سه شنبه, مې 7, 2024
Homeادبلنډه کیسهکیسې |هیله پسرلی

کیسې |هیله پسرلی

د پوهنتون د انګړ پر چوکۍ  ناسته وم. انستګرام مې کاته، سندره مې اوریده.  

دا مې څنګ ته ودریده، ویې ویل: مزاحمه خو به نه یم. 

ما غوږۍ له غوږه لرې کړه.

دا کښېناسته.  

ما یې په لاس کې د کتاب پوښتۍ ته وکتل: پردی، البرت کامو 

وموسېده: پرون مې دې کیسه ولوسته، خوښه مې شوه. 

ـ  مننه 

دې شونډې په ژبه نمجنې کړې، اواز یې سوکه شو: عجیب کرکټر و!

ـ څه پکې عجیب ول؟ 

ـ یوازیتوب یې. 

ـ نو انسان او تنهايي عجیبه درته ښکاري؟ 

 خپلو پښو ته یې وکتل، ویې ویل: روح یوازې بندي ده. تر یوازیتوب اشنا سندره نشته ځکه خو یې کیسې اثر کوي. 

ـ تریخ حقیقت. 

ـ نه تریخ نه دی. ډیرې اوښکې دي چې یوازې یې ته لیدلی شې. ډیر احساسات دي چې بل یې  نه شي درک کولی او ډیرې داسې خبرې شته چې بل ته یې نه شې تشریح کولی. یوازیتوب پناځای دی، کله کله بوج شي خو بله لار نشته؛ اړیکې که هر څومره نږدې شي ته به بیا هم یوازې یې.  

غلې شوه. لا یې خپلو تورو بوټونو ته کتل، لکه دا خبرې چې یې ماته نه کولې. نه پوهیدم هو ووایم که نه.  

دې را وکتل، شنې سترګې یې داسې وې لکه د پسرلي یو یخ سهار. 

دا پاڅېده، ویې ویل: ته نیکمرغه یې چې یوازیتوب لیکلی شې.

زړه مې غوشتل دا کیسه کړم. کمپوټر مې راوخیست، څو کرښې مې ولیکلې، پاکې مې کړې، له سره مې ولیکلې، بیرته مې پاکې کړې،  ساعت تیر شو، بل ورپسې، خلق مې په تنګ شو، نجلۍ کیسه نه شوه. 

ومې لیکل: کیسې، څومره ډیرې کیسې خو د لیکلو لپاره هیڅ. ښايي ډیرې یې همداسې نا ویلي، نا لیکلې، یوازې پاتیږي.    

جولای، ۱۳

۲۰۱۹

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب