Homeخبرونهڅېړنه: د خوږو مشروباتو ډېر استعمال د ځیګر د سرطان خطر زیاتوي

څېړنه: د خوږو مشروباتو ډېر استعمال د ځیګر د سرطان خطر زیاتوي

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان 20 مه)  نوې څېړنې ښيي چې د خوږو مشروباتو، لکه ګاز لرونکو او نورو بوره لرونکو څښاکونو، ډېر استعمال د ځیګر د سرطان د خطر له زیاتېدو سره تړاو لري.

په جاما نېټورک (JAMA Network) علمي مجله کې په یوه خپره شوې څېړنه کې د څه باندې ۱.۵ میلیونه کسانو د خوړو معلومات ارزول شوي دي. څېړونکو د ۱۱ بېلابېلو مطالعاتو معلومات تحلیل کړي، څو معلومه کړي چې ایا د بورې یا مصنوعي خوږو لرونکي مشروبات د ځیګر د سرطان خطر زیاتوي که نه.

پایلو وښودله چې د بوره لرونکو مشروباتو ډېر استعمال د ځیګر د سرطان د دوو مهمو ډولونو د رامنځته کېدو خطر لوړوي، خو د مصنوعي خوږو لرونکو مشروباتو او د ځیګر د سرطان ترمنځ څرګنده اړیکه ونه موندل شوه.

سره له دې، څېړونکو ټینګار کړی چې اوسنۍ پایلې په مستقیم ډول نه شي ثابتولای چې بوره لرونکي مشروبات د ځیګر د سرطان سبب کېږي، خو دا موندنې هغه پخواني شواهد پیاوړي کوي چې د دغو مشروباتو دوامداره استعمال د روغتیا لپاره زیانمن بولي.

په همدې حال کې، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون یوې بلې څېړنې موندلې وه چې ناسالم غذایي عادتونه د ځیګر د غوړوالي (Fatty Liver) خطر زیاتوي، چې دا حالت د مزمن التهاب، د ځیګر د زیان او په پای کې د ځیګر د سرطان یا د ځیګر د بشپړې ناکامۍ لامل کېدای شي.

د دې څېړنې له مخې، په بدن کې یو طبیعي دفاعي مېکانیزم شته چې د زیانمنو حجرو د وېش مخه نیسي او د سرطان د رامنځته کېدو مخنیوی کوي، خو د ډېرو غوړو او بورې لرونکو خوړو او فاسټ فوډ دوامداره استعمال دغه مېکانیزم کمزوری کوي او د ځیګر د DNA د زیانمنېدو سبب کېږي.

څېړونکي سپارښتنه کوي چې د بورې او غوړ لرونکو خوړو او مشروباتو استعمال دې محدود شي، او پر ځای دې منظم ورزش او متوازنه غذا د ورځني ژوند برخه وګرځول شي. د دې څېړنې پایلې په نېچر (Nature) علمي مجله کې هم خپرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان په درېیم ځل واده وکړ

تاند (دوشنبه د چنګاښ/سرطان ۱۵مه) د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامرخان چې، د بریالیو او پیغام‌لرونکو فلمونو له امله نړیوال شهرت لري، د درېیم ځل...