تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۹ مه) د کډوالۍ نړیوال سازمان (ایاوایم) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لسګونه زره راستنې شوې او بېځایه شوې کورنۍ د ژمي له رانژدې کېدو سره د سرپناه او د تودوخې د برابرولو له لومړنیو امکاناتو بېبرخې دي.
دغه سازمان د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) ویلي، د ژمنیو مرستو د برابرولو لپاره د ۸.۸ میلیون ډالرو بودجې کمښت له امله ښايي له ۱۴۰ زرو ډېر کسان له اړینو مرستو بېبرخې شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، ګڼې زیانګالې کورنۍ ان د ژمي له سړې هوا څخه د ځان ساتلو لپاره کمپلې او تودې جامې هم نه لري. په افغانستان کې د دې ادارې د دفتر مشرې میهیونګ پارک له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې د دغو کورنیو، په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې د اوسېدونکو، د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي مرستې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۱.۳ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې ورسره د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمنیو مرستو په طرحه کې نژدې ۲۰۰ زرو کسانو ته د مرستې رسولو موخه ټاکل شوې، خو د اړتیا وړ ۱۲.۸ میلیون ډالرو له ډلې تر اوسه یوازې څلور میلیون ډالره برابر شوي دي.
ایاوایم خبرداری ورکړی چې که پاتې بودجه برابره نه شي، لسګونه زره کسان به د ژمي له سړې هوا سره د مقابلې لپاره له ضروري مرستو بېبرخې پاتې شي.