Home+لفظي عکسونه | پروفیسر اسلم تاثیر 

لفظي عکسونه | پروفیسر اسلم تاثیر 

 ٫٫لفظي عکسونه،، د نعمت الله صديقي د خاکه نګارۍ تازه هڅه ده، چې د پښتو ادب په غېر افسانوي نثر کې د قدر پېرزوينه ده، په دغه مجموعه کې په شمار پېنځلس خاکې دي، چې د پښتو ادب د موجوده عصر په شاعرانو، اديبانو او پېژندګلو خلقو ليکل شوې دي، په دغه نوموړو کې ځينې کسان داسې دي، چې د نعمت الله صديقي په څه ناڅه حواله استادان دي، ځينې يې دوستان دي او ځینې یې د ژوند په اوږدو کې ليدلي کتلي او آشنایان پاتې شوي دي، د خاکو عنوانات يې علامتي غوره کړي دي؛ خو تجسس يې ورسره برقرار ځکه نه دی ساتلی، چې په چا يې خاکه ليکلې ده؛ نو د هغه نوم يې هم د عنوان لاندې ليکلی دی او خبره يې څرګنده کړې ده، چې ترتیب يې داسې دی، لونګين ــ محمود اياز، استاد ــ محمد آصف صميم، نقاد ــ خالد پښتون، نازک ــ شفيع الله تاند، هلک نری چينار دی ــ عنايت الله صميم، انکل ــ محمد رياض، زمونږ حامد مير ــ سعيد شينواري، ټول عمري سور مخی ــ عدنان بخاري، وطني ــ تور خان، مينه ناک ـــ صادق ژړک، محقق ــ نجیب الله نايل، شانو ــ شاه نواز باقر، میشر ــ ضياء الدين همت مل، اخبار فروش ــ محمد خان کاکا او مسافر ــ عبدالمجید ساپي.

 د نعمت الله صديقي د خاکه نګارۍ څه داسې ده چې د تخيل او تاریخ توکي هم لري او د شخصیتونو د ذات یو تت غوندې سیوری په کې هم موجود دی، څه نا څه شخصیت نګاري يې هم کړې ده؛ خو دغه شخصیت نګاري يې په خاکه پورې محدوده ساتلې ده او لکه د مصور يې ترې پورټريټ نه دی ساز کړی، دغسې يې خاکه د سوانح عمري د چوکاټ نه هم لرې ساتلې ده او په لږو لفظونو کې يې د څهرې يو موهوم شناخت هم مينځ ته راوړی دی او يو خپل تأثر يې وړاندې کړی دی، د یو شخصيت د پوره ژوند احاطه يې نه ده کړې؛ بلکې د هاغه شخصیت څرګندې خوبۍ او خامۍ يې په ګوته کړې دي او پوره پوره همدردي يې ورسره کړې ده، په چا يې چې خاکه ليکلې دي؛،نو د هغه په کردار کې يې لکه د یو افسانه نګار بدلون نه دی راوستی؛ بلکې چې څنګه دی هم هغسې يې د وړاندې کولو کوښښ کړی دی؛ البته په ځينې ځای کې د عقيدت ښکار شوی دی او د استادۍ او اشنايۍ خيال يې ساتلی دی، چې دغسې اکثر کېږي؛ يعني کردار نګاري يې نه ده کړې، بس خاکه يې ليکلې ده. انسان يوه داسې هستي ده چې په باطن کې پوره يو جهان آباد لري ځکه نو چې کوم څه ضروري دي هغه يې راخستي دي او خپله خاکه يې ترې سازه کړې ده، په دې کې ليکوال نه خو ناصح پاتې شوې دی او نه واعظ دی، چې ټول شخصيتونه يې پارسا او فرښتې ياد کړي دي، بس انسانان دي او انسانان يې ياد کړي دي او انسان هسې هم د خطا سره دی، مطلب دا چې د هغوي ځينې پټ او څرګند عیبونه يې هم ذکر کړي دي، د خاکه نګارۍ ژبه او روزمره يې بېخي اولسي رنګ لري، چې ډېر په خوند خوند او بې ساختګۍ سره يې د خپل ممدوح قد و قامت، خد و خال، څهره او ښه او بد خويونه مخې ته راوړي، کله کله په کې د طنز غشي هم وروي او کله کله په يو شخصیت باندې په ټوقو ټوقو او خندا خندا کښې داسې رسا رسا ګوزارونه کوي چې د ممدوح او لوستونکي دواړو د پاره مزاح لګي؛ خو په حقیقت کښې يې اصليت په ډاګه کړی دی، چې دغه انداز يې د شګفتګۍ ښه مثال دی، رښتيا خبره دا ده چې ليکوال د خپل ممدوح په باره کې ګڼ او قوي معلومات لري؛ خو ورسره ورسره د پښتو ژبې او ادب په حواله هم ښه کافي معلومات لري او هغه داسې چې د خپل ليک په مناسبت سره يې په ځای په ځای ټپې، شعرونه او اهمې نکتې هم ځای کړي دي، په دې خاکه نګارۍ کې تاريخ، تأثر، شخصيت نګاري، د ژبې ښکلا، لغت آشنايي، روزمره، محاوره او متل هر څه موندی شي؛ البته املاء يې د برې پښتونخوا غوره کړې ده، د ګل محمد بېتاب وينا ده، چې سړی د افغانستان سره علاقه لري او ډاکټر شاکر اورکزے وايي، چې ډېره موده يې کېږي چې په کوهاټ کوزه پښتونخوا کې ژوند کوي او يقيناً چې دا د آصف صميم د هغه وينا اثر ښکاري، چې ويلي يې دي ٫٫سړے ښه دی؛ خو د ژبې جراثیم یی د ځان سره راوړي دي، چې درنه خواره يې نه کړي،، او لکه چې دا يې د کوزې پښتونخوا ليک دود، املاء او کړۀ وړۀ ته اشاره ده که..؟ والله عالم!

د نعمت الله صديقي ځينې خاکې ډېرې مکملې، پوره او جامع دي، چې په کې لونګين، استاد او ټول عمري سور مخے د مثال په توګه يادولے شو؛ خو ځینې خاکې يې مختصرې او نيمګړتياوي هم لري، چې د کاکا خاکه يې يوه نمونه ده، دغسې يوه خاکه لکه اخبار فروش داسې د رپورتاژ غوندې تأثر لري، چې د اخبار فروشۍ په کاروبار يې بيان زيات دے او د محمد خان کاکا ذکر په کې ضمني دی، نورالامين يوسفزي ورته هم اشاره کړې ده او ويلي يې دي، چې په ځينې خاکو کې ليکوال په منډه شوی دی او خاکه يې په لنډه لنډه کې راغونډه کړې ده، بهر حال چې په چا يې خاکه ليکلې ده؛ نو د هغوي د ژوند د خندا او خوشحالۍ ذکر يې هم کړی دی او د هغوي د ژوند سره تړلي غمونه او ژړا يې هم ژړلې ده، چې په دې بنياد يې دغه هڅه، دغه منډه او دغه خاکه نګاري ښه او په زړه پورې ده او د پښتو ادب په خاکه نګارۍ کې د قدر وړ اضافه ده، چې نعمت الله صديقي پرې د ډاډ او داد مستحق دی، پل يې بختور شه، په دې امید سره چې په راروان وخت کښې به د خاکه نګارۍ مشق جاري وساتي او د پښتو ادب د خاکې ميدان به په خپله خاکه نګارۍ لا غني کړي، ان شاء الله.

استفاده:

نعمت الله صديقي، لفظي عکسونه، کلاسیک خپرندویه ټولنه، جلال آباد، ۲۰۲۶م

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب