ډاکټر نصيبلله سيماب
سيدالامين احسن خېشکی په پښتو ادب کي هغه نوم دی چي د ليکوالۍ بېلابېل اړخونه لري. د هغه د شخصيت يو مهم او پياوړی اړخ د تحقيق او تنقيد ډګر دی. د ده د نقد او څېړنې قوت په دې کي نغښتی دی چي د هغو ژبو او ادبياتو ژوره پوهه لري، د کومو اغېزو چي پښتو ادب، که زوړ دی که جديد او که معاصر، متأثر کړی دی.د کره کتني له بنيادي اصولو څخه يو دا دی چي کره کتونکی بايد د هغو ژبو او ادبياتو سره هم بلدتيا ولري چي د هغه ژبي پر ادبياتو يې اغېز کړی وي، د کومو ادبياتو چي دی نقد او څېړنه کوي. سيد الامين احسن خېشکی د فارسي، عربي، انګرېزي او اردو ژبو د ادبياتو پراخه مطالعه او ژوره پوهه لري او پر دغو ژبو برلاسی ښکاري. همدا ځانګړنه ده چي د ده هره څېړنه او نقد د لوستونکو او څېړونکو لپاره د ارزښت وړ ګرځوي او په خپله لمن کې ډېر علمي او فکري مواد رانغاړي.په دې نزدې ورځو کي يې په اردو ژبه يو مهم کتاب «رحمان بابا اور ډاکټر محمد اقبال کا تقابلي جائزه» ليکلی دی. زه هم د دې معتبر اثر له مطالعې برخمن شوم. څرنګه چي زه د کره کتني يو طالب علم يم، نو د دې ډول علمي او تحقيقي آثارو لوستل راته ځانګړی خوند او کشش لري. د کتاب له ترلاسه کولو سره سم مې د هماغې ورځې تر ماښامه نيمايي برخه ولوستله، او بله ورځ مې هم خپل نور کارونه وځنډول، څو مي کتاب په بشپړه توګه تر پايه ولوست.
دا کتاب د تقابلي کره کتنې په چوکاټ کې ليکل شوی دی، له همدې امله د همدې څانګې د اصولو او ميتوډونو له مخې يې ارزونه اړينه ده. تقابلي کره کتنه په معاصر ادبي نقد کي يو منظم علمي ډسپلين ګڼل کېږي چي خپل ځانګړي نظري بنيادونه، ميتوډونه او تحليلي چوکاټونه لري.د تقابلي کره کتنې اساسي موخه د دوو يا څو ادبي آثارو، شخصيتونو يا ادبي پديدو ترمنځ د ورته والي او توپيرونو موندل نه دي، بلکې د هغوی د فکري، هنري او ادبي ارزښتونو ژوره شننه او تفسير هم دی. په دې بهير کې اړينه ده چي تر مطالعې لاندې موضوعاتو ګډ او متفاوت اړخونه په مستند او تحليلي ډول وڅېړل شي، څو د هغوی ترمنځ پټې اړيکې او فکري تړاوونه روښانه شي.په همدې اساس، تقابلي کره کتنه يوازې توصيفي بڼه نه لري، بلکې تحليلي او تفسيري ماهيت هم لري. نقاد هڅه کوي چي د متونو ترمنځ د اغېزو، فکري نزدېوالي، فرهنګي اړيکو او هنري ځانګړنو بېلابېل اړخونه وڅېړي او د هغو مانا او ارزښت روښانه کړي.کله چي د تقابلي کره کتنې له زاويې يو اثر ارزول کېږي، نو ځيني بنيادي پوښتنې په طبيعي ډول راولاړېږي. د دې مطالعې اصلي موضوع څه ده؟ څېړونکی د کومې پوښتنې ځواب لټوي؟ او د دوو متونو ترمنځ د اړيکو د موندلو لپاره يې کوم تحليلي چوکاټ غوره کړی دی؟له دې سره يو بل مهم عنصر مفروضه (Hypothesis) ده. مفروضه هغه لومړنی علمي اټکل وي چي څېړونکی يې د اثبات يا ردولو هڅه کوي. همدا مفروضه د څېړنې عمومي لوری ټاکي او د تحليل لپاره يو منظم فکري چوکاټ برابروي، څو د څېړني پايلي يوازي پر توصيف ولاړي نه وي، بلکې استدلالي او علمي اعتبار هم ولري.
د سیدالامین احسن خېشکي «رحمان بابا اور ډاکټر محمد اقبال کا تقابلي جائزه» د تقابلي کره کتنې په چوکاټ کي یوه مهمه او د پام وړ علمي هڅه ده. لیکوال په دې اثر کي د رحمان بابا او علامه اقبال د فکري، روحاني او ادبي مشترکاتو د موندلو او شننې هڅه کړې ده. سره له دې، د معاصرې تقابلي کره کتنې د میتوډولوجیکو معیارونو له مخې ځیني داسي ټکي هم شته چي د لا ډېر وضاحت او تحلیلي ژورتیا غوښتنه کوي.د علمي څېړنې له نظره، که د کتاب په پیل کې د څېړنې اساسي پوښتنې او مفروضه (Hypothesis) په څرګند ډول مطرح شوې وای، نو د اثر علمي چوکاټ به لا منظم او هدفمند شوی وای. د بېلګې په توګه، که دا روښانه شوې وای چي څېړنه کومې مرکزي پوښتنې ته ځواب لټوي او یا د اثبات او رد لپاره کومه مفروضه وړاندې کوي، نو لوستونکی به له پیل څخه د کتاب له علمي موخې او فکري مسیر سره ښه اشنا شوی وای.په کتاب کي د رحمان بابا د ژوند او فن په اړه بحثونه، او همدارنګه «رحمان بابا د مستشرقینو په نظر کې» تر سرلیک لاندي مطالب، په معلوماتي او تر یو حده په تحلیلي ډول وړاندې شوي دي. د علامه اقبال د ژوند او فکر لنډه خو علمي پېژندنه هم پکې شامله ده. خو دلته دا اړتیا محسوسېږي چي د دغو مقدماتي او معلوماتي برخو اړیکه د کتاب له مرکزي تقابلي هدف سره لا روښانه شوې وای، څو لوستونکی په اسانه درک کړي چي دغه بحثونه د کومې تحلیلي پایلې لپاره زمینه برابروي.د «اقبال کې افغان شناسي» تر عنوان لاندې برخه په مستندو حوالو ولاړه څېړنه ده او د اقبال د فکري نړۍ له یوه مهم اړخ سره لوستونکی اشنا کوي. خو د تقابلي مطالعې له زاویې دا پوښتنه راولاړېږي چي دغه موضوع د کتاب له مرکزي هدف سره څومره مستقیم تړاو لري او د کومې تحلیلي اړتیا له مخې په دې چوکاټ کي ځای پر ځای شوې ده. که د دې اړیکې وضاحت په څرګند ډول شوی وای، د اثر داخلي انسجام به لا پیاوړی ښکاره شوی وای.د «ایک بازیافت، ایک بازګشت» تر عنوان لاندې برخه په اصل کې د شته ادبیاتو یا Literature Review لنډه کتنه ده. لیکوال پکې د رحمان بابا او اقبال په اړه د مخکنیو څېړنو یادونه کړې ده، خو د معاصرې څېړنیزې طریقې له مخې د «تحقیقي خلا» (Research Gap) تشخیص پکې چندان روښانه نه ښکاري. حال دا چي په علمي څېړنه کي د همدې خلا څرګندول هغه بنسټیز عنصر دی چي د نوي څېړني اړتیا او اهمیت توجیه کوي.همدارنګه، په دې برخه کي ځینې میتوډولوجیک توضیحات، لکه «تقدیم و تاخیر لازم نه دی»، وړاندې شوي دي. دا ډول وضاحتونه عموماً د کتاب د مقدمې او نظري چوکاټ برخه ګڼل کېږي، ځکه هلته د څېړني عمومي فلسفه، تګلاره او میتوډ له پیل څخه لوستونکي ته روښانه کېږي.د «حب رسول» تر عنوان لاندي برخه تر ډېره د دواړو شاعرانو د اشعارو پر وړاندې کولو ولاړه ده. که څه هم د موضوع د فکري او عاطفي اړخونه د څرګندولو لپاره د متني شواهدو راوړل اړین دي، خو هغه ژور تقابلي تحلیل چي د دواړو شاعرانو د لیدلورو د ورته والي او تفاوت منظم تشریح وکړي، نسبتاً کم تر سترګو کېږي. په همدې ډول، ځیني نور عنوانونه لکه «تصوف» هم تر ډېره تشریحي بڼه لري، حال دا چي د تقابلي کره کتنې غوښتنه دا ده چي توصیف له تحلیل او نتيجې سره متوازن وي.د «زمزمهٔ عشق» تر عنوان لاندې برخه د کتاب له هغو فصلونو څخه ده چي نسبتاً پراخ ادبي او فکري افق لري. لیکوال پکې د رحمان بابا د شاعرۍ له بېلابېلو بېلګو څخه په استفادې د عشق د تصور مختلف اړخونه راڅرګند کړي او هڅه یې کړې چي د هغه د فکري او روحاني تجربې ژور ابعاد وڅېړي. په متوازي ډول د علامه اقبال د عشق تصور هم مطرح شوی، چې له دې لارې د دواړو شاعرانو د فکري نزدېوالي او یا تفاوت د درک زمینه برابروي.په همدې بحث کي د حافظ شیرازي او مولانا جلالالدین رومي د اشعارو یادونه هم شوې ده. له ادبي او تاریخي پلوه دا کار د عشق د فکري روایت د تسلسل د څرګندولو یوه هڅه بلل کېدای شي، خو له تقابلي میتوډولوجۍ سره د تړاو له نظره دا پوښتنه راولاړېږي چې دغه اضافي حوالې د رحمان بابا او اقبال د تقابلي تحلیل په ژورتیا کې څومره مرسته کوي. په ځینو ځایونو کې د دغو مراجعو زیاتوالی د اصلي موضوع تمرکز کمزوری کوي، حال دا چي تقابلي کره کتنه تر ډېره د موضوعي تمرکز او تحلیلي محدودیت غوښتنه کوي.سره له دې، د لیکوال هغه هڅه د ستاینې وړ ده چي د عشق د تصور په پای کي یې د دواړو شاعرانو فکري دریځونه راټول کړي او د هغوی د فکري نزدېوالي او تفاوت یو عمومي انځور یې وړاندې کړی دی. د تحلیلي لنډیز او مفهومي ترکیب له پلوه دا برخه د کتاب له نسبتاً بریالیو فصلونو څخه ګڼل کېدای شي.د «تصوف» تر عنوان لاندې بحث نسبتاً پراخ او جلا ماهیت لري. په پیل کې دا پوښتنه مطرح کېږي چې آیا رحمان بابا د خپل شعري مزاج او فکري تمایل له مخې صوفي شاعر بلل کېدای شي که نه. له میتوډولوجیک نظره دا بحث تر ډېره د ادبي شخصیتپېژندنې (Literary Classification) له ساحې سره تړاو لري،خو د کتاب اصلي محور تقابلي مطالعه ده. له همدې امله، په ځینو ځایونو کې داسې احساس کېږي چي بحث له مرکزي تقابلي چوکاټ څخه یو څه پراخ شوی دی.وروسته لیکوال دې پایلې ته رسېږي چي دواړه شاعران د عملي تصوف تمایل لري او د هغوی په شاعرۍ کې د جستجو، بېقرارۍ، ځانسپارنې او روحاني تپش عناصر په څرګند ډول لیدل کېږي. دغه نتیجه فکري ارزښت لري، خو د رحمان بابا او اقبال ترمنځ د دقیق تقابل پر ځای تر ډېره د تصوف د عمومي بحث بڼه غوره کوي.همدارنګه د علامه اقبال له خوا پر یونانيزده تصوف نقد هم څېړل شوی دی، چې د اقبال د فکري نړۍ د درک لپاره مهم بحث ګڼل کېږي. خو دلته دا پوښتنه هم مطرح کېږي چې دغه توسیعي مباحث د کتاب له مرکزي تقابلي هدف سره په کومه کچه منظم تړاو لري. که دغه اړیکه په لا څرګند ډول توضیح شوې وای، د بحث داخلي انسجام به نور هم پیاوړی شوی وای.د «فارسي شعري روایت» تر عنوان لاندې برخه نسبتاً لنډه، خو منسجمه ده. لیکوال پکې د دواړو شاعرانو د سبک، فکري سرچینو او ادبي شالید لنډه مقایسه وړاندې کړې ده. که څه هم بحث اجمالي بڼه لري، خو د دواړو شاعرانو د فکري او ادبي پس منظر د درک لپاره ګټور تمامېږي او د کتاب په عمومي فضا کې یو ډول فکري توازن رامنځته کوي.د «روماني افکار او جمالیات» تر عنوان لاندې فصل د کتاب له هغو برخو څخه دی چي فکري او هنري افق یې نسبتاً پراخ دی. لیکوال دلته د جمالیاتو موضوع ته د قرآني فکر او اسلامي ارزښتونو له زاویې کتنه کړې او هڅه یې کړې چې د ښکلا او جمال د مفهوم روحاني او فکري بنسټونه روښانه کړي. دا بحث د اسلامي جمالیاتو د نظري چوکاټ د درک لپاره ارزښت لري، که څه هم په ځینو ځایونو کې د تقابلي کره کتنې له محدود چوکاټ څخه د موضوع نسبي پراختیا محسوسېږي.له دې وروسته د رحمان بابا هغه اشعار وړاندې شوي چي د حسن او ښکلا د بیان اړخونه پکې راڅرګندېږي. البته دلته یوه مهمه نظري پوښتنه راولاړېږي: آیا شاعر د «ښکلو» ستاینه کوي او که د «ښکلا»؟ دا توپیر د جمالیاتي فکر په تحلیل کې ځانګړی اهمیت لري. له همدې امله، په ځینو مواردو کې د بحث تسلسل له اصلي تقابلي محور څخه د موضوعي پراخوالي لوري ته اوښتی ښکاري، چې د تمرکز د کمېدو سبب ګرځي.په همدې برخه کي د ډاکټر پروېز مهجور له نظر سره اختلاف هم وړاندې شوی ؛چي وایي رحمان بابا د مجازي محبوب صفت کوي، حال دا چي په اصل کي هغه د حقيقي حسن صفات بیانوي؛ دا ډول نظریاتي بحثونه د متن علمي وزن زیاتوي او د جمالیاتو په اړه د نقدي اختلافاتو درک ته زمینه برابروي.له دې وروسته د حسنِ حقیقي او مجازي په بحث د رحمان بابا د شاعرۍ یوه نسبتاً منسجمه پایله وړاندې شوې ده، چي د هغه د جمالیاتي فکر عمومي لوری تر یوې اندازې روښانه کوي. خو د علامه اقبال ذکر په دې برخه کي نسبتاً محدود او اجمالي ښکاري، چي له همدې امله د تقابلي توازن په برخه کي یو ډول تشه محسوسېږي.
د کتاب په وروستیو برخو کي د «تلاش و جستجو»، «فقر»، «رجوع الی القرآن»، «تصور زمان»، «علم و عقل» او نورو موضوعاتو بحثونه وړاندې شوي دي. دا ټول عنوانونه که څه هم له فکري او روحاني پلوه له یو بل سره اړیکه لري، خو په ځینو ځایونو کي جلا جلا راوړل شوي، حال دا چي د دوی ترمنځ موضوعي تړاو د یوه منسجم تحلیلي فصل غوښتنه کوله. د بېلګې په توګه، د «تلاش و جستجو» عنوان نسبتاً پراخ تحلیلي بحث ته اړتیا لري، خو په لنډه بڼه وړاندې شوی دی.د «فقر» تر عنوان لاندې د دواړو شاعرانو اشعار او د ځینو محققینو حوالې وړاندې شوې دي، خو د لیکوال خپل تحلیلي موقف او د دواړو شاعرانو ترمنځ دقیق تقابلي نتیجه نسبتاً کم ښکاري، حال دا چي په تقابلي څېړنه کي د محقق شخصي استدلال او ترکیبي پایله ځانګړی اهمیت لري.د «رجوع الی القرآن» تر عنوان لاندې هم د اشعارو او ترجمو پر وړاندې کولو اکتفا شوې ده، چي د اجمالي تقابلي جاج بڼه لري. برعکس، د «تصور زمان» تر عنوان لاندې بحث د کتاب له نسبتاً بریالیو برخو څخه ګڼل کېدای شي، ځکه چي دلته د دواړو شاعرانو د فکري لوري جلا جلا تحلیل شوی او په پای کي یې یوه نسبي نتیجه هم وړاندې شوې ده، چي د تقابلي کره کتني له معیارونو سره نزدې والی لري.د «علم و عقل» تر عنوان لاندې بحث په اصل کي د عقل او عشق ترمنځ د فکري تقابل موضوع ته نزدې دی، له همدې امله دا پوښتنه راپورته کېږي چي آیا د عنوان انتخاب له موضوعي محتوا سره بشپړ مطابقت لري که نه. په دې ډول میتوډولوجیکو جزیاتو کي د اصطلاحاتو دقت د علمي متن د انسجام لپاره مهم ګڼل کېږي.وروستی عنوان «تلمیع» دی چي په لنډه توګه د دې ادبي صنعت تعریف او په دواړو شاعرانو کي د هغې د کارونې بېلګې وړاندې کوي. دا برخه که څه هم لنډه ده، خو د کتاب د سبک شناختي اړخ لپاره یو تکمیلي ارزښت لري.
په پایله کي ویلای شو چي د سیدالامین احسن خېشکي «رحمان بابا اور ډاکټر محمد اقبال کا تقابلي جائزه» د موضوع د اهمیت، د ماخذونو د تنوع او د دواړو شاعرانو د فکري او روحاني مشترکاتو د راټولولو له پلوه یو ارزښتناک او د پام وړ علمي اثر دی. لیکوال هڅه کړې چي د رحمان بابا او علامه اقبال ترمنځ فکري، ادبي او روحاني اړیکې په مستندو شواهدو او متني حوالو روښانه کړي، چي دا خپله د کتاب لویه ځانګړنه ده.دا اثر د رحمان بابا او علامه اقبال د فکري نړۍ د مطالعې لپاره یوه مهمه سرچینه ده او د پښتو او اردو ادبياتو د تقابلي څېړنو په ډګر کي د قدر وړ زیاتونه ګڼل کېږي. د کتاب علمي اهمیت په دې کي دی چي د دوو لویو شاعرانو ترمنځ د فکري او روحاني اړیکو د موندلو لپاره یې نوې لارې پرانیستې دي او راتلونکو څېړونکو ته د لا ژورو او منظمـو تقابلي مطالعاتو لپاره مناسبه زمینه برابروي.