پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهطالبانو افغانستان کې د انلاین صرافیو کاروبار او فعالیت لغوه او غیر...

طالبانو افغانستان کې د انلاین صرافیو کاروبار او فعالیت لغوه او غیر قانوني اعلان کړ

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) د طالبانو حکومت په افغانستان کې د انلاین صرافیو کاروبار او فعالیت لغوه او غیر قانوني اعلان کړ.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، په هیواد کې د انلاین صرافیو کاروبارونه او فعالیتونه لغوه او غیر قانوني دي او سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي.

نوري په یوه وېډیو پیغام کې ویلي چې، په دې برخه کې هیچا او کوم شرکت ته د فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی.

د نوري په وینا، یاد اقدام د هیوادوالو د پانګو د خوندیتوب په خاطر اخیستل شوی دی.

که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چي، په دې برخه کې څومرت کسان مصروف دي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې معلومېږي چې، لا هم یو شمېر کسان په دې برخه کې فعالیت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...