تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۱۵ مه) د فوټبال نړۍ مشهور ستوري کریستیانو رونالډو د پنجشنبې په سهار، د لړم په ۱۴مه، په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې له ۲۳ کلونو وروسته د پرتګال ملي لوبډلې ته مخه ښه وايي.
دغه ۴۱ کلن فارورد په لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې د پرتګال په ملي لوبډله کې ولوبېد. نوموړي له هغه وخت راهیسې د خپل هېواد لپاره ۲۳۴ نړیوالې لوبې کړې او ۱۴۶ ګولونه یې وهلي دي.
رونالډو په ۲۰۱۶ کال کې د اروپا د اتلولۍ جام پرتګال ته وګاټه او دوه ځله یې د اروپايي ملتونو لیګ اتلولي هم خپله کړه.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر خواله رسنیو یې خپور کړی، ویلي چې اوس یې وخت رارسېدلی څو د پرتګال د ملي لوبډلې د اوومې شمېرې کمیس راتلونکي نسل ته وسپاري.
هغه ویلي: «ما هېڅکله دا کمیس یوازې خپل نه دی ګڼلی، خو ۲۳ کاله مې دا ویاړ او مسوولیت درلود چې هغه واغوندم، دفاع ترې وکړم او د نړۍ بېلابېلو لوبغالو کې ته یې له ځان سره یوسم.»
د فوټبال دغه ستوري زیاته کړې چې د خپل زېږنځای هېواد له ملي لوبډلې د وتلو پرېکړه ورته اسانه نه وه، ځکه د ده په وینا، «ځینې پرېکړې یوازې د عقل له مخې نه کېږي، بلکې زړه هم پکې ونډه لري.»
کریستیانو رونالډو په امریکا کې له پرتګال سره په خپل وروستي نړیوال جام کې د پام وړ لوبه ونه کړه. له هغه وروسته، د تېر سپټمبر په میاشت کې د اروپا د ملتونو لیګ سیالیو پر مهال، کله چې د پرتګال د ملي لوبډلې په اصلي ترکیب کې شامل نه شو، د لوبډلې له روزنیز کمپ څخه ووت.
د هغه دې پرېکړې په پرتګال کې پراخ غبرګونونه وپارول او په پای کې یې بخښنه وغوښته.
د پرتګال د فوټبال فدراسیون د رونالډو د استعفا په غبرګون کې ویلي چې د هغه په ویاړ به یوه درنه او ځانګړې غونډه جوړه کړي.