Home+افغانستان ته د شوروي ځواکونو د راوستلو مسؤلیت د چا پر غاړه...

افغانستان ته د شوروي ځواکونو د راوستلو مسؤلیت د چا پر غاړه و؟

 زلمی نصرت
دنمارک
(دا لیکنه د سیاسي وابستگۍ او د افغانستان د وطن یا د خلق دیموکراتیک گوند د تریخ برخلیک یوه برخه څېړي؛ هغه برخلیک چې له پیله تر پایه د شوروي مداخلې تر سیوري لاندې و.)
سره له دې چې افغانستان ته د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي پر شپږمه  نېټه د شوروي اتحاد د سرو لښکرو راتگ یا یرغل لکه لمر، څرگنده او  ثبت شوې تاریخي پېښه ده ؛ خو
په دې اړه بېلابېل روایتونه وړاندې کېږي.
څوک د تحمیل خبره کوي، څوک د ژغورنې؛ څوک د ملامتیا ټول بار پر شورویانو ،څوک پر ببرک کارمل، څوک پر حفیظ الله امین، څوک پر نور محمد تره کی او څوک یې پر برژینسکي او امریکا اچوي،څوک یې د سړې جگړې، د ختیځ او لوېدیځ د سیالۍ او ستراتیژیکو رقابتونو پایله بولي. ځینې بیا تودو اوبو ته د شورویانو د رسیدو  او د هغه د جنوبي سرحداتو د امنیت مساله ، ځینې د ویتنام د ماتې د غچ اخیستلو او ځینې نور بیا د کیڼ او ښي اړخو جریانونو د تقابل او سیالۍ خبرې کوي او په دې ډول، د گڼو روایتونو تر سیوري لاندې هڅه کېږي ترڅو د افغان لوري د تصمیم نیوونکو نقش او د هغوی د مسؤلیت څرک ورک شي.
دا چې  پنجشیری غلام دستگیر او عبدالوکيل د جدي له شپږمې نیټې څخه مخکې کابل ته راغلي وو، او ډاکتر نجیب‌الله د همدې نېټې له تېرېدو وروسته کابل ته ستون شو، د هغو اصلي توافقونو او پرېکړو په ماهیت کې هېڅ بدلون نه راولي، کوم چې تر دې وړاندې په مسکو کې تر سره شوئ.
دا هم څرگنده ده چې ښايي حفیظ‌الله امین او نورمحمد تره‌کي تر لسو ځلو زیات له شوروي مشرانو غوښتي وي چې د دوی د واکمنۍ د دفاع لپاره سره پوځ افغانستان ته راولېږي؛ خو د شوروي ځواکونو د ننوتلو پرېکړه د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه عملي شوه.
بناً، د دې روایت له مخې، د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکي او د امین د برخلیک په اړه پرېکړه په مسکو کې، د شوروي د دولتي امنیت کمېټې (KGB) د بهرني استخباراتو د لومړۍ ادارې په چوکاټ کې، د یوولسو افغانانو او شوروي استازو په گډو سلا مشورو کې لټولای شو.
سینگیروف په خپل کتاب «د افغانستان A ویروس» کې لیکي، چې د ۱۹۷۹ میلادي کال د نومبر له میاشتې راهیسې، یعنې د جدي تر شپږمې نېټې پورې ، نږدې دوه میاشتې مخکې، د KGB د بهرني استخباراتو د لومړۍ ادارې په یوه مېلمستون کې د امین د نسکورولو او د هغه د ځای ناستي د ټاکلو په اړه غونډې او بحثونه روان وو.
په دغو غونډو کې یوازې د امین د واک د پای ته رسولو خبره نه کېده، بلکې د افغانستان د راتلونکي نوی سیاسي نظام جوړښت، د اشخاصو د برخلیک او د واک د وېش په اړه هم بحثونه کېدل: څوک باید ووژل شي، څوک زنداني شي، څوک په کور کې نظر بند شي او څوک په نوي سیاسي جوړښت کې ځای پر ځای شي.
همدارنگه، د هغو خلقیانو د برخلیک په اړه هم خبرې شوې وې چې د نورمحمد تره‌کي پر ضد د امین په ملاتړ درېدلي وو؛ لکه صالح‌محمد زیری، باری شفیعی او غلام‌دستګیر پنجشیری. د دوی د بښنې، د سیاسي جوړښت په نوي ترکیب کې د شاملولو او د ځینو زندانیانو د نه خوشې کولو په اړه هم پرېکړې شوې وې. د بېلگې په توگه، لکه خلیل زمر ، ( سیاف خوشې شو خو‌خلیل زمر زندان کې تر لسو‌کالو پاتې شو).
په دې قطار کې پر ذبیح الله زیارمل، سلیمان لایق، انجنیر عزیز او ځنې نور هم بحث شوی و، چې خوشې دې شي او کنه؟
( خو دوی بیا خوشي شول)
دا چې نن سبا یو شمېر کسان پر دې پېښو نیوکې کوي، هغه بېله موضوع ده؛ خو د هغه مهال د سیاسي فضا یو بل اړخ هم باید هېر نه شي. حقیقت دا دی چې د جدي د شپږمې له پېښې وروسته، ډېرو هغو پرچمیانو چې پټ یا زنداني وو، په ډېر شور او شوق د دې ورځې هرکلی وکړ، د نورو کیڼ نما خوځښتونو په شمول، ټولو هورا گانې وهلې، خولۍ یې هوا ته غورځولې او د جدي شپږمه یې د خلاصون او سیاسي بدلون او د نوي تکامل ‌د پړاو ورځ گڼله.
په هرکلی کوونکو کې یو شمېر خلقیان هم شامل وو، چې د تره‌کي له وژل کېدو وروسته له امین څخه ناراضه شوې ول او هغه خلقیان چې د امین سره مخالف ول لکه د داکتر زرغون گروپ.
دا یوولس کسان څوک وو؟
د یاد شوي روایت له مخې، هغه یوولس پرچمیان او خلقیان څوک وو:
لومړی: شپږ پرچمیان چې د سفیرانو او سیاسي استازو په توگه یاد شوي دي او د نورمحمد تر کی تر مشرۍ له گونده اخراج شوې هم ول، لکه:
۱. ببرک کارمل
۲. نوراحمد نور
۳. اناهیتا راتب‌زاد
۴. عبدالوکيل
۵. محمود بریالی
۶. ډاکتر نجیب‌الله
دویم: څلور خلقیان چې، د تره‌کي له وژل کېدو وروسته په پټه او د شوروي د سفارت په مرسته مسکو ته په تابوتونو کې ولېږدول شول، دوی هم‌بیا له گونده اخراج شوې وو، لکه:
۷. اسدالله سروري
۸. سیدمحمد ګلاب‌زوی
 ۹.محمداسلم وطنجار
۱۰. شیرجان مزدوریار
دریم:
یولسم کس، پنجشیری غلام دستگیر،  حفیظ الله امین ته نږدی کس و، چې د درملنې په پلمه مسکو ته ولاړ او د لسو نورو سره یو ځای شوی و او د جدي د شپږمې نیټې  له پېښې څخه مخکې بېرته کابل ته وظیفتآ ولیږل شو.
ویل کېږي چې نوموړی د پېښو له جریان څخه با خبر و او له همدې امله یې هغه مسموم شوی سوپ هم ونه خوړ، کوم چې په همدې شپه د امین په کور کې د  سیاسی بیرو‌ د غړو د میلمستیا لپاره  د یو شوروی آشپز له خوا چمتو شوی و.
په نتیجه کې؛ د جدي له شپږمې وروسته، مهم گوندي  او دولتي مسؤلیتونه په لاندې ډول ووېشل شول:
ببرک کارمل: د گوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د انقلابي شورا د رئیسه هیئت صدر  او د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان.
سلطان‌علي کشتمند: صدراعظم یا لومړی وزیر.
اسدالله سروري: د انقلابي شورا مرستیال او د صدراعظم مرستیال؛ هماغه کس چې د روایتونو له مخې، کشتمند یې سخت شکنجه کړی و.
نوراحمد نور: د گوند د تشکیلاتو او د عدل  او دفاع مسؤل.
ډاکتر نجیب‌الله: د خاد عمومي رئیس.
اناهیتا راتب‌زاد: د پوهنې وزیره.
عبدالوکيل: د مالیې وزیر.
محمود بریالی: د گوند د تبلیغ او ترویج
او نړیوالو اړیکو مسؤل او د سولې او همبستگی رئیس.
سیدمحمد گلاب ‌زوی: د کورنیو چارو وزیر.
شیرجان مزدوریار: د ترانسپورت او بارچلولو وزیر.
محمداسلم وطنجار: د انقلابي شورا د رئیسه هیئت غړی او د مخابراتو وزیر.
پنجشیری غلام‌دستگیر : د گوند د سیاسي دفتر غړی.
صالح‌محمد زیری: د گوند د سیاسي دفتر غړی او په گوند او دولت کې د خلقیانو د ځای پر ځای کولو مسؤل.
په دې ترتیب که د افغانستان د خلق دیموکراتیک گوند تاریخ، د هغه له ظهوره تر زواله، کرونولوژي، او بیا د «وطن گوند» په نوم د هغه د دوام پړاو وڅېړو، یوه موضوع بیا، بیا مخې ته راځي: شوروي اتحاد د خپلو سیاسي اړتیاوو او مصلحتونو له مخې، په بېلابېلو پړاوونو کې ځینې کسان یې واک ته رسول او ځینې نور یې له سیاسي صحنې څخه ایستل او حذفول.
د دې بهیر په لړ کې، شورويانو لومړی نورمحمد تره‌کی د حفیظ‌الله امین پر ضد تحریک کړ؛ خبره تر دې ځایه ورسېده چې د شوروي سفیر په حضور  او شتون کې پر امین برید وشو، څو نوموړی په قتل ورسوي، حفیظ الله امین له بریده بچ شو او‌تره کي خپله په دې لوبه کې ختم شو.
بیا شورويانو امین د سره اردو او ببرک کارمل په وسیله له واکه لرې کړ او کارمل یې واک ته ورساوه. تر څه مودې وروسته یې ببرک کارمل هم له واکه لرې او ډاکتر نجیب‌الله یې د هغه پر ځای واک ته ورساوه.
د واک د بدلونونو لړۍ دلته پای ته ونه رسېده. وروسته یې د ډاکتر نجیب‌الله په وړاندې محمود بریالی راپورته کړ؛ بیا عبدالوکيل، نجم‌الدین کاویاني او مزدک د سیاسي بدلونونو د بهیر برخې شول. په پای کې،  لومړی عبدالوکیل، نجم الدین کاویانی او‌فرید احمد مزدک او بیا وروسته محمود بریالی یې د احمدشاه مسعود په وسیله له سیاسي صحنې نه بیرون او وواهه.
کله چې ویل کېږي چې د ډاکټر نجیب‌الله پر ضد کودتا شورویانو کوله او یا وکړه او د شهنواز تڼي د کودتا هڅوونکي هم شورویان وو، په دې کې هېڅ شک نشته. ځکه چې دا گوند د کودتاوو گوند و. د خلق او پرچم د ټولو کودتايي بدلونونو او د واک د بدلونونو تر شا شورویان شریک وو او دا کودتاوې په گډه ترسره کولې.
په لنډه توگه، خلق او پرچم د کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او د کودتا له لارې له واکه وغورځېدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د سیتارام ژوند لیک او یو یاداښت| ذبیح الله شفق

د سیتارام ژوند لیک پر افغانستان د انګرېزانو د یرغل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲م په باب یو تاریخي کتابګوټی دی چي لومړی ځل په ۱۳۷۹...