دوشنبه, اکتوبر 20, 2025
Homeخبرونهد طالبانو سترې محکمې، بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم...

د طالبانو سترې محکمې، بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم تطبیق کړ

تاند (پنجشنبه د تلې ـ میزان ۲۴مه) د طالبانو سترې محکمې، بادغیس کې پر یوه کس د قصاص حکم تطبیق کړ.

یاده ستره محکمه وایي، دا حکم یې په بادغیس کې پر هغه کس پلی کړی دی چې، دوه کسان یې په ډزو وژلي وو.

دغې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي، یاد حکم د درې ګونو محکمو او د دوی د رهبر شیخ هبت الله اخندزاده تر تایید وروسته نن (پنجشنبه) د بادغیس د مرکز قلعه نو په یو ورزشي سټډیم کې د خلکو تر مخه پلی شو.

د قصاص د حکم د پلي کېدو په دې مراسمو کې د طالبانو د سترې محکمې رییس شیخ عبدالحکیم حقاني هم ګډون کړی و.

یاده محکمه هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو جرمونو تورن کسان په عام محضر کې په سزا رسوي هغه څه چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د بشر حقونو د نړیوالو ټولنو اندېښنې راپورته کړي.

خو د قصاص په اړه عملي شوې دې اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د مشرتابه له لوري هم د دې موضوع په اړه وروستي احتیاط په موخه فوق‌العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بښنې او سولې لپاره وړاندیز شوی، خو د هغوی د نه منلو او انکار وروسته په قاتل د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړل شوی و او د هېواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې دغه حکم نن پنجشنبې پلی کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب