تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس۴ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، افغان وګړي د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله وه.
د دغه سازمان د درې میاشتني راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې ۹۹ زره او ۳۸۵ نوې غوښتنې ثبت شوې دي، چې افغانانو یې ۱۰ سلنه جوړوله او په دې توګه د پناه غوښتونکو په ډله کې لومړی ځای لري.
له افغانانو وروسته د بنګلهدېش وګړي د اوو سلنه او د سوډان وګړي د شپږ سلنه غوښتنو په لرلو سره په دویم او درېیم ځای کې دي. د دغو درېیو هېوادونو وګړو په ګډه په اروپا کې د پناه غوښتنې نږدې څلورمه برخه غوښتنې کړې دي.
فرانسه، ایټالیا او یونان هغه هېوادونه دي چې په دې موده کې یې د پناه غوښتنې تر ټولو ډېرې نوې غوښتنې ثبت کړې دي.
د دې څېړنې د مرکو د ثبت شویو ځوابونو له مخې، ټول هغه افغان وګړي چې د لوېدیځ بالکان په هېوادونو کې ورسره مرکې شوې، غوښتل یې د اروپا نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
د مرکه شویو کسانو په وینا، ایټالیا د ۳۷ سلنه، جرمني د ۲۲ سلنه او فرانسې د ۲۰ سلنه په لرلو سره د هغوی د خوښې درې اصلي موخې وې. ورپسې سویس د اوو سلنه او بریتانیا د شاوخوا درې سلنه په لرلو سره په راتلونکو ځایونو کې راغلي دي.