چهارشنبه, دسمبر 10, 2025
Home+سایه داره کردار | لیکنه: ع ارمان‎

سایه داره کردار | لیکنه: ع ارمان‎

په فکشن کې د کردار مفهوم هغه مهار دی چې د نثر، زمان، فضا او د کیسې د رواني او خیالي جغرافیې ټول تارونه سره نښلوي. کردار یوازې یو انسان نه دی؛ هغه د یوې کیسې د معنا د لارې بل ته ور خلاصوونکی دی. هر کردار—که ظاهراً خام، ساده او بې‌څیرې ښکاري—په خپل ځان کې هغه ټوله نړۍ ګرځوي چې لیکوال ورته د تخیل له لارې جوړه کړې وي.

کردار د روایت «د ژبې فردي تجسم» دی؛ یعنې هغه نقطه چې د نثر ټول ځواک د هغې په محور تاوېږي او شکل اخلي. ارسطو په Poetics کې د کردار لپاره داسې تعبیر کاروي: «کړنه د کردار له موجودګۍ پېلېږي، ځکه کردار هغه ځواک دی چې فعل ته لمن وهي.» دا جمله د کردار د ژور ماهیت بنیاد دی، یعني کردار هغه داخلي محرک دی چې روایت د حرکت په مسیر کې ږدي.

کرکټرونه د فکشن په دنیا کې له هر لوري تخلیق کېږي: مرکزي کسان، ثانوي کسان، فلیټ کردارونه، راونډ کردارونه، ارک قاتلان، منځګړي، د کیسې په یوه څنډه کې ولاړ غیر فعال وجودونه، او بیا هغه پټ یا “سایه‌دار کردار” چې د انسان ذهني کشمکش د کیسې په رګونو کې ګرځوي. د دې هر څه یو ساده تعریف دا دی چې کردار د یوې کیسې د معنا زېږوونکی دی؛ خو دا تعریف یوازې د سطحې د لیدلو لپاره بس دی. په فکشن کې کردار یو شعوري او لاشعوري موجود دی، چې د لیکوال په ذهن کې د ذهني اضطراب یا خوشحالۍ  څخه قدم په قدم د عقل، احساس، هوس، شر، خیر، ارمان او وهم په تناب جوړ شوی وي.

هولمن! په خپل مشهور اثر A Handbook to Literature کې وایي: «کردار هغه تخیلي جوړښت دی چې د انساني تجربې یوه برخه د ځان لپاره تمثیلوي.» دې عبارت ته که په ژور نظر وکتل شي، نو لیکوال ته معلومېږي چې کردار یوازې د روایت د حرکت لپاره نه دی جوړ شوی بلکې هغه د انساني ذهن د اضطرابي ټوټې یوه استعاره هم ده. فکشن ځکه ژوندی کېږي چې کردار په یوه ثابته نقطه نه وي ولاړ، بلکې حرکت وکړي، کمزوری شي، پیاوړی شي، مظلوم شي، ظالم شي او وجود یې د پېښو په طوفان کې ورک شي یا پیدا شي.همدا تحول د شخصیت د ډولونو ننداره وړاندې کوي.

“اي. م. فارسټر په Aspects of the Novel کې د کردار د ډولونو په بحث کې دوه مهمې کېټګرۍ یادوي: «Flat Character» او «Round Character». فلیټ کردار هغه دی چې ثبات لري، بدلیږي نه، د موضوع په یوې ثابته نقطه کې ایثار وي،لکه یو لارورکی مسافر چې په لاره کې له ولاړ سړي د خپل منزل پوښتنه وکړي، دا په لاره کې ولاړ سړی په کیسه یا ناول کې د فلیټ کرکټر کردار ادا کوي.

بل اړخ ته راونډ کرکټر دی. راونډ کرکټر هغه کردار دی کوم چې تر یوې پيښې محدوده نه وي، د هغه کردار له پېښو سره سم بدلیږي. ” (د دې کردار په اړه په یوه بله مقاله«د راز د کردارونو همرازي» کې مفصل بحث شوی.)

خو د دې ټولو ترڅنګ د کردارونو تر ټولو پټ، تر ټولو اروايي، تر ټولو ستونزمن او تر ټولو ژور ډول هغه دی چې د کارل یونګ له رواني تیوریو ادبیاتو ته داخل شوی: کوم ته چې موږ سایه‌دار کردار (Shadow Character) ویلای شو. دا کردار د فکشن د هنر هغه کوڅه ده چیرته چې لیکوال هغه څه تخلیق کړي وي کوم چې د وجود له چوکاټونو ازاد وي یعني سایه داره کردار. دا کردار هغه څوک دی چې د مرکزي کردار په داخل کې د پېښ شوو پیېښو، نه ویل شوو رازونو، اروائي اضطراب او ذهني ګډوډۍ ننداره وړاندي کوي. لیکوالان وایي چې د هر مرکزي کردار تر شا یو «ظلمت پاتې کېدونی» وجود وي؛ هغه وجود چې انسان یې په ځان کې لرل نه غواړي، خو له لرلو یې هم تښتېدای نه شي.

کارل ګوستاو یونګ په Aion کې د سایې د اروايي حقیقت په اړه لیکي: «سایه د شخصیت هغه برخه ده چې انسان یې لرلای شي، خو مني ئي نه.» که همدا جمله د فکشن له نظریو سره وتړل شي، نو سایه‌دار کردار د مرکزي کردار د ناخودآګاهۍ تمثیلي بڼه دی. په داستان کې دا کردار یوازي تر بدو او ذهني کړاوه نه وي محدوده، بلکه د اصلي شخصیت د داخلي رنګونو یو انعکاس وي. کله نا کله لیکوال سایه‌دار کردار په انساني بڼه راولي؛ یو بل شخص، یو بل وجود، یو پټ ملګری، یوه بې‌اوازه ساه، یو داسې څوک چې د اصلي کردار له ضمیر سره په جنګ وي. کله لیکوال سایه د یوې پېښې په بڼه تخلیقه وي، کله په ټولنیزه تیاره کې، کله د یو ناڅرګند، بې‌نومه وجود په شکل چې په کیسه کې له فزیکي شکل پرته محسوسېږي.

ډان براونډ په یوه مرکه کې وایي: «سایه‌دار کردار هغه څوک دی چې د داستان د اصلي کردار ګواښل شوې بقا تمثیله وي.» دا د کردار بل اړخ دی: هغه د مرکزي شخصیت په لار کې ولاړ بې څیرې دښمن دی. لیکوال دې ته اړتیا لري چې د فکشن د حرکت ژورتیا خوندي کړي؛ ځکه هر داستان یوازې د بهرنیو شخړو او پېښو په زور نه ژوندی کېږي. یو داستان هغه وخت ژوندی کېږي چې د کردار په زړه کې د یوه پوښتنه او یوه شخړه لمبه شي.

په معاصر فکشن کې اکثره لیکوالان سایه‌دار کردار د یوه «Mirror Character» یا د «Dark Double» په نوم هم کاروي. دوی د اصلي کردار خلاف یو مساوي قوت او د هغه برعکس طبقه تمثیله وي. د جوزف کونراډ په Heart of Darkness کې کورټز د مارلو لپاره د سایې په څېر دی. مارلو د یوه استعمار شوي وجدان تمثیل دی او کورټز هغه ظالم، وحشي او بې پروا وجدان چې انسان یې له لرلو تښتي. همدا جوړښت سایه‌دار کردار ته هغه فکشنې اهمیت ورکوي چې لیکوال پرې د انسان د داخلي درزونو او د وجود د تیاره څنډو د بیان توان پیدا کوي.

د لیکوال لپاره د سایه‌دار کردار ضرورت د څو دلایلو له وجي پیدا کېږي.

۱: فکشن باید د انسان د داخلي نړۍ د پوښتنو استازیتوب وکړي، او د دې پوښتنې لپاره یوازې د بهرنۍ شخړې موجودکي نه ده بس.

۲: د مرکزي کردار د ښه درک او تمثیل لپاره باید د هغه، هغه پټه برخه چې د ذهن د تیارو په څنډه کې پرته ده هم محسوسه شي.

۳: داستان باید د تمثیل هنر ولري؛ سایه‌دار کردار د همدې تمثیل اړتیا پوره کوي.

۴: لیکوال د فکشن په نړۍ کې د انساني ګناه، شر، هوس، جنون او د نفس په تیارو کې د حرکت کولو لپاره پیاوړې تخیلي میکانیزم غواړي. سایه‌دار کردار د همدې میکانیزم جوړېدونکی دی.

جنیوا سمالر په Narrative Psychology کې لیکي: «که د داستان اصلي کردار ښځه یا نر، قوي یا کمزوری، سپېڅلی یا خطاکار وي، د هغه په ذهن کې یوه پټه تیاره شته چې بې‌اوازه د هغه د وجود د تکمیل لپاره منتظره پرته وي.» دا جمله د سایه دار کردار د ادبي فلسفې له بیان سره برابر ده. لیکوال هغه وخت د کامیابه فکشن د جغرافیې په جوړولو کې بریالی کېږي چې دا پټ اړخ د مرکزي کردار له سایکولوجیکل تحول سره سم ولوبه وي، او د کیسې د ميټافیزیکل وزن یوه برخه هم د همدې پټ اړخ سره انځور کړي.

په داستاني هنر کې کله لیکوال سایه‌دار کردار په بشپړه مانا د خپلواک شخصیت په بڼه وړاندې کوي، لکه د ډاکټر جېکل او مسټر هایډ په کیسه کې چې سایه د فزیکي وجود په بڼه راڅرګندیږي. کله دا کردار د یو ساده، خو ژور تمثیل په بڼه راځي، لکه د کافکا په The Trial کې هغه مجهول قاضي چې د جوزف K مخ ته نه ښکاري، خو د هغه د وجود د محکومیت ټول فلسفي وزن ئي په برخه وي. لیکوال د سایي کردار په تخلیق کې نه یوازې د انساني اروا د ناخودآګاه تیارو ته ننوځي، بلکې د کیسې فضا د معنوي او فکري درزونو په جوړولو کې هم د دې کردار پر مټ هغه څه رامنځ ته کوي چې د داستان د وجود ژورتیا په کې ثابتیږي.

یو شمېر معاصر لیکوالان وایي چې سایه‌دار کردار د لیکوال لپاره هغه څه دی چې د فکشن په متن کې د معنا حرکت ورکوي. کیترین هازل ووډ په یوه فکشن ورکشاپ کې لیکلي: «Simplicity kills fiction; the shadow revives it.» د دې معنی دا ده چې ساده کردار، ساده شخړه، ساده تمه فکشن محدودوي. سایه‌دار کردار همدا ساده روایت ماتوي او کیسه د «انسان د ذهني کړاو» په ژبه کې بیا لیکي.

دا تصور به هم سم وي چې سایه‌دار کردار د داستان د اخلاقاتي برخې بل استازیتوب کوي. د داستان په اخلاقیاتو کې د خیر او شر هغه ژوره پوښتنه چې کلاسیک ادب پرې ولاړ دی، پرته له دې ترکیبه نیمګړې ښکاري. د فوکونیر او مایکل هالینډ په Narrative Theory کې د سایې د تحلیل پر مهال راغلي: «دا کردار هغه پوښتنه راپورته کوي چې انسان څنګه له خپل ځانه تېښته کوي او څنګه بېرته د ځان وران شوي کور دروازې ټک وهي.» همدا پوښتنه د فکشن په برخه کې د کیسې روح ته معنا بخښي.

سایه‌داره کردار، که هر څومره پټ وي، بیا هم د داستان د انساني ژبې ږغ دی. په داستان کې هغه کردار دی چې د اصلي شخصیت د وېرې، ګناه، شرم، داخلي شکست یا هغه نیمګړې انساني اړتیا تمثیلوي، چې زړه یې دردیدلی خو دا درد د ضمیر په تیاره څنډه کې بې بیانه پاته شوی وي. لیکوال د دې کردار په تخلیق سره د انسان د وجود په ژبنۍ، ارواهي، فلسفي او اجتماعي ساحه کې حرکت کوي. د دې کردار پرته داستان د انسان د نیمګړتیا، د هغه د رازونو، د هغه د ضمیر د پټ اړخ او د هغه د وجود د اضطرابي موسيقۍ تمثیل له لاسه ورکوي.

له همدې کبله یو لیکوال د سایه‌دار کردار د تخلیق اړتیا احساسوي. ځکه د فکشن نړۍ د انسان د ساده شخړو پر سر نه ده ولاړه؛ هغه ژوره برخه چې داستان ته دوام او په شوق د لوستلو توان ورکوي، په همدې اړخ کې پټه ده. په فکشن کې د سایه دار کردار موجودګي لکه د انسان د ناڅرګند وجدان یوه توره جامه ده چې د کیسې په اوږدو کې کله پراخه شي، کله تنګه، کله په وجود کې ور ننوځي، او کله د داستان د وروستۍ پوښتنې په وزر کې پورته شي. سایه دار کردار د کیسې هغه «چاپېریالي اروا» ده چې فضا یې د وجود له دروند بار نه ډکه وي.

که کردار د فکشن د بنسټ حیثیت لري؛ نو سایه‌دار کردار په فکشن کې د وجود هغه ستونزمن، اروايي او ژور تخیلي اړخ دی چې د انسان د پټې نړۍ هغه قوت تمثیلوي چې د مرکزي کردار د تکامل یا سقوط اصلي لامل ګرځي. لیکوال ته د دې کردار تخلیق ځکه ضروري کېږي چې داستان یوازې د ښکاره چلندونو په سطحه نه بشپړېږي؛ بلکې د انساني ارواح په تیاره کوڅو کې روانې شخړې هم باید خپله ژبه پیدا کړي. سایه‌داره کردار همدا ژبه ده: د ناخودآګاه، د شر، د وېرې، د ګناه، د نیمګړتیا او د پټو ارمانونو ژبه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...