چهارشنبه, دسمبر 10, 2025
Home+لیکوال ریاض تسنیم / نعمت الله صدیقي

لیکوال ریاض تسنیم / نعمت الله صدیقي

ریاض تسنیم د خپل څو پنځوس کلن ژوند په اوږدو کې یوازې د کلونو په شمیر هغه له کړاوه ډک ژوند نه دی کړی، چې دای یې په نثري کلیات کې له مور بي بي سره د هغې په وفات لیکلې غمنامه او مکالمه کې لیکي، بلکې د خپل تیز او توند او په عین وخت کې د معقول او متوازن فکر او تنقیدي شعور په اساس یې پښتو معاصر شعر ته خپل ځانګړی شاعرانه سبک او د خپل فکر او طرز شاعري هم ورکړه.

 

تراوسه د تسنیم ادبي شخصیت او هویت پر همدې شاعرانه اعجاز ولاړ و؛ خو د دې نثري کلیات له چاپ وروسته دای او موږ حق لرو، چې د ده په لیکوالۍ او نثر هم خبرې وکړو، ځکه دای د خپل فکري او علمي نبوغ په اساس په علم او لیکوالۍ دواړو کې ځانګړی دی، هغه که نقد دی او که ادبي تبصرې او سریزې یا فلیپونه دي او یا هم که خاکې او یو نیم تکل دی، په دې ټولو برخو کې یې د نثر او ژانري هویت او تخلیقي رسمیت د یو ښه لیکوال په توګه پاللی او ساتلی دی.

 

یو څه چې د تسنیم په نثري کلیات کې ماته ډېر جالب دي هغه د ده د لیکوالۍ طرز او همدا رسمي او ساده ځانګړنه ده، لیکوالي یوازې په عامه مانا سپینې صفحې تورول نه دي؛ بلکې د کلیمې په دقیقه مانا د لفظونو، مفاهیمو او د نویو خبرو کولو ترڅنګ هغه طرز، چې روان سلیس، ساده او په عین وخت کې سنجیده او علمي اغیز او ښکلا ولري، دا ادبي او اصیله لیکوالي ده او همدا دا لیکوالۍ یو اسان او ساده اصل او مثال هم دی، تسنیم په دې برخه کې ځکه کامیاب لیکوال دی، چې همدا پورته ټولې ځانګړنې یې نثر او لیکوالي لري.

 

د لیکوالۍ یوه بله ځانګړنه یې دا ده، چې دای څومره په عام ژوند کې یا په ځینو مواردو کې سخت مزاجی او تریخ و، په لیکوالۍ کې یې دا شی برعکس د خپلې شاعرۍ غوندې خوږ او شیرین دی، حتی په خاکه او تکل کې خو یې د شګفتګۍ حد کړی دی، دای خپله څو ځایه لیکي چې د اوښ کینه یې ده؛ خو ادبي قضاوتونه او دیانتونه یې دغې کینې بېخي نه دي وهلي، بلکې که ډېره ستغه او سپوره خبره یې هم کړې ده؛ په ښکلي او باتهذیبه افاده یې کړې ده او دا ځانګړنه زموږ د ډېرو کمو لیکوالو په برخه رسېدلې ده. چې یو په کې تسنیم هم دی.

 

دای د ځینو نقادانو غوندې خپلې خبرې ته د دې لپاره نه وي خوشحال، چې له خبرې یې زیاته لفاظي او رسمیت ته هوا ورکوي؛ بلکې د خبرې او د خپل نظر د تحمیل نه؛ بلکې په نرمه یا که جدي هم وي دقت ته یې پام کوي، چې دا یې زه په ټولو ادبي او نقدي مباحثو کې په شدت سره وینم او دا په نقد کې وړه خبره نه ده.

 

زموږ د لیکوالۍ یو عمومي مشکل دا دی، چې د علم او نثر یا په همغه علمي اصطلاح د ظرف او مضروف تعادل نشو ساتلی؛ هغه لیکوال چې د خپل علم، مشاهدې او تجربې لپاره د افادې یا اظهار ژبه او د لیکوالۍ دغسې یوه اسانه او سلیسه لار پیدا کړي، دا په رښتیني مانا علمان او لیکوال دي، تسنیم په لیکوالۍ کې دغه فن زدکړی ثابتوي؛ یعنې ادبي او علمي مشاهدې او تجربې یې په خورا ښکلې او فصیحه لیکوالۍ ولیکلې، چې هم علمي او ادبي لیکوالي ګڼلی شو.

 

دای په دغه کتاب کې دوه مرکې هم لري، چې د خپل خاص ادبي فکر په وجه ترې دای د نظر خاوند لیکوال هم ګڼلی شو، د بل خبره به هم مهمه وي؛ خو په نن سبا عصر کې هغه څوک د ډېر اهمیت وړ دی، چې د نورو په علومو او ادبي تجربو خپلې خبرې ولري، هغسې چې روایت هم پکې وي او جدت یا نوی والی هم ولري، د ده هره ادبي مقاله، تبصره او نقد همدغسې نوې د ده ځانګړې او خپلې خبرې او تجربې لري. ځکه خو که له ده سره په ځینو وواردو اختلاف هم کېږي؛ ممکن نوی او جدي مباحث وي.

 

د ده لیکوالي یو خوږ درد او د خپلو ادبي ملګریو، اسلافو او اکابرینو ناسټلجیا هم لري، د طایر اپریدي، سعید ګوهر په تېره د باچاخان قاصر د جنازې او د دوی د ملګرو خالي لاسونه یې هغه کیسې، خاطرې او خاکې دي، چې د څنګ ملګري څه چې اوس دای هم د همغې قافلې ملګری دی، د بنده زړه وخوږوي:
دا ژوند د محبت لپاره هم ولاچې کم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه

 

د تسنیم مرحوم دغه نثري کلیات باید هغه ځوانان په خاص ډول ولولي، چې له ادبي لیکوالۍ سره مینه او علاقه لري؛ ځکه له دې لیکوالۍ هم علم زده کېږي او هم تري لیکوالي زده کولای شي، سره له دې چې د تالیف کوونکي یا راټولونکي هیڅ خواري ورسره نه ده کړې او نه یې حتی مقدمه پرې هغسې لیکلې، څومره چې د دې کتاب اهمیت او افادیت و؛ خو چار دې د ادب محل هم ښه وي، چې د چاپ کیفیت یې کمزوری سهي؛ خو مهمه یې همدا ده چې دا مهم کتاب یې چاپ او خپور کړ.

 

د تسنیم صاحب روح دې ښاد او یادونه دې یې له موږ سره په همداسې ښې ښیګړې تاند او هڅاند وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...