درېیم څپرکی
هغه کلونه، چې لهٔ تاریخه پاک شؤل
کلنګونو خښته پهٔ خښته زموږ بام لوڅاوهٔ. پهٔ تیارهٔ کې د خلکو ساه اخیستل د هغو مرغانو د وزرو غوندې وو، چې پهٔ جال کې بند وي. یوې ماشومې وژړل، خو مور یې پر خولهٔ لاس ورکېښود. ما د هغې د سترګو سپینوالی ولید او پهٔ زړهٔ کې مې وویل: «د وېرېدلي ماشوم اوښکې ولې نړۍ نهٔ ورانوي»
میریت زما لاس پېدا کړ او د دېوال خوا ته یې کش کړم. هلته د غلو زړې بورۍ پرتې وې. هغې درې بورۍ لرې کړې او د ډبرې ګرد پوښ ښکاره شو.
دا د غلو د اندازې څاه وه. هغې زما پهٔ غوږ کې وویل: «پخوا به لهٔ دې لارې غله د آمون معبد ته تلله. اوس ترې ټول هغه وځي، چې د آمون او آتون دواړه کاهنان یې وژل غواړي»
زړې ښځې وویل: «لومړی ماشوم وباسئ، بیا ښځې او بیا هغه کسان، چې توره نهٔ لري»
یوهٔ پخواني عسکر ورو وخندل: «اخر به یوازې کاهنان پاتې شي، ځکه هغوی تل د نورو پهٔ تورو جګړه کوي»
د دې خبرې پهٔ تیاره کې ځینې شونډې ویړې کړې. انسان کله نا کله د مرګ پهٔ دروازه کې ولاړ وي او خاندي، دا ځکه نهٔ، چې ګنې مرګ سپک یا بې مانا دی، بلکې دا ځکه، چې خندا یوازنی شی دی، چې جلاد یې لهٔ دهٔ څخه پهٔ فرمان نهٔ شي اخیستای.
د ډبرې پوښ مو پورته کړ. لاندې د خوسا غنمو او لندو خټو بوی و.
یوه تنګه سوړه ښکاره شوه، چې د نیل پر لور تلله. پهٔ همدې وخت کې د چت لومړۍ خښته را ولوېده او د عسکرو د څراغ رڼا لهٔ سوري را ننوته.
مېن مس لهٔ پاسه وویل: «د فرعون پهٔ نوم، وسلې وغورځؤئ! څوک چې ووځي، ژوند به یې خوندي وي.»
زړې ښځې را ته وویل: «کله چې د پاچا سړی راغی او لهٔ تا سره یې د ژوند ژمنه وکړه، د خپل قبر ځای وپوښته»
خلک یؤ پهٔ بل پسې په تنګ سوري کې ښکته شؤل. ما غوښتل، چې زړې ښځې ته لاس ورکړم، خو هغې خپل ځای نهٔ پرېښود. د لمر کوچنی څراغ یې بېرته بل کړ او د خونې پهٔ منځ کې کېناسته.
ما وویل: «تهٔ ولې نهٔ راځې؟»
هغې وویل: «ځکه یؤ څوک باید هغوی ته داسې خبرې وکړي، چې پهٔ اصلي راز یې بوخت وساتي»
میریت وویل: «تیې وخت نشته»
زهٔ د دې نوم پهٔ اورېدو ودرېدم. «تیا؟»
زړې ښځې زما پر لور وکتل: «ستا د مور نوم تیا نهٔ دی، نخت مینه! تیا د هغې د پټېدو نوم و. زما نوم هم تیا و، هر څوک چې د هغې پل لټوي، زما تر دروازې به را شي»
ما غوښتل نورې پوښتنې وکړم، خو د چت نیمه برخه پرېوته. دوه عسکر لهٔ سوري را کښته شؤل. پخواني عسکر پر یؤهٔ کس د امسا وار وکړ، بل خپلې نېزې ته لاس کړ. زړې تیا څراغ د غلو پهٔ وچو بوریو کې وغورځاوهٔ، لمبه پهٔ یوه ساه کې خپره شوه.
هغې چیغه کړه: «لاړ شئ! لمر یوازې د اسمان لهٔ لارې نهٔ راخیژي!»
میریت زهٔ همغه نیل ته ور وتي سوري ته ور ټېل وهلم. پهٔ وروستي ځل مې زړې تیا ته وکتل. هغه د اور پهٔ منځ کې ناسته وه، ملا یې سیده او مخ یې ارام و. عسکر ترې شاته کېدل. هغې د اخناتون د پخوانۍ دعا کلمې ویلې، خو د مرګ پر مهال یې نهٔ آتون یاد کړ او نهٔ آمون. یوازې یې د خپلې مړې لور نوم واخیست.
موږ د ځمکې لاندې وخوځېدو. سوری دومره تنګ و، چې زنګونه مو پهٔ کې سولېدل. زموږ پر سر طبس د فرعون د بریا جشن کاوهٔ. د معبدونو لویې ستنې د بېرغونو پهٔ سیورو کې ولاړې وې، کاهنانو سپینې جامې اغوستې وې او د آمون مقدسه کښتۍ یې پر اوږو وړله. خلکو به سرونه ټیټول، ځکه دوی ته ویل شوي وو، چې امون او اتون د سرو پردو تر شاه ناست دي.
موږ تر هماغو خلکو لاندې لکه د ځمکې چینجي تللو او لهٔ ځانه سره مو داسې نوم لېږداوهٔ، چې د کاهنانو او پاچاهانو خوب یې خرابؤلی شو.
سوری یوې زړې څاه ته ووت. د لمر رڼا مې سترګې وسوځؤلې. موږ د طبس پهٔ لویدیځ کې، د مړو د ښار څنډې ته وتلي وو.
زموږ مخې ته د پاچاهانو دره غځېدلې وه، وچ غرونه لکه د لویو مړو رنګونه را وتلي وو او د مقبرو خولې یې د هغو کسانو پهٔ شان تورې وې، چې ټول عمر یې راز ساتلی و.
د مصر کال د درې فصلونو پهٔ حساب روان و: د نیل د ډکېدو وخت، د کرلو وخت او د حاصل وخت. دا د حاصل د فصل دویمه میاشت وه. بزګران باید خوشاله وای، خو د فرعون د غلو مامورینو د هر سړي لهٔ انبار څخه خپله برخه اخیسته، د معبدونو مامورینو د دوی د خپل جوړ کړي خدای برخه او د کلي مشر د ځان برخه. بزګر ته به هغه څهٔ پاتې شؤل، چې خوارو مږکانو به نهٔ خوړل. لهٔ همدې لامله لهٔ غنمو پهٔ ډک هېواد کې خلک وږي وو.
میریت موږ د ډبرتراشانو کلي ته بوتلو. هلته هغه هنرمندان اوسېدل، چې د فرعونیانو لپاره یې ابدي کورونه جوړؤل، خو د خپلو کورونو چتونه یې د یوې شپې د باران د ټینګې هم نهٔ وو. د دوی مزدوري، پهٔ غنمو، غوړیو، کبانو او کله ناکله پهٔ بیر ورکؤل کېده. که د غلو پهٔ کښتۍ به ناوخته شوه، کارګرانو به کار دراوهٔ، خو شاهي کاتبانو به پهٔ پاڼو کې لیکل، چې هغوی د فرعون پر وړاندې بغاوت کړی دی.
موږ د «پاسر» پهٔ نوم د یوهٔ انځورګر کور ته ننؤتلو. پاسر نری سړی و، ګوتې به یې تل رنګیینې وې او سترګې به یې لهٔ خبرو ډکې وې. دهٔ د هورم هب د یوې مقبرې پر دېوال جګړې انځورؤلې، کهٔ څهٔ هم فرعون پهٔ هغو جګړو کې نهٔ و، چې دهٔ یې انځورونه جوړؤل.
پاسر وویل: «پاچاهان غواړي، هغه بریاوې هم پر ډبره ولیکل شي، چې پهٔ خوب کې یې لیدلې وي»
ما وپوښتل: «تهٔ دروغ ولې انځوروې؟»
دهٔ سور رنګ لهٔ ګوتې پاک کړ: «ځکه زما ماشومان ریښتینې ډوډۍ خوري»
هغهٔ موږ یوې وړې کوټې ته بوتلو. پر دېوالونو د اخناتون، نفر ټي ټي او د هغوی د لوڼو نیمګړي انځورونه وو. مخونه یې پهٔ چاقو توږل شوي وو، خو لاسونه یې پاتې وو او اوږدې ګوتې یې د لمر پر لور پورته وې.
پاسر زما غاړې ته وکتل. تعویذ مې لا پهٔ لاس کې و. دهٔ وویل: «دا نښه د شاهي زېږون د کور ده. دا ډؤل تعویذ یوازې هغه ماشوم ته ورکؤل کېده، چې نوم یې د ژوند پهٔ کور کې ثبتېدهٔ.»
ما وویل: «نوم یې لهٔ منځه وړل شوی»
دهٔ ځواب را کړ: «لهٔ ډبرې نوم پاکېدای شي، خو د کاتب لهٔ حافظې نهٔ»
پاسر د لرګې صندوق خلاص کړ او د پوپاېرس یؤ زوړ لیک یې راوایست. د هورم هب د واک پهٔ لومړیو کې د سمنښکر، توتنخامون او آيي نومونه لهٔ شاهي لړ څخه ایستل شوي وو. د رسمي کتیبو لهٔ مخې هورم هب داسې ښودل کېده، لکه لهٔ درېیم امون هوتپ څخه وروسته، چې همدهٔ تاج پهٔ سر کړی وي. څلور واکمنان د وخت لهٔ منځه ایستل شوي وو، لکه مصر چې کلونه او زمانې هېرولی شي.
پاسر وویل: «هورم هب یوازې د مړو نومونه نهٔ پاکوي، هغه د کلونو حافظه بدلوي. سبا، چې ماشومان لوی شي، فکر به کوي، چې هغه کسان هېڅکله نهٔ وو»
میریت وویل: «او کهٔ نخت مین د هماغو ورکو کلونو يؤ ژوندی نوم وي؟»
پاسر زما مخ ته وکتل، بیا یې د توتنخامون يؤ مات انځور راوړ. ځوان پاچا نری مخ، اوږده زنه او درنې سترګې لرلې. پاسر زما مخ د څراغ رڼا ته واړاوهٔ. ما د دهٔ په سترګه کې یوه نښه ولیده، خو هغهٔ ژر پټه کړه.
ما وویل: «وایه»
دهٔ وویل: «ورته والی ثبوت نهٔ دی. د ماڼۍ ډېرو سړیو یؤ بل ته ورته ماشومان پریښي دي.»
د دې خبرې تر شا د میریت پر شونډو سړه موسکا خوره شوه. هغې وویل:
«نو ځکه خو ماڼۍ تر دېوالونو لوړې پردې لري»
پاسر پر تعویذ لوند ټوکر تېر کړ. هغه نښه، چې موږ نوم ګڼله، ورو ورو پاکه شوه. لاندې بل لیک را ښکاره شو. زړې تیا نوم نهٔ و پټ کړی، هغې پر اصلي نوم د خټو او سرو زرو نری پوښ ایښی و.
پاسر څراغ رانږدې کړ. د تعویذ پر شا د یوې ښځې نوم و عنخ اېسن آمون« د توتنخامون کونډه ملکه، هغه ښځه، چې د خپل مېړهٔ تر مرګ وروسته یې د هیتي پاچا ته لیک استؤلی و او ترې غوښتي یې وو، چې خپل یؤ زوی مصر ته ورولېږي. شهزاده پر لار ووژل او ملکه لږه موده وروسته لهٔ تاریخ څخه ورکه شوه»
زما ستونی وچ شو: «دا زما د پلار نوم نهٔ دی»
پاسر وویل: «نه. دا ستا د مور نوم دی»
ما وخندل، ځکه خبره دومره لویه وه، چې ژړا ورته کوچنۍ ښکارېده.
زما مور د رنګمالانو پهٔ کوڅه کې ټوکر اوبدونکې ده. میریت پهٔ ارامه وویل: «هغه ښځه، چې تهٔ یې مور ګڼې، تا ته یې لهٔ شیدو ډېر څهٔ درکړي دي. خو کهٔ دا تعویذ ریښتیا وي، ستا پهٔ رګونو کې د خناتون او نفر ټي ټي وینه ده»
پاسر سمدستي وویل: «کهٔ ریښتیا وي. ځکه چې شاهي نښې هم جعل کېدای شي، پهٔ تېره بیا چې یؤ څوک وغواړي، چې یؤ ناپوه ځوان د پاچا پر ضد د نېزې پر سر کېږدي»
د هغهٔ شک زما زړهٔ ته لاره وکړه. ما میریت ته وکتل. تر دې شېبې مې هغه ژغورونکې ګڼله، خو اوس مې ولیدل، چې د هغې هر ځواب یوه نوې دروازه وه او د هرې دروزاې تر شا بل زندان پروت و.
د باندې د معبدونو ډولونه بدل شول. دریو اوږدو او یوهٔ لنډ اواز راغی. پاسر رنګ وباېلود.
دهٔ وویل: «شاهي فرمان دی. هورم هب لهٔ شماله را ستون شوی دی»
پهٔ کلي کې خلک د لارې دواړو غاړو ته پهٔ زنګنو شول. د فرعون ګاډۍ د سرو او شنو بڼکو تر سیوري لاندې روانه وه. هورم هب زوړ شوی و، خو اوږې یې لا هم د یوهٔ عسکر وې. پر مخ یې د هغهٔ سړي کلکوالی و، چې خپل تاج یې لهٔ فرعوني سلسلې نهٔ، لهٔ تورې اخیستی وي. تر شا یې لوی وزیر او د پوځ مشر، پرامسو سپور و- هغه سړی، چې د مصر پهٔ پاتې کیسه کې یاد نوم لري.
هورم هب د ډبرتراشانو مخې ته ګاډۍ ودروله. یوهٔ کاتب فرمان ولوست:
هر هغه څوک، چې د اخناتون نښه، لیکنه یا نوم پټوي، د دولت د غلو، معبدونو او مړو د سپکاوي مجرم دی. د هغه کور به ضبط، نوم به یې پاک او جسد به یې بې قبره پرېښودل شي. مصریان لهٔ مرګه دومره نهٔ ویریږي، لکه څومره، چې تر مرګ وروسته لهٔ بې قبرۍ ویریږي، ځکه دوی باور لري، چې ورک قبری انسان په لویدیځه نړۍ کې بیا نهٔ راژوندی کیږي.
مین مس د ګاډۍ تر څنګ ښکاره شو. دهٔ فرعون ته څهٔ وویل او د پاسر کور ته یې ګوته ونیوله.
پاسر د شا دروازه خلاصه کړه. پهٔ وارخطاګۍ یې وویل: «د مقبرو د درې پر لور رهي شئ. د توتنخامون قبر پېدا کړئ. سینوهه هلته دویم لیک پټ کړی و»
ما وپوښتل: «ته څهٔ پوه شوې؟»
دهٔ خپلې رنګینې ګوتې راوښودې. ویې ویل: « ډېر کلونه مخکې ما د قبر پر دېوال هغه ځای بېرته رنګ کړ، پهٔ کوم ځای چې سینوهه لیکل کړي وو»
دروازه پهٔ درانهٔ ګوزار ولړزېده. پاسر موږ تنګې لارې ته ټېل وهلو او خپله د انځورونو مخې ته ودرېد. تر وتلو مخکې مې ولیدل، چې دهٔ د اخناتون پر پاتې مخ تور رنګ کش کړ. ما ګومان وکړ، خپله ګناه پټوي، خو دهٔ پهٔ لوړ غږ وویل: «ځينې انځورونه باید مړه ښکاره شي، څو ژوندي پاتې شي»
موږ د پاچاهانو درې ته وختو. د غرمې لمر پر سپینو ډبرو داسې لګېدهٔ، لکه لمر چې لهٔ اسمانه زموږ پل څاري. شاته د عسکرو اوازونه را نږدې کېدل. مخې ته د توتنخامون مهر شوی قبر و، د هغهٔ ځوان پاچا کور، چې نوم یې لهٔ تاریخه پاک شوی، خو زما د وینې راز یې پهٔ تیارهٔ کې ساتهٔ.
میریت خپله چاړه راوایسته او د قبر پر مهر یې کېښوده. هغې وویل: «لهٔ دې دروازې وروسته به یا خپل پلار ومومې، یا به پوه شې، چې سینوهه ولې ټول عمر لهٔ خپل حقیقت څخه تښتېدهٔ، سره لهٔ دې چې هغه د نړۍ د حقیقت د رابرسېره کېدا تندې پهٔ مخه کړی او غرقاب کړی و» ما د هغې پر لاس خپل لاس کېښود او مهر مو مات کړ.