تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۳۰ مه) د کندهار د صنعتونو او کانونو خونه وايي، په دغه ولایت کې هره ورځ نژدې ۱۰ زره ټنه وچه مېوه پروسس کېږي، چې شاوخوا ۳۰۰ ټنه یې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.
د یادې خونې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په کندهار کې د وچې مېوې پروسس او بستهبندي اوس د نړیوالو معیارونو پر ترسره کېږي.
د کندهار د صنعتونو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني ویلي چې د کال په بېلابېلو فصلونو کې د ۵ زرو او ۱۰ زرو ټنو ترمنځ وچه مېوه بستهبندي کېږي، چې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابروي.
د کندهار وچه مېوه اوس هند، ایران، ترکیې، متحده عربي اماراتو او اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.