تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۲۸ مه) د ایران د ملي هوايي شرکت «ایران ایر» اجرايي رييس طاهر عبدالحي اعلان کړی چې د تهران–کابل–مشهد–تهران پر لاره به الوتنې د روانې تلې میاشتې له لومړۍ نېټې، یعنې د اکتوبر له ۲۳مې، بېرته پیل شي.
عبدالحي ویلي چې دا الوتنې به د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، له سره پیل شي.
نوموړي د نړۍ په کچه د سون توکو د بیو لوړېدو ته په اشارې ویلي چې د تېلو بیې د هوايي شرکتونو پر وړاندې له مهمو اقتصادي ننګونو څخه دي. د هغه په وینا، د سون توکو، د کارکوونکو د معاشونو او د هوايي ډګرونو د خدمتونو د لګښتونو لوړېدو د هوايي شرکتونو پر مالي سرچینو د پام وړ فشار راوستی دی.
عبدالحي پر نورو هوايی شرکتونو د ایران ایر د شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو پورونو په اړه، وویل چې دا پیسې د ځمکنیو خدمتونو، خوراکي توکو برابرولو او نورو خدمتونو په بدل کې پاتې دي.
د خلیج هوايي شرکت، لوفتهانزا، اتریشي هوايي شرکت، ترکش ایررلاین او څو نور بهرني هوايي شرکتونه د ایران اییر هوايي شرکت ۳۰ میلیون ډالره پوروړي دي.
هغه زیاته کړې: «پر ایران د لګول شویو بندیزونو او د بانکي حسابونو د کنګل کېدو له امله، اوس مهال ایران ایر نه شي کولی دا پورونه له یادو هوايي شرکتونو څخه ترلاسه کړي.»