تاند ( سه شنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۱مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له خپل تاجک سیال سراج الدین مهر الدین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، سرحدي وضعیت، امنیتي همغږۍ او سیمهییزو نوښتونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
متقي ویلي، افغانستان او تاجکستان په وروستیو کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکارۍ پر لور د باور فضا رامنځته کړې ده، خو ځینې کړۍ هڅه کوي چې دغه مثبت روند زیانمن کړي.
متقي تاجکستان خاوره کې وروستۍ رامنځته شوې امنیتي پېښې او د چینایې اتباعو مرګ ژوبله غندلې او د سیمهییز ثبات لپاره یې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت لیکلي، دا هم څرګنده شوه چې طالبان د سرحدي امنیت دټینګښت، دګډو تحقیقاتو او د هر ډول همغږۍ لپاره بشپړ چمتو دی، او د شریرو عناصرو پر وړاندې ګډ اقدامات د وخت اړتیا بولي.
د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې تاجکستان له افغان لوري سره د مثبت تعامل پلوی دی او هغه مغرضې ډلې ردوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو خرابۍ ته لمن وهي.
دواړو وزیرانو د سرحدي ځواکونو د منظمو تماسونو، د امنیتي همکاریو د ګډو کمېټو او د تخنیکي ناستو پر دوام هوکړه وکړه، څو سیمه د زیات خپلمنځي اعتماد او ثبات شاهده وي.