Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت ځانګړو پولیسو په کابل کې درې غله ووژل

د کورنیو چارو وزارت ځانګړو پولیسو په کابل کې درې غله ووژل

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د کورنیو چارو وزارت ځانګړو پولیسو د شنبې په ورځ د کابل ښار په یوولسمه امنیتي حوزه کې په یوه وسله‌واله نښته کې درې غله ووژل.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغو کسانو شاوخوا درې اوونۍ پخوا د مریم لېسې په سیمه کې د افغان یونایټډ بانک د پیسو پر لېږدوونکي موټر برید کړی و او د بانک دوه کارکوونکي وژلي او یو څه پیسې یې له ځان سره وړې وې.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د لېندۍ په لومړۍ نېټه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې وژل شوي کسان «مسلکي غله» وو.

د کورنیو چارزو وزارت په خواله رسنیو کې د وژل شویو غلو عکسونه هم خپاره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې دغو کسانو په بغلان ولایت کې د نورجان په نوم د یوه کس، چې په «طیب» مشهور و، په وژلو کې لاس درلود او موټر یې هم ترې وړی و. د دغه وزارت په وینا، یاد موټر د شنبې ورځې د عملیاتو پر مهال د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې یې د همدې پېښې په تړاو اووه نور کسان هم نیولي او محکمې ته یې معرفي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...