تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) په پاکستان کې د افغانستان سفیر سرداراحمد شکیب په اسلاماباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ له مسوولې نوریکو تکاګي سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې په پاکستان کې دې د افغان کډوالو ځورونې او د بشري حقونو سرغړونې ودرول شي.
سفارت د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت، په افغانستان کې د هغوی پر مېشتېدو او بېرته ټولنې ته د ورګډېدو او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ پر خدمتونو خبرې کړې دي.
د طالبانو سفیر ویلي چې د دوی حکومت د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو هرکلی کوي او د خپلو شته امکاناتو په کارولو سره یې هرکلی او ملاتړ کوي.
د سفارت د خبرپاڼې پر اساس، د ملګرو ملتونو د کډوالود لویې کمېشنرۍ نوې مسوولې ویلي چې هڅه کوي په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې په سمه توګه درک کړي. هغې زیاته کړې چې د ټولو مسوولو لورو په همغږۍ به د دغو ستونزو د هواري لپاره مناسبې لارې چارې ولټوي.
په خبرپاڼه کې د سردار احمد شکیب له قوله ویل شوي چې د افغان کډوالو اړوند چارې باید د مسوولو لورو ترمنځ د ګډو میکانېزمونو او سلا مشورو له لارې پر مخ یووړل شي.
ده دا هم ویلي چې له پاکستانه ۹۰ سلنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې په دې توګه به د افغان کډوالو د ځورونې، د بشري حقونو د سرغړونې او د هغوی د کرامت او عزت د پایمالېدو مخه ونیول شي.
پاکستان اکثره افغان کډوال په تېرو درو کلونو کې په زوره ایستلي دي.