Homeخبرونهم.م. له مهاجرته د راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالرو پلان...

م.م. له مهاجرته د راستنېدونکو افغانانو لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالرو پلان پیل کړ

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) ملګرو ملتونو او د بشري مرستو شریکانو یې له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ۵۲۹ میلیون ډالرو پلان پیل کړی دی.

دغو ادارو خبرداری ورکړی چې د کډوالو د بېرته ستنېدو پراخ بهیر د افغانستان پر کمزوري اقتصاد او عامه خدمتونو لا زیات فشار اچوي.

دغه پلان چې «د افغان راستنېدونکو ۲۰۲۶ کال د ملاتړ پلان» نومېږي، هدف یې دا دی چې د روان کال له اپرېل څخه تر ډسمبر پورې شاوخوا ۲.۷ میلیونه راستنېدونکوافغانانو ته مرسته ورسوي. د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندوی ماموریت ویلي چې دا یوه پراخه تګلاره ده، چې راستنېدونکو ته د پولې له اوښتو څخه نیولې د هغوی تر بېرته ځای پر ځای کېدو پورې ملاتړ برابروي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې نژدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له امله یې د افغانستان نفوس په څه باندې دوو کلونو کې له لس تر دوولس سلنه زیات شوی دی. یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه کسان افغانستان ته ستانه شوي او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې هم ۶۰۰ زره نور کسان بېرته هېواد ته راغلي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنېدو د دې پراخې څپې لوی لاملونه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د ګاونډیو هیوادونو سختې تګلارې، د قانوني خوندیتوب کمېدل او زیاتېدونکی فشار دی.

 اټکل کېږي چې په راتلونکو اتو میاشتو کې به ۱.۷ میلیونه افغانان له ایران او ۱.۱ میلیونه نور له پاکستانه افغانستان ته راستانه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو سرپرست همغږي کوونکي تاج‌الدین اویوال ویلي چې دا یوازې د پولې لنډمهاله ستونزه نه ده، بلکې یو لوی نفوسي او پراختیایي بحران دی چې دوامدار او هر اړخیز غبرګون ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه چې له نیمایي زیات راستنېدونکي ښځې او ماشومان دي، او ډېری یې په افغانستان کې نه دي لوی شوي او له خپلو اصلي سیمو سره کمې اړیکې لري.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که د کارموندنې، کورونو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او خوندیتوب په برخه کې بېړنۍ پانګونه ونه شي، نو افغانستان به له لا زیاتې بې‌ځایه کېدنې، بې‌وزلۍ او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ شي.

د پلان له مخې، شاوخوا ۱۰۰.۷ میلیون ډالر د سرحدي بیړنیو مرستو لپاره ځانګړي شوي، چې پکې نغدي مرستې، روغتیايي خدمات، تغذیه، د خوندیتوب خدمتونه، د اوبو او حفظ الصحې اسانتیاوې او د ترانسپورټ ملاتړ شامل دي.

دا مرستې به د کډوالۍ نړیوال سازمان او شریکو ادارو له لارې د تګ راتګ په سرحدي سیمو کې وړاندې کېږي.

همدارنګه ۴۲۸.۵ میلیون ډالر د بیا ادغام او بېرته ځای پر ځای کېدو پروګرامونو ته ځانګړي شوي، چې په ۳۵ لومړیتوب لرونکو ولسوالیو کې به پلي کېږي. دا سیمې د وچکالۍ، خوراکي ناامنۍ او د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو د زیات شمېر له امله ډېرې زیانمنې بلل کېږي.

د دې پروګرام موخه د ښوونې، روغتیا او اوبو په څېر بنسټیز خدمتونه بېرته فعالول، د اقتصادي فرصتونو پراخول، د خلکو د عاید سرچینې پیاوړې کول او د کورونو او ځمکو اړوند ستونزو ته پاملرنه ده.

د ورلډ ویژن نړیوالې ادارې د افغانستان مشرې تمندري ډی سلوا ویلي چې بشري اړتیاوې لا هم ډېرې لوړې دي او که د مرستو بودجه کمه پاتې شي، د مرستندویو ادارو توان به سخت محدود شي.

ملګرو ملتونو له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتي چې دغه پلان په بشپړ ډول تمویل کړي، ځکه د دوی په وینا که کافي مرسته ونه شي، د افغانستان بشري بحران به لا پسې خراب شي او په عزت د میلیونو راستنېدونکو د بېرته ادغام هڅې به زیانمنې شي.

افغانستان نژدې پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، لا هم له پراخې بې‌وزلۍ، لوړې بې‌کارۍ او د نړیوالو مرستو له کمېدو سره مخ دی. مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې د هېواد کمزوری اقتصاد او محدودې زیربناوې ښايي په لنډ وخت کې د دومره ډېرو راستنېدونکو د جذب توان ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...