تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور ۲۹ مه) د هند کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره د هند د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبډلې اعلان کړې.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د د هند د لوبډلو ټاکونکو تر ډېره پر پخواني او باوري ترکیب باور ساتلی، خو د لوبغاړو د کاري فشار او اوږدمهاله پلانونو موضوع یې هم په پام کې نیولې ده.
د جون میاشتې یوازینۍ ټېسټلوبه او درې یو ورځنۍ سیالۍ که څه هم عادي دوه اړخیزه لوبلړۍ ښکاري، خو د هند لپاره د راتلونکو مهمو نړیوالو سیالیو د چمتووالي مهم پړاو بلل کېږي.
تر اعلان مخکې ډېری بحثونه د جسپریت بومرا د کاري فشار، د ریشب پنټ د مشرتابه رول او د هغو ځوانو لوبغاړو په اړه وو چې په آی پي اېل ۲۰۲۶ کې ښه ځلېدلي دي. راپورونه وایي چې د هند د ټاکونکو مشر اجیت اګرکر او د کرکټ بورډ منشي دیواجیت سایکیا دا ارزوله چې د افغانستان لوبلړۍ به د نړیوال ټېسټ اتلولۍ او د ۲۰۲۷ یو ورځني نړیوال جام لپاره د هند پر پلانونو څه اغېز ولري.
سره له دې چې د افغانستان پر وړاندې ټېسټلوبه د نړیوال ټېسټ اتلولۍ امتیازونه نه لري، هند بیا هم پیاوړې توپوهونکې لوبډله غوره کړې ده. د لوبډلې روزنیز ټیم باور لري چې دا لوبه به د کال د وروستیو مهمو ټېسټ سیالیو لپاره د چمتووالي ښه فرصت وي.
بل لور ته، د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره ځانګړی اهمیت لري. ټاکونکي غواړي ورو ورو د سپین بال راتلونکې لوبډله د تجربه لرونکو او ځوانو لوبغاړو پر بنسټ جوړه کړي. روهیت شرما او ویرات کوهلي لا هم د هند د یو ورځنیو پلانونو مهم غړي ګڼل کېږي.
د افغانستان پر وړاندې د هند د ټېسټ لوبډله:
شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، یشسوي جیسوال، کې اېل راهول (مرستیال لوبډلمشر)، سای سودرشن، ریشب پنټ، دیودت پډیکل، نتیش کومار رېډي، واشنګټن سندر، کلدیپ یادو، محمد سراج، پراسید کرشنا، مناو سوتار، هرپریت برار، دروو جورېل.
د افغانستان پر وړاندې د هند د یو ورځنیو سیالیو لوبډله:
شوبمن ګېل (لوبډلمشر)، شریاس ایر (مرستیال لوبډلمشر)، روهیت شرما، ویرات کوهلي، کې اېل راهول، ایشان کېشن، هاردیک پانډیا، نتیش کومار رېډي، واشنګټن سندر، هرش دوبې، کلدیپ یادو، ارشدیپ سنګ، پراسید کرشنا، پرنس یادو، ګرنور برار.
د افغانستان او هند د ۲۰۲۶ لوبلړۍ مهالوېش:
- یوازینۍ ټېسټلوبه: د جون ۶ تر ۱۰ – نیو چندیګړ
- لومړۍ یو ورځنۍ لوبه: د جون ۱۴ – دهرمشالا
- دوهمه یو ورځنۍ لوبه: د جون ۱۷ – لکنو
- درېیمه یو ورځنۍ لوبه: د جون ۲۰ – چینای