Homeخبرونهحیرتان کې له هېواده د سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

حیرتان کې له هېواده د سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی

تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه) د طالبانو مالیې وزارت د بلخ ولایت د حیرتان سرحدي ګمرک کې د څه باندې ۱۴ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بلخ د حیرتانو ګمرک ځيرکو کارکوونکو د یوه استخباراتي راپور پر بنسټ، نن په یوه صادراتي محموله کې د ۱۴.۲۳۵ کیلو ګرامه سره زرو د قاچاق مخه نیولې چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې له هېواد څخه بهر ولېږدوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې په دې تور یو کس نیول شوی او د نورو څېړنو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

طالبانو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ګومان کیږي، چې یاد شوي سره زر به ازبکستان هېواد ته قاچاق کیدل.

ازبکستان، له حیرتان بندر سره څنګ ته پروت دی.

 له دې وړاندې هم د هېواد په ګمرکونو کې د ډول ډول ګران بیو ډبرو، تاریخي آثارو او نورو توکو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مشهوره هندۍ سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۲۳مه) هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې نن د یکشنبې په ماسپښین...