تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د اذربایجان یوې محکمې پنځه افغان وګړي د دغه هېواد د خاورې ته د غیرقانوني ورتګ په خاطر په یو کال او اته میاشتې بند محکوم کړل.
د اذربایجان د APA خبري اژانس د راپور له مخې، د استارا ولسوالۍ محکمې د قاضي امین ګولییف په مشرۍ د دغو افغانانو په قضیه کې پرېکړه اعلان کړه.
دغه پنځه افغانان، چې د نومونو یوازې لومړي توري یې خپاره شوي، د ایران له خاورې اذربایجان ته د ناقانونه ننوتلو پر مهال د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له خوا نیول شوي وو.
دوی د اذربایجان د جزا قانون د ۳۱۸مې مادې د دوهمې فقرې له مخې تورن شوي وو. دا ماده په ډلهییزه توګه او د مخکېني پلان له مخې، یا د زور په کارولو او د زور په ګواښلو سره د هیواد له پولې ناقانونه اوښتل جرم ګڼي.
د محکمې د پرېکړې له مخې، دغه افغانان به د بند د مودې له تېرولو وروسته له اذربایجانه وایستل شي.