تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۹ مه) د برازیل د امازون په ځنګلونو کې د «آوا» قبیلې شاوخوا ۲۰ غړي، چې له څو لسیزو راهیسې له بهرنۍ نړۍ جلا ژوند کوي، ناببره راڅرګند شوي او د خوړو غوښتنه یې کړې ده.
د برازیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هیواد د مارانیاو ایالت د یوه کلي ترڅنګ د حکومت یوې پوستې ته د آوا قبیلې شاوخوا ۲۰ کسان ورغلي او په اشارو یې د خوړو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د «سروایول انټرنشنل» سازمان په وینا، په تېرو څه باندې ۵۰ کلونو کې دا لومړی ځل و چې د دې قبیلې غړو په خپله خوښه له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه ونیوله.
په هغه ویډیو کې چې په خواله رسنیو کې خپره شوې، د قبیلې غړي لیدل کېږي چې غشي او لیندۍ یې په لاس کې دي او په اشارو د خوړو اړتیا څرګندوي.
د راپورونو له مخې، هغوی ته خواږه کچالو ورکړل شول او تر خوړو وروسته بېرته ځنګل ته ستانه شول.
متخصصانو د آوا قبیلې د پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د ځنګلونو غیرقانوني وهل او د بهرنیو خلکو لاسوهنه د دوی ژوند او طبیعي چاپېریال له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د متخصصانو په وینا، له بهر نړۍ سره اړیکه هم د دغسې ګوښه قبیلو لپاره د ساري ناروغیو خطر زیاتوي، ځکه د دوی بدنونه ښايي د عامو ناروغیو پر وړاندې پیاوړی مقاومت ونه لري.
له بلې خوا، د برازیل چارواکو د دې قبیلې د ساتنې لپاره اقدامات پیل کړي دي. کارپوهان وايي، د دغسې قبیلو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د هغوی د طبیعي چاپېریال او په ګوښهوالي کې د ژوند کولو د حق ساتنه ډېره مهمه ده.