جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+پرون او نن؛ يوه لنډه کتنه د پښتو پر ښځېنه شاعرۍ

پرون او نن؛ يوه لنډه کتنه د پښتو پر ښځېنه شاعرۍ

اسیه محرابي

 زما په فکر اوسمهال په پښتو ادب کې د ښځينه شاعرانو کمښت نسبت وپخوا ته نه محسوسيږي بلکه د نارينه شاعرانو پرتله پام نه ورته کيږي.

که چيرې څلورنيمې لسيزې وړاندې وګورو نو اصلاً مو د ښځينه شاعرۍ په نوم هيڅ هم نه لرل.

يوه بېلګه: اکثرو ليکوالانو په خپلو مقالو، ليکنو او يا هم شننو کې نازو انا د پښتو ادب د ښځينه شاعرۍ مخکښه بللې ده.

محمد هوتک په پټه خزانه کې چې په ١١٤١-١١٤٢ هجري قمري کال کی تألیف شوې ده د دريمې خزانې چې د شاعرانو ښځو پيژندګلوي ده ليکي:

[هسې نقل کا: چې نازو د سلطان ملخى توخي لور وه چې تولد يې په ١٠٦١ هجري کې هغه ځاى ته نږدې و، چې تازى نومېږي…]

او بيا ليکلي:

[نازو انا د ميرويس خان هوتکي مور اديبه او شاعرۍ وه چې دې هغه وخت يې «دوه زره بېتونه» ليکلي اما بيله له لاندې يوې رباعي يې زموږ بل څه نه دی راپاتې.]

[سحر ګه وه دنرګس ليمه لانده

څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده

ما ويل څه دې ښکلي ګله ولې ژاړې؟

ده ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده]

شاعر او ليکوال افضل ټکور په يوه مقاله کې، محمد هوتک ته ورته ليکلي:

[د نازو انا د شاعرۍ د دوه زره بيتو څخه موږ ته يوازې يوه رباعي راپاتې ده او هغه هم په پټه خزانه کې خوندي ده، خو د هغې د دېوان پته تراوسه نه ده لګېدلې د هغې دغه رباعي د شعري تلازماتو له مخې دومره قوي او زړه وړونکې ده، چې که هغې نوره شاعري هم نه وي کړي موږ يې د پښتو ژبې د ښو شاعرانو په کتار کې درولى شو.]

کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي هم په يوه مقاله کې دوی ته ورته ليکلي:

[ويل کېږي چې د پښتو د فولکوري ادب زياتې بېلګې د ښځو ايجاد دى، په ليکني ادب کې هم د يو شمېر ښځو نومونه ثبت شوي دي، چې شعرونه يې ويلي دي او داستانونه يې ليکلي دي. نازو انا هم د هغو مېرمنو له جملې څخه ده، چې په ادبي تاريخ کې يې نوم راغلى دى. که څه هم د مېرمن نازو د شعر دېوان لاس ته نه دى راغلى، خو ددې د شعرونو له دوو بيتونو څخه چې په پټه خزانه کې راغلي دي، داسې ښکاري چې نازو انا د لوړې ادبي قريحې خاونده وه.]

بله بېلګه: د محمد هوتک په قول په پټه خزانه کې «بي بي زينبه هوتکي» چې دا بيا د ميرويس خان هوتکي لور وه، د شاعرې په نوم ذکر کړې ده او د دې هم يوازې يو غزل لرو:

[ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا

قندهار واړه په ژړا سونا

زړه مې په وير کې مبتلا سونا

چې شاه محمود له ما جلا سونا

دا روڼ جهان راته تورتم دى نا

زړه د بېلتون په تېغ کړم دى نا

هوتک غمجن په دې ماتم دى نا

د پاچهى تاج مو برهم دى نا

چې شاه محمود تېر له دنيا سونا

قندهار واړه په ژړا سونا]

د پښتو څېړنې (د مقالو ټولګه ۳۵۲) مخ کې بيا د بي بي زينبې هوتکي په باب کټ مټ د محمد هوتک د ذکر په بڼه ليکل شوي چې:

[ بي بي زینب د پښتني ادب ستورې او غیرتمنه ارتینه د میروس نیکه لور ده، چې په کوچنیوالي یې د علومو تدریس کړی دی، اسلامي احکام او د فقه کتابونه یې هم لوستي دي. بي بي زینب ډېره هوښیار او په حکومتي او اداري کارونو کې پوره وارده ښځه وه او په ټولو حکومتي کارونو کې یې خپل ورور شاه حسین ته مشورې ورکولې، چې د بي بي زینب ورور شاه محمود مړ شو؛ نو د ورور په مرګ ډېره خواشینې شوه او د تاثیر نه ډکه او غم انګیزه مرثیه

یې لیکلې چې ډېر بیتونه لري.]

حال دا چې په همدې پېړۍ کې د نارينه شاعرانو لکه د ميرويس خان  هوتکي، رحمال بابا، خوشحال خان خټک، مکمل ديوانونه شته.

يادو ليکوالانو او شاعرانو په شننو او څيړنو کې نازو انا، بي بي زينبه يا هم دوی ته ورته لکه زرغونه انا او هم څو نورې د شاهي يا مشهورو واکدارو کورنيو پښتنې ډيری ستايلي او د نور معرفت تر څنګ د دوی پر شاعري او پر  ديوانونو تاکيد کړي خو دا يې نه ده روښانه کړې چې ولې د دوی دا شعرونه يا ديوانونه نه شته.

آیا د نازو انا يوه رباعي يا د بي بي زينبې هوتکي او يا هم زرغونې انا يو يو غزل بسنه کوي چې موږ دوی ته د پښتو ادب د ښځينه شاعرانو نوم ورکړو؟

ښايي دوی به شعري طبع لرله او يا به هم په ريښتيا شاعرانې وې خو هيڅ تاريخي تبث شوي سندونه او شواهد په لاس کې نه لرو چې دوی د شاعرانو په نوم معرفي کړو.

پدې دليل ويلی شم چې اوسمهال په پښتو ادب کې د ښځینه شاعرانو کمښت نسبت وه څلورنيمو پخوانيو لسيزو ته نه محسوسيږي.

د دې لسيزو راوروسته د مستورې شال، کبرا مظهري، حليمه خټک، ميرمن نيکبخته، پروين ملال او بعضو نورو ښځينوو نومونه په ډير ځنډ ځنډ او کمرنګه ډول سره راڅرګند شول، يعنې د دوی يو شعر يا کومه ادبي ټوټه/لنډه ليکنه به د هغه وخت په ورځپاڼو کې خپريده.

چې د دې ډلې نه د کبرا مظهري او مستورې شال شعري ټولګې د ډاکټر نجيب د جمهوريت په وخت کې او د هغه وروسته د نورو  يادو ښځينه شاعرانو اکثره شعري ټولګې د وروستي شل کلن جمهوريت په دوره کې چاپ شوې او په دې ډول دوی خلګو ته وروپيژندل شوې چې د پښتو ژبې شاعرانې دي.

د پورتنيو ټولو يادونو په اساس ويلی شم چې اوسمهال د پښتنو ښځينه شاعرانو شمير او همدارنګه د دوی د شعري آثارو ټولګې د پښتو ادب په تاريخ کې بې سارې دي.

د پنځه څلويښت کلنې جګړې راپه دېخوا ښځې د هره يوه رژيم د واکدارو د سياسي لوبو لوبغاړې يا وسيلې ګرځېدلي وې او دي. کله يوه رژيم د ازادي ورکولو او کله بيا بل رژيم د اسلام په پرده کې د ساتلو تر عنوانونو لاندې استعمال کړي خو په حقيقت کې هيڅ يوه رژيم هم ښځو ته داسې جدي

پاملرنه نه ده کړې چې بايد يې د وخت د تمدن سره سمه وده کړی واې، يوازې په سمبوليکه بڼه يې شتون درلود.

دغسې چې جګړه، بې وزلي او نرواکي مو په ټولنه کې برلاسې ده، همداسې يې زموږ پر ادبياتو هم سيوری غوړېدلی دی.

له بله اړخه په وروستيو دو لسيزو کې چې ښځينوو ته د زدکړو/لوړو زدکړو په برخه کې څه نا څه امکانات برابر شول، اکثریتو ښځينوو ښه او روغه ګټه ترې پورته کړه چې د شاعري په برخه کې يې هم بې شميره ښې لاسته راوړنې لرلې او ډيرې شعري ټولګې يې چاپ شوې.

د يادونې وړ ده چې اکثرو ښځينه شاعرانو خپلې شعري ټولګې په خپلو مادي لګښتونو سره چاپ کړې او تر ولسه يې ورسولې.

ښځينه شاعرانو ته په کار هم ده چې د تاريخ له تجربو زدکړې، اصلآ دی د نرواکې ټولنې د دولت مادي مرستو، معنوي هڅونو يا هم زمينې جوړنې ته سترګې په لارې نه کيني، لومړی بايد وليکي، وليکي او وليکي!

او دويم بيا د امکان تر حده دې خپل اثرونه چاپ کړي او پدې ډول دي يې تر ولسه ورسوي!

که څه هم چې زه شخصاً د مجازي نړۍ په يوه برخه (فېسبوک) کې فعاله وم چې نوره، نه يم ځکه يوازې د فېسبوک له دایرې خپل نظر څرګندوم:

په لومړيو وختونو کې چې افغانانو فېسبوک ته لاسرسی وموند، هغه د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۴ ميلادي کالونه وه چې ښځينه شاعرۍ په طبعي ډول په کې غوړېده.

ښځې شاعرانې کرار کرار فعالېدې او خپل شعرونه به يې خپرول، اکثرو نارينوو به دوی په درناوي هڅولې، همدارنګه د ښځو او نارينو تر مېنځ په ټول کې پوره درناوی موچود وو. اما له بده مرغه په ۲۰۱۴او ۲۰۱۵ کالونو کې د فېسبوک فضا ورځ تر بلې سياسي کيده او همدې سياسي فضا نه يوازې قومي/ژبي واټنونونه د افغانانو تر مينځ راوسته بلکه د پښتنو نارينوو تعصب هم په هره برخه کې د ښځو پر وړاندې زور اخيسته.

نن سبا چې شل کلن جمهوريت ړنګ او د ښځو د لږ يا ډير پرمختګ، بيړۍ هم ورسره ډوبه شوه او د طالب حاکم نظام هم د ښځينوو پر مخ هر هر څه په ټپه درولي، د نارينوو تعصب او توپيري چلند ترپخوا ډير زور اخيستی دی. په دې دليل د ښځينوو ونډه ورځ تر بلې لږه شوې او لا هم لږيږي او هغوی چې پاتې دي، اکثره يې په هنر مختې ته نه دي ځي او نه هم د هنر په ارزښت

خبرې دي صرف د تصويرونو/ويډيوجوړو په وسيله مخې ته روانې دي، يا هم فېک اکونټونه چې نارينه يې چلوي فعاليت کوي، دا ډول پرمختګ د شعر پر هنر ښه نه بلکه ناوړه اثر پرېږدي.

زما شخصي نظر د پورته دلايلو له مخې دا دی چې نن سبا مجازي نړۍ د ښځو پر شاعرۍ هيڅ ښه اغېز نه کوي.

آسيه محرابي/کلن جرمني

ماخذونه:

– د محمد هوتک (پټه خزانه لومړى چاپ، ١٣٥٦ل کال، د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى، ١٠١مخ)

-د پښتو څېړنې (د مقالو ټولګه ۳۵۲) مخ

– افضل ټکور: د نازو انا په کور کې د پښتو شاعرۍ عنعنه (سمسور ويب سايټ ته مقاله ۲۱.۹.۲۰۲۰ م کال)

– کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي: (د نازو انا ياد)

د نازو انا د درې سوه پنځوسمې کليزې په علمي-ادبي سيمينار کې مقاله د ١٣٧٠ل کال د ميزان ١٧مه/کابل پوهنتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب