شنبه, فبروري 21, 2026
Home+خوشحال خان خټک: د تورې، قلم، عقل، غیرت، سیاست او عشق ګډ...

خوشحال خان خټک: د تورې، قلم، عقل، غیرت، سیاست او عشق ګډ سلطنت

لیکوال: محمد خالد وردګ / لاس انجلیس، کلیفورنیا

مقدمه – د خوشحال خان خټک د ۳۳۷م تلین په مناسبت

نن د پښتون ستر شاعر، مبارز او مفکر خوشحال خان خټک د وفات ۳۳۷م تلین دی. دا یوازې د یوه انسان د مړینې کلیزه نه ده؛ دا د یوه فکر، یوه مبارزې او یوه تاریخي ارمان د بیا یادولو ورځ ده. خوشحال هغه نوم دی چې له شعر، تورې، غیرت، پوهې او مقاومت سره یو ځای یادېږي. هغه د پښتو ژبې د ادب بنسټ ایښودونکی ستوری بلل کېږي، داسې ستوری چې نږدې څلوېښت زره بیتونه او شاوخوا اووه لس اثار یې د دې ژبې په فرهنګي خزانه کې تلپاتې کړي دي.

په تاریخ کې ډېر شاعران تېر شوي، ډېر جنګیالي هم تېر شوي، ډېر فیلسوفان، صوفیان او سیاستوال هم راغلي او تللي دي. خو داسې شخصیت ډېر کم پیدا کېږي چې دا ټول اړخونه په یوه وجود کې راټول کړي. خوشحال خان خټک همداسې یو جامع، نابغه او نړیوال انسان دی. هغه یوازې د یوې قبیلې نوم نه دی، یوازې د یوې سیمې شاعر نه دی، او یوازې د خپلې زمانې مبارز هم نه دی. خوشحال د فکر، غیرت، انسانیت او ټولنیز شعور هغه لوړ قد دی چې د جغرافیې له سرحدونو او د قوم له دیوالونو وتلی دی.

که څه هم د ده تخلص “خټک” دی، خو د ده کوچنی کول په یوه قوم پورې جفا ده. خوشحال افغان دی؛ داسې افغان چې هزاره، تاجک، ترکمن، ازبک، پشه‌یي، نورستانی او نور ټول افغانان پرې ویاړ کولای شي. ځکه هغه د ټبر د محدودې دایرې شاعر نه دی، بلکې د عزت، آزادۍ او انساني کرامت شاعر دی. خپله هم دا دریځ په لوړ غږ اعلانوي:

د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

دا بیت د ده د شخصیت لنډه پېژندپاڼه ده. د ده توره د شخصي قدرت لپاره نه ده تړل شوې، د افغان د ننګ لپاره تړل شوې ده.

لوی فکر، لوی دریاب غواړي

خوشحال د ژوند فلسفه په ساده خو ژوره ژبه بیانوي. هغه انسان ته وایي چې د کوچنیو هدفونو په ویالو کې مه بندېږه، لوی سمندر ته ورننوځه:

څو دې وس رسې، په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم، نهنګه

دا یوازې د نهنګ مثال نه دی؛ دا د انسان لپاره لارښود دی. څوک چې لوی همت لري، باید لوی میدان غوره کړي. کوچنی فکر، کوچنی ژوند او کوچنی افق انسان ورو ورو له منځه وړي. دا هغه انګېزه وه چې لوی امپراطور احمدشاه بابا یې وڅوهاو چې له وړې وچې نه د هندوستان سمندره پورې د افغانانو امپراطوری جوړه کړی او د بشریت تاریخ کې افغانانو مقام ټینګ کړی.

توریالی او غیرتي اتل

خوشحال یوازې شاعر نه و، هغه د عمل سړی و. د ده ژوند د مبارزې، زندان، جګړې او پاڅون کیسه ده. خو د ده توریالیتوب یوازې په جګړه کې نه ښکاري؛ بلکې په دریځ کې ښکاري. هغه د ظلم پر وړاندې ودرېد، که هغه ظلم پردی کاوه او که خپل. ده وښوده چې غیرت یوازې د تورې په وهلو نه ثابتېږي، بلکې د حق په ویلو هم ثابتېږي.

ده د خپل ولس بې‌اتفاقي تر ټولو لوی درد باله. د ده په نظر، قوم چې سره وویشل شي، عزت له لاسه ورکوي. هغه د یووالي غږ پورته کړ، خو پوهېده چې شعار اسانه دی، عمل سخت دی. همدا وجه ده چې د ده خبرې تر اوسه تازه ښکاري.

ټولنیز ارواپوه او د انسان د باطن لوستونکی

که د خوشحال شعر ته ژور وګورو، هلته یوازې حماسه نه ده؛ هلته انسان دی، نفس دی، غرور دی، حسد دی، مینه ده، وفاداري ده او خیانت دی. هغه د انسان د درون نړۍ ډېر دقیق انځور وړاندې کوي. ده د مشرتابه اخلاق بیان کړي، د بد اخلاقۍ زیان یې ښودلی، د حرص او طمع پایلې یې روښانه کړې دي.

په همدې معنا خوشحال یوازې شاعر نه، بلکې ټولنیز ارواپوه دی. هغه پوهېده چې قوم یوازې په توره نه جوړېږي؛ په اخلاقو، پوهه او متقابل باور جوړېږي.

فیلسوف، صوفي او عاشق

خوشحال د عقل او عشق ترمنځ پُل جوړوي. په ده کې فلسفه شته، ځکه چې د ژوند، مرګ، دنیا، قدرت او اخلاقو په باب ژور فکر کوي. په ده کې تصوف شته، ځکه چې انسان یوازې په ظاهري ځواک نه ارزوي، بلکې د زړه په صفا او نیت په پاکۍ یې تله کوي. په ده کې عشق شته، ځکه چې مینه د انسان د بشپړتیا برخه ګڼي.

هغه یوازې د خلوت صوفي نه دی؛ د ژوند په میدان کې صوفي دی. د ده عرفان له واقعي ژوند جلا نه دی، بلکې د ژوند له تودې خاورې سره تړلی دی.

د ختیځ او لویدیځ له سترو نومونو سره پرتله

حضرت مولانا جلال الدین محمد بلخي هم یو افغان دی او د افغانستان ویاړ ګنل کیږی. مولانا په نړیواله سطحه د عشق سمندر ګڼل کېږي، خوشحال هم د عشق خبرې کوي، خو عشق یې له عزت او افغاني هویت سره یو ځای دی.

که د ختیځ په ادب کې فردوسي د حماسې لوی نوم دی، خوشحال هم حماسه لري، خو د ده حماسه یوازې د پخوانیو پاچاهانو کیسه نه ده؛ د یو ژوندی ولس د ویښولو هڅه ده.

که سعدي د اخلاقو استاد بلل کېږي، خوشحال هم اخلاق بیانوي، خو اخلاق یې له غیرت او عمل سره تړي.
په لویدیځ کې که شکسپیر د انسان د نفس ژور انځورګر دی، خوشحال هم د انسان د باطن ژور تحلیل کوي، خو یوازې د هنري نندارې لپاره نه، بلکې د اصلاح لپاره.

که دانته د روح سفر لیکي، خوشحال هم د روح خبرې کوي، خو د خلکو د ورځني ژوند په ژبه.
که ماکیاولي د سیاست واقعیت تشریح کوي، خوشحال د سیاست اخلاقي بُعد ته هم ګوري او وایي چې واک بې عزته ارزښت نه لري.

د نړۍ په ډېرو ځایونو کې یا قلم غالب وي او توره کمزورې، یا توره پیاوړې وي او قلم چوپ. خو خوشحال د تورې جلال او د قلم جمال په یوه وجود کې داسې سره یو کړي چې کم یې ساری پیدا کېږي. همدې جامع والي د هغه مقام لوړ کړی دی.

پایله: د انسانیت او افغانیت ګډ سمبول

خوشحال خان خټک د یوې قبیلې یا جغرافیې له زندان څخه خلاص شوی شخصیت دی. هغه د “کامل انسان” یوه بېلګه ده. هغه موږ ته دا درس راکوي چې پوهه بې له عمله، او توره بې له عقل او اخلاقو نیمګړې ده. خوشحال د هر افغان د ویاړ ستوری دی. د ده د شخصیت پېژندل د خپل ځان او خپل تاریخ پېژندل دي. هغه یو داسې نهنګ دی چې یوازې د انسانیت په “لوی دریاب” کې ښکاري او د نړۍ هر باانصافه انسان یې مخې ته د درناوي سر ټیټوي.

خوشحال د یوې سیمې د غرونو شاعر نه دی؛ هغه د انسان د ارادې شاعر دی. د ده پیغام د جغرافیې له پولې تېر شوی، ځکه چې عزت، غیرت، اخلاق او پوهه کوم خاص قوم ته ځانګړي نه دي. هغه چې د لوی دریاب خبره کوي، په اصل کې د لوی انسان خبره کوي. په همدې دلیل، خوشحال د ټولو افغانانو ګډ افتخار دی. هغه د تاریخ پاڼه نه ده، بلکې ژوندی فکر دی. هغه موږ ته وایي چې که عزت غواړو، باید پوهه، اخلاق، غیرت او یووالی سره یو کړو.

په پای کې، که د ده د شخصیت د بیان لپاره یوه جمله غوره کړو، دا به وي:
خوشحال خان خټک هغه انسان و چې په یوه وجود کې یې شاعر، توریالی، فیلسوف، صوفي، ارواپوه، سیاستوال او ملت‌پال ټول سره یو ځای کړي وو.

او همدا جامع والی دی چې هغه د نړۍ په کچه یو بې‌ساری او لوړ قد شخصیت ګرځوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان د علومو اکاډمی د جوړېدو د اووه څلوېښتم کال په مناسبت

دودیال   د افغانستان د علومو اکاډمي په اوسني تشکیل او جوړښت سره، په یوځلي نه ده جوړه شوې، بلکې دا له ۱۳۱۱ل. تر ۱۳۴۹ل....