شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په اړه د دوو طالب دیپلوماتانو څرګندونو توند غبرګونونه پارولي

د پاکستان په اړه د دوو طالب دیپلوماتانو څرګندونو توند غبرګونونه پارولي

تاند(پنجشنبه، د میزان ۴ مه) د پاکستان په تړاو د دوو طالب دیپلوماتانو تازه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغان فعالانو توند غبرګونونه پارولي.

په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره د طالبانو کونسل حافظ محب الله  له خیبر نیوز تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په پاکستان کې د روانې جګړې« جهاد» ګڼل رد کړي او پر ضد یې فتوا ورکړې ده.

هغه دا هم ویلي چې یاده فتوا د طالبانو مشر ورکړې او د دوی دفاع وزیر ملایعقوب هم د دغه فتوا په تایید خبرې کړې دي.

د طالب کونسل له قوله دا هم ویل شوي چې دوی له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستو خلاف اعتراض نه دی کړی.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي رئیس زاهد جلالي یو کمینټ چې پر فیسبوک شبکې یې کړی، د خلکو توند غبرګونونه پارولي.

ښاغلي جلالي کوم چا ته چې ویل کیږي د کرکټ لوبې د کم ارزښته ښودلو لپاره یې لیکل کړي،  په خپله تبصره کې ویلي چې رېښتیا هم سپورت، موسیقي او نور فنون د دین د ځای ناستي کولو لپاره وړاندې کیږي ، چې مسلمانان هم ترې متاثر دي او باید په دې برخه کې محتاط اوسي.

ځینو فعالانو په کرکټ نړیوال جام کې له پاکستان څخه د افغان لوبډلې بریالیتوب ته منسوبې کړي او ویلي چې په پاکستاني پوهنتونونو کې روزل شوی دغه طالب دیپلومات په داسې خبرو هڅه کوي افغانان له پاکستان څخه د ګټلې لوبې له خوشالۍ را وګرځوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د خپلو دغو دیپلوماتانو د څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. له دوی څخه ګیله نشته څوک چی خپل ناموس خرڅ کړی وی هغوی ته وطن ازادی و له حریف نه مسابقه ګټل هیڅ ارزش نلری دا د خلکو په ډوډی مړ سترګی ملایان د بی نظیر رضایې زامن دی او قسم کړی چی دوی ته د افغانستان نه دپاکستان ګټی مهمی دی لعنت دی په بیناموسه خلکو وی لکه دوی

  2. خونکار ناول😯
    خونکار مې ولوست له پیله سړی په تلوسه کې نیسې ښه عالی منظرکشي یې شوی، ډیري خوږي جملې په خپله غیږه کې له ځان سره لري د پښتنو لپاره په سوچه ساده پښتو لیکل شوي مونږ ته پیغام پریږدي چې د تحقیق او څیړنۍ مخکې فیصلې مه کوئ ګناهګار پکې خلاصی تڼې ګرځي ډیر ښه روان او په اصولو برابر وه خو ورستۍ صخنې یې اوس هم نه یم پریښې چې کرار کینم یاد ناول ورستۍ صخنه لکه خاص بنګالي فلم د جینۍ سره به په سل کیلو مترۍ کې هیڅ نه ښکاری خو کله چې یې بدمعاشان یې عزت لوټ کوې نو هیرو د ظالم زوی به یې یو دم مخې ته شې صیبه نه طیاری نه راولیدلی وې او نه ورسره کوم موټر یا موټر سایکل وې خو ځه خیر فلم دې له تصادفو ډک. خو اوس نړیوال فلم کې هم تصادف نه خوښوې نو ځکه ورځ تر بله مخته ښه روان دي.
    خونکار ناول هم خوبخو همداسی! کله چې غوټۍ په تپه تیاره په باغ کې وژنې تبر ورته پورته کړې او د غوټۍ په سر یې را خلاصوې نو د خمید په مرۍ کې چاړه تیره شوې وې خمید همدا تبر واله شخص دې.
    پوهیږﺉ دلته د غوټې کاکا غوث الدین بوډا په ماته پښه ځان را رسولې وې اول خو چې یو څوک مړی کوې د کور وربند ساتې خمید له غوټۍ وړاندې جانکې په تبر نیم کړې وو که د کور ور بند وو نو غوث الدین خو په دیوال نشو را اوښتې او بیا دا څه پوی شو چې خمید یی وریره په باغ کې وژنې ده خو مخکې د کور په پټه پیره هم نه کوله له کلې ډیر لری اوسیده
    زه د کیسی پای ته په طمع وم چې اوس به معلوم شې چې غوث الدین په کومه لار راغې؟؟
    څنګ خبر شو؟؟
    ځای ورته چا وښوده؟؟
    چاړه یې له کومه کړه؟؟
    په کلی څنګ راتیر شو په داسی خال کې چې د کلی لویو وړو دښمن باله او وژل یې ثواب؟!
    دا هاغه پوښتنې دې چې ماته ناول حل نه کړي
    اصلی موخه (درس)
    که تاسې چرته ناول لیکې نو لطفً په ناول کې داسې تصادف مه راوړې تاسې لوستونکې ته پوښتني پیدا کوې او ځوابوې یه نه لکه په خونکار ناول کې چې راغلې
    نوټ. د مرخوم احمدی صیب ټول ناولونه په لوستلو ارزی رب دې ورته جنتونه نصیب کړی باور وکړه چې د دی ناول کیسه یې دومره ښه روانه چې زه یی خوب ته پري نه ښودم او خلاص مې کړ ډیر څه مې تری زده کړل قبر یې روښانه…

    لیک
    برکت الله (مسعود)

  3. بیلتانه ښی چاری را وکړی!….ځان یی ملا کړو زه یی غل د کلی کړمه. دوی پردیپالو لاسپوڅو ته نور څه ندی ورپاته چی د خپل ولینعمت نمک حلالی ورباندی وکړی. که دغه دوه کسانو لږ هم دافغانی خاوری چی د مور حیثیت لری درناوۍ لرلۍ نو داسی به یی نه وۍ ویلی او د دی بر خلاف د دین له آدرسه به یی ولس ته د چوپړ بیلګه وړاندی کړی وۍ. دوی اوس هم د فیل په غوږ کی ویده دی او فکر کوی چی خلک نه پوهیږی. نه ملا ګله ستا تر سپینو کالیو لاندی خیرن ذهنیت اوس ټولو ته مالوم دۍ. نور د دینی مستورات د زمانی باد لوڅ کړیدی که هرڅو څان پت کړی او خلکو ته شا ور واړوی اوس خلک دسیکی هغه بل مخ ډیر ښه وینی یانی د شا د خوانه د مخ وینی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب