئ، دوی به دې تر محمدګټ پورې ورسوي؛ هلته شین ټاغی درته ولاړ دی. زړور درسره واخله د باجوړو په سالارزو د ډاندوکی ملک خېردین کره زما انتظار باسئ. شاترینا له کښتۍ راښکته شوه چې ته نه ځې، زه هم نه ځم. ته باید لاړه شې، زړور ورسوه، زه تر بل سبایي سیده در رسېږم.

که نن دوی دغسې پرېږدم، تر ټول عمره به وجدان ته سرټیټی یم، خو هغه هغسې ټینګه وه چې زه به پټۍ درسره تړم؛ خېر دی، دا ډېر وخت وروسته مې پیداکړې اوس مې داسې مه پرېږده. حال ډېر بدتر دی، نور دې خوښه. تورن هم وویل ډاکټر صایب نجلۍ مه پرېږده ورځئ، زموږ مجاهدینو که اول وي که آخر، انجام مرګ دی. شاترینې لکه چې د تورن بې وسي لېدلې وه، په بې شرمې یې د ټولو په مخکې د محب الله شونډې ښکل کړې او کښتۍ ته وخته. شفاخانې ته لاړل د زخمیانو حالت یې کنټرول کړ. حالت څه نا څه عادي شو. تورن وویل ته هم باید نور لاړ شې، موږ هم په چربانک دوه سرکې باندې یو عملیات کوو، چې دښمن پوه شي، خلک لا هم شته. نور څه عملیات دي، یو ډز هلته او بل دلته. د خرپ نه مو ترپ ډېر دی. دوی چې یو ډز واوري، هېڅ بې هېڅه یې واڼۍ وتښتي. بس ته ځه، یو مجاهد به درسره حاضرباش وي، بېغمه ځه. تورن لاس ورکړ، آخره کې یې څه ویل خو محب الله یې په شوڼډو لاس کېښود او ترې روان شو. (خامخا به دا خبره وه چې دا به مو آخري دیدن وي). محب الله په مجاهد پسې روان شو، تر درونټې ورښکته شول، محب الله ته هاغه پخوانۍ خاطرې ودرېدې، پوهنتون او نور؛ خو اوس هر څه تپه تیاره وو، حتی د سپیو غپا هم نه وه. د کامې سیند سره لږ کېناستل او بیا مخ د کونړ په سیند روان شول. د کوم ځای نه ډاټسن پرې راغئ، لکه چې تورن یې بیا هم مرسته کړې وه.

د سیند نه پورې غاړه، د کونړ د سرکاڼو نه ناوه پاس او د چمر کنډونو له لارې محمدګټ ته ورکوز شو او بیا په کرایی واګون کې د باجوړ ښار د ماښام مهال د ملک خېردین کور ته ورسېد. شین ټاغی یې ولېد چې نه و، د ملک صایب زوی ورته کړه چې ستا موټر یو څو بهرنیانو سوات ته روان کړ، ویل یې ورشو ته ځو. محب الله زړه نېولی شو، ما خو داسې پلان نه و ورکړی، خدای مه که څه ګډوډي نه وي پېښه شوي. دغو سوچونو کې و چې پخپله ملک صایب په جیپ موټر کې له واده راغئ، زوی ته غوسه شو چې ولې یې میلمه بهر درولی؛ ملک صایب د پاتې کېدو نه یم، روان یم وشو ته. ته راځه مړۍ وخوره، خدای به هر څه سم کړي. په توره شپه کې د ملک خېردین په جیپ کې د سوات په درې ورنېغ شو او سبایي وشو ته ورسېد. د یو هوټل مخې ته یې جیپ ودروه، شین ټاغی یې ونه لېد. د شاه لخوا چا ورباندې اشنا غږ وکړ، (ډاکټر صایب دې پخېر راشي.) چې یې ولېد هماغه سواتی یار و چې ښځې یې په شین ټاغي کې زوی زیږولی و. غېږه یې ورنه تاو کړه، ده ورڅخه د شین ټاغي پوښتنه وکړه، هغه وویل، کوم شین ټاغئ ښیې، زما زوی که ستا موټر؟ دی خبر نه و چې سواتي په خپل زوی هم د شین ټاغي نوم ایښی دی. ستا موټر ستا خارجي دوستانو پېښور ته روان کړ، سبا بیا راځي. محب الله چې بلې پوښتنې ته خوله جوړوله، ده وویل راځه، امانت دې دغلته دی. شاترینا هم د لالټین له رڼا سره د هوټل په بره څنډه ولاړه وه.

په محب الله د سرګردانۍ ورځې وې، خو ملک خېردین ورته دومره ډېر سوغاتونه وریجې، غوړي سابه او نور… رالېږلي وو، چې د یو کال یې کېدل. سواتي اشنا هم وریجې، ګیس، کمپلې، سابه یو توپک او یوه ګردنۍ ورکړه. په دومره ډېرو شیانو موږ څه کوو؟ هغه وخندل، بس ستاسې د ټول ژمي همدا کور دی. نو که دښمن دې ګېدړ هم وي، تابیا به د زمري ورته کوې. بله داچې ستا نجلۍ راته د نکاح وویل، زه خو ملا نه یم خو بیا م ښه یم. کوټې ته لاړ، ګوري چې یو ګل ګلی دسمال ایښی دی او څو رنګه پټاسې پرې پرتې دي. اودس یې وکړ او دوه رکعته لمونځ یې وکړ، شاترینا هم راغله چې د سر نه تر پښو پورې په پښتاني جامه کې پټه، شین بخمل کمیس، سور پرتوګ، سترګې یې په رنجو تورې، ټیک په ټنډه او د وریښمو تور ټکری چې څنډې یې په رنګینو ځونډیو جوړې شوې وې، د پایزیب او د ګونګرو ګاڼو لاندې ټوله شرنګېده. سواتي هم یو سورت ووایه او د دوی له دواړو خولو یې د قبول دی اقرار واورېده. سواتی له کوټې ووت، دی او د ده شهی پاتې شول.

سهار شین ټاغی راغئ، چې ور وخته، هماغسې ښکارېده لکه ده چې له جرمني راوستی و. مناني ویل دا ډېزاین ټول ژان زوژې کړی دی اوویل یې چې دا باید داسې وي. د نورو پوښتنه یې ترې وکړه، مناني ویل نور نه پوهېږم، خو اغه مریض لکه چې د کچنۍ روسۍ سره څه لاس پټ و. په ټوله لاره د هغې په غېږ کې پروت و. شاترینې وویل د هغوی واده به په فرانسه کې کېږي. منانی ورته ټینګ و چې زما سره پاتې شه، محب الله ورته ویل چې وا منانیه! سږ کال ژمی د درېیمګړو نه دی. له سواتي سره مې واستوه.

وروستۍ خبره یې دا وه چې نور ښه سړی یې، خو چې لېونی نه وی. د وشو هوا هم ساړه شوې وه، واورو هم ښه زور ورکړی و. شاترینې ورته کړه چې بس دا میاشت زموږ د شاتو میاشت ده. ده ورته وویل یوازې دا میاشت نه، میاشتې – میاشتې دي. تر څو دا واوره وېلېږي، اوله شپه یې د سالنګ په یاد په شین ټاغي کې تېره کړه.

پای.

دا داستان دې کسانو ته ډالۍ شوی دی چې د داستان اتلان هم یاد شوي دي. ډاکټر محب الله ( دوکتور محب الله نکته شېرزاد). ډاکتر زړور (دوکتور غلام غوث شجاعي). ډاکتر لاروی (پوهاند بهاوالدین مجروح). او په آخره کې یې مشر ورور منهاج الدین ګهیځ ته چې هنري لیکل یې ور ښوولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...