یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د ډېوېډ جونز ناول ښکلاوې| حفيظ الله بشارت‎

د ډېوېډ جونز ناول ښکلاوې| حفيظ الله بشارت‎

ناول او لنډه کيسه د خيال او حقيقت څخه په ګډه منځ ته راځي، يعنې ناول او لنډه کيسه د حقيقت او خيال ګډوله ده.
اوسني ناولونه او لنډې کيسې له پخوانيو نکلونو او حکايتونو سره ډېر توپيرونه لري، له هغه توپيرونو څخه يې يو دا دی چې: اوسني ناولونه او لنډې کيسې د تخيل، خيال او هنر له شتون سره سره د واقعيت او حقيقت په تله هم تلل کېږي.
اوس وخت کې بعضې له ادب او هنر نه لرې کسان ناول ته د پوره حقيقت جامه ور اغوندي، حال دا چې اوسني ناولونه په سلو کې شل فيصده واقعيت او پاتې نور د تخيل او هنر په مرسته ایجادېږي.
هنر يعنې د متن ښايسته والی او ښکلا، يعنې که په يوه متن، لنډه کيسه، مقاله، ناول، شعر او ….. کې هنر نه وي نو هغه له خوند، کيف او رنګ څخه هم تش وي.
تخيل يعنې له حقيقت څخه لرې، تخيل يعنې هوايي ډزې!
د تخيل په اړه محمد هادي حسين د کانټ په حواله ليکي: تخيل ته مواد فطرت تياروي، يعنې د تخيل مواد د فطرت اجزا دي.
که يو ناول او کيسه ليکوال ښه فکر او قلم ولري نو د موجود فطرت له اجزاو څخه په ډېر عالي انداز په ناول او لنډه کیسه کې له تخيل او هنر څخه کار اخيستی شي.
له نورو اضافي خبرو تېرېږم، راځم نن درته د ناول له ډولونو څخه د يو داسې تاريخي ناول څخه پرده پورته کوم چې شهرت يې نه تنها په ټول افغانستان کې، بلکې ځينو نورو هېوادونو ته هم رسیدلی دی!
دا ناول چې «ډېوېډ جونز/ بغدادي پير» نومېږي، ارواښاد نصير احمد احمدي ليکلی دی.
دا ناول د تاريخ ډوله يا تاريخي ناولونو له جملې څخه يو دی.
په ټوله کې تاريخي ناول هغه دی چې د تاريخي پېښو پر بنسټ ليکل کېږي او کرکټرونه يې هم ډېر کله څرګند تاريخي افراد وي. په تاريخي ناولونو کې تاريخي پېښې له تخيلي پېښو او صحنو سره غاړه غړۍ کېږي يا د تاريخي ناولونو په پنځونه کې له تاريخي پېښو سره تخيلي چلند مهم اړخ دی.
کله چې يو ليکوال د يو کس په اړه ناول ليکي نو مخکې له مخکې بايد ليکوال د هغه کس په اړه تاریخي مطالعه ولري، يعنې مخکې له مخکې بايد ليکوال د هغه کس په اړه تر څلورو پنځو پورې تاريخي کتابونه مطالعه کړي.
«ډېوېډ جونز» ناول هم د يو مشخص تاريخي کس د ژوند په اړه ليکل شوی ناول دی.
دا ناول د «غازي امان الله خان» په ژوند، کارونو، پاچاهۍ، په جلا وطنۍ او……. تاريخي پېښو او تخيل په مرسته ليکل شوی، تاريخي او هنري ناول دی.
لکه مخکې مې چې وويل: په تاريخي ناول کې تاريخي پېښې له تخيلي پېښو او صحنو سره غاړه غړۍ کېږي، په تاريخي ناول کې له تاريخي پېښو سره سره تخيلي پېښې هم ملې وي، مطلب دا چې ناول تر ډېره د تخيل په پوله ولاړ وي.
د تاريخي ناول ليکنې نه مخکې ليکوال د يو کس په اړه لږ و ډېر تاريخ هم مطالعه کوي، لکه څنګه چې د همدغه کتاب په سريزه کې ارواښاد احمدي ليکي:
(کله چې مې د «غازي امان الله خان» په اړه ناول ليکلو ته نيت وکړ نو له نېکه مرغه د مالوماتو کمی نه و. ډېر مالومات مې په آسانۍ وموندل، خو همدې ډېرو مالوماتو سربداله کړم، يو نه، بلکې لس ناولونه هم ترې ليکل کېدای شوی، فکر مې وکړ، نتيجه يې دا وه چې يو ناول دومره ډېر مالومات نه شي هضمولی، راځه! يواځې يوه خو تر ټولو اساسي برخه يا زاويه يې را واخله.
هماغسې مې وکړل، له‌ جګړو، د انګرېزانو له ماتې….. او نورو خبرو سرسري تېر شوم، هسې هم په دې خبرو کتابونه ډک دي، که څوک دا مالومات غواړي نو تاریخونه دې ولولي).
زموږ ځينې اوسني له ادب، هنر او مطالعې نه لرې کسان راپورته شوي او دغه ناول ته يې د پوره حقيقت او واقعيت جامې ور اغوستې دي.
ځينو کسانو بيا دا ناول دومره ستایلی او دومره يې په منځ کې محبوبیت پیدا کړی چې حتا له ځينو فلمي ډايرکټرانو يې غوښتي چې له دې ناول دې فلم جوړ شي.
ځينو کسانو بيا دا ناول دومره غندلی او دومره يې تر نيوکو لاندې راوستی چې حتا ځينې له واقعيت نه ناخبرو کسانو د ارواښاد احمدي شخصيت او کرکټر ته هم سپکاوی کړی دی.
زه بيا هم وايم چې: د يو ښه ناول بايد ستاينه وشي، خو دومره هم نه چې ناول ته د پوره حقيقت په سترګه وکتل شي او د يو ناول دومره غندنه هم بايد ونه شي چې آن د يو ليکوال کرکټر او شخصیت ته هم پکې تاوان ورسېږي.
نوټ: دا کتاب ډېر نور حقايق هم لري، خو متاسفانه چې له ويلو او ليکلو يې عاجز يم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب