Homeخبرونهمجاهد وايي، پاکستان دې د افغانستان د ناامنه کولو پر ځای د...

مجاهد وايي، پاکستان دې د افغانستان د ناامنه کولو پر ځای د خپل هیواد امنیت ته پام وکړي

تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲ مه) د ا.ا.ا ویاند وايي، د دې پرځای چې پاکستاني چارواکي د خپل هېواد پر امنیت تمرکز وکړي، د افغانستان د ناامنه کولو په پروژو مصارف کوي.
هغه دا څرګندونې وروسته له دې کړي چې راپورونه ورکړل شول چې پاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د افغانستان د پخوانۍ اردو غړي او نور افغانان په وسلو سمبالوي او د جګړې لپاره یې افغانستان ته رالېږي.
ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: “پاکستاني چارواکي د خپلو امنیتي مسوولیتونو د ناکامۍ د پټولو لپاره پر افغانستان تورونه لګوي. د پاکستان پوځي کړۍ او نور امنیتي اورګانونه د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو له امله د خپلو خلکو د تېرایستلو په موخه د پېښو پړه پر کابل اچوي.”
د مجاهد په خبره، دغه ناسم دریځ د پاکستان امنیتي ځواکونه له خپلو اساسي دندو منحرف کړي، سیمه بې‌ثباته کوي او اقتصادي سرچینې پر بې‌ځایه هڅو ضایع کوي.
پاکستان تور لګوي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو، چې په پاکستان کې له پوځ او امنیتي ځواکونو سره جنګېږي، ملاتړ کوي.
خو مجاهد وايي، د پاکستان د دې ډول تورونو د ردولو په ترڅ کې وايي، دوی نه د دې ډول اقداماتو نیت لري او نه هم هغه امکانات لري چې په نورو هېوادونو کې ناامني وپاروي یا یې تمویل کړي.
هغه ټینګار وکړ چې په ګاونډي هېواد کې هر ډول بې‌ثباتي مخامخ د سیمې او افغانستان په زیان تمامېږي او دغه وضعیت له اقتصادي، ټولنیز او انساني پلوه د کابل په زیان دی.
مجاهد تر دې پخوا څو ځلي ویلي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...