Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر: د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده کړې...

ملا برادر: د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده کړې ده

تاند (سه شنبه د ثور/ غويي ۲۹مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، په دې وروستیو کې د درملو د وارداتو کمېده د دې لامل شوی چې، د افغانستان د درملو سکټور په کم وخت کې ډېره وده وکړي.

هغه نن سه‌شنبه د ابو علي سینا بلخي د دویم تخصصي ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته کې دا څرګندونې وکړې.

هغه وویل، دامهال هېوادوال د بهرنیو درملو پرځای له کورنیو درملو استفاده کوي.

ملابرادر وايي، د افغانستان د درملو سکټور د پياوړتیا په برخه کې لازم اقدامات شوي او اوس وخت کې د هېوادوالو اړتیاوې تر ډېره له کورني تولید څخه پوره کېږي.

هغه زیاته کړه چې د بهرنیو فشارونو او اقتصادي بندیزونو په مقابل کې تر ټولو مؤثره لار د کورني تولید پياوړي کول او د هغه ملاتړ دی.

ملا برادر وايي، د هېواد اړتیا ته په کتو، دغه لاسته راوړنې کفایت نه کوي، بلکې اړتیا ده چې د درملو تولیدي فابریکې لا ډېرې معیاري او د منل شوو معیارونو مطابق خپلو تولیداتو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي د روغتیا سکټور له ټولو مسوولانو او هېوادوالو وغوښتل چې په خپلو کورنیو درملو باور او له هغو استفاده وکړي.

ملابرادر داسې مهال د درملو د تولید پر ودې ټینګار کوي چې، شاوخوا ۹ میاشتې کېږي له پاکستان سره هر راز سوداګري تړل شوې او طالبانو له پاکستانه د درملو واردول منع کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د وردګ ځوانانو پسرلنۍ، فرهنګي، ادبي او تفریحي مېله

حمدالله حمیدي د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې ۲۸مه، د ۱۴۴۷ کال د شوال ۳۰مه او د ۲۰۲۶ د اپرېل ۱۷مه د مېلو لړۍ،...