Homeخبرونهطالبان د بهرنیو چارو وزیر د اکو سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې...

طالبان د بهرنیو چارو وزیر د اکو سازمان په اتلسمه سرمشریزه کې ګډون کوي

تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس لومړۍ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي به په تهران کې د یوه پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) په اتلسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د اکو سازمان اتلسمه سرمشریزه د لیندۍ په ۱۲مه او ۱۳مه، د غړو هېوادونو د مشرانو او جګپوړو چارواکو په ګډون، د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شي.

په دې غونډه کې د افغانستان د پلاوي د ګډون اعلان په داسې حال کې کېږي چې پاکستان په اسلام‌اباد کې د اکو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په تېره غونډه کې د طالبانو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان تر دې مخکې ویلي و چې اسلام‌اباد له دې کبله د اکو په غونډه کې د طالبانو استازو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې چې پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

هغه همداراز ادعا کړې وه چې د اکو سازمان دارالانشا په دغه سازمان کې د افغانستان غړیتوب ځنډولی او د سازمان د کړنلارې له مخې، د وزیرانو په غونډو کې د هېوادونو د استازو د ګډون په اړه پرېکړه د کوربه هېواد واک دی.

د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) لس غړي هېوادونه لري، چې ایران، افغانستان او پاکستان هم پکې شامل دي. دغه سازمان د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو د پراختیا په موخه فعالیت کوي.

د غړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافونو، په تېره بیا د طالبانو د حکومت په اړه د پاکستان دریځ، کله ناکله د دغه سازمان په غونډو کې د افغانستان پر ګډون اغېز کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پلار مړینې څنګه د ژوند او هنر په اړه د روري کینیر لیدلوری بدل کړ؟

روري کینیر د خپل پلار د غمجنې مړینې او د کورنۍ د غړو د مړینو د اغېزو په اړه خبرې کړې دي او ویلي...